
د خوست او پكتيكاولايتونو امنيې چارواكي وايي چې د نيکرغه کوچني اختر د رارسيدو له امله يې کلک امنيتي تياري نيولي او په خپلو ولسونونو غږ كوي چې د اخترخوشالۍ دې په ښه او مناسب ډول ونمانځې.
د دغو دواړو ولايتونوچارواكي وايي چې دوى خپل ټول امكانات په كاراچولي چې د هرډول ممكنه پېښو او ګواښونو مخه ونيول شي. د خوست او پكتيكا ولايتونو سيمه ييزو او امنيتي مسؤولينو د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو له امله د خپلو ولايتونو په مرکز او ولسواليو کې د کلکو امنيتي تياريو د نيولو خبر ورکړ، د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقى زوى وايي چې سرتيري يې په هره سيمه كې د امن او خدمت لپاره چمتو دي او ده پر ولس غږ وكړ چې د اخترپه خوشاليوكې په ډاډه زړه ګډون وكړي، خوله خكلويې هم غوښتنه وكړه چې د اختر په شپه له هوايي ډزو او هم د پټاسو له كارولوډډه وكړي كنه له سرغړونكوسره به يې جدي چلند وشي.
بل پلو د پكتيكا سيمه ييزو مسؤولينو هم د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو له امله ځايي خلكو ته ډاډ وركړى چې امنيتي تدابيريې نيولي او چا ته به د ناامنۍ او کوم ګواښ اجازه ورنه کړي. د ياده ولوده چې ډېر وخت د اخترونو او نورو خوشاليو پرمهال د خوست اوسيدونكي له دې امله په انديښنه كې وي چې خپله سرتيري او ځيني ځوانان په دومره اندازه هوايي ډزې كوي چې خلك په هرځاى كې پرهوايي ډزو د لګيدو په ويره كې وي، ځكه څو ځله په دې ډول هوايي ډزو خلكوته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو امنيتې چارواكي وايي چې دوى به د دې كارمخه نيسي.