
تيره ورځ د امريکا پخواني جمهور رييس جورج ډبليو بوش باندې د زړه په برخه کې، د جراحۍ عمليات تر سره شول.
د اسوشيېټيدپرس د رېپوټ له مخې، ډاکټرانو د معايناتو پر مهال، د نوموړي د زړه د يوه رګ د تنګيدلو ته پام شو او وروسته عمليات شو. په دغه عملياتو کې ستنت يا هغه فلزي لوله، چې د بيا تنګيدو مخه نيسي په رګ کې ورته لګول شوې.
د بوش وياند فورډ ويلي، چې عمليات په بريالي توګه سرته ورسيدل او تمه کيږي، چې نن به له روغتون نه بهر شي.
جورج بوش، چې اوس ۶۷ کلن دی، د امريکا په تاريخ تر ټولو بدنامه او د کمې پوهې د جمهور رييس په توګه تير شوی.