امريکا د القاعده له نويو چاوديدونکو توکو نه اندېښنه لري.

 د امريکا لوړپوړي چارواکي، د القاعده د هغه چاوديدنکو نويو توکو نه په اندېښنه کې دي، چې مايع يا اوبلن شکل لري او دوی يې تر اوسه نه پيژني.
د (( اېنډيپنډينټ)) ورځپاڼې، د دوو لوړ پوړيو امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه مايع چاوديدونکي توکي داسې خاصيت لري، چې د بېلګې په توګه کالي په کې لانده کړې او تر وچيدو وروسته چاودنه رامنځته کوي.
داسې اټکل کيږي، چې دغه نوي چاوديدونکي توکي به د يمن دالقاعده لخوا او د ابراهيم الاسيری نامتو بم جوړونکي په لاس جوړ شوي وي، چې د سعودي عربستان تبعه دی.
ښايي په يمن کې د امريکا د سفارت د تړولو يو لامل همدا وي، چې د بريد په هکله دوی ته خبر رسيدلی و.