
- د اوکرايين په ختیځ کې په يوه کارخانه کې، د امونيک د بهرکيدو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپي شوي.
- په سويلي افريقا کې دولت داسې يوه طرح جوړه کړې، چې په سلو ورځو کې ۶ زره ارزان بيه کورونه اباد کړي.
- د سوريې پلازمېنې دمشق سره څېرمه په يوه موټر کې د چاودنې په پايله کې ۱۰تنه وژل شوي او ۵۶نور ټپيان شوي.
- د يمن چارواکي وايي، چې امنيتي ځواکونو د القاعده هغه هڅه شنډه کړې، چې غوښتل يې د هېواد په سويل کې يو شمېر ښارونه او بندرونه، چې په کې بهرنيان دندې لري ونيسي.
- د سوريې سرحد سره د ترکي ځواکونو او د سون موادو د قاچاقوړونکو تر منځ په نښته کې، ۱۸تنه ترکي پوځيان ټپي شوي دي.