
د عراق امنيتي او د عامې روغتيا سرچينې وايي، چې د سه شنبې ورځې په چاودنو کې د وژل شوو شمېر ۲۵ تنه او ۶۰ تنه هم ټپيان شوي دي.
عراق په دې وروستيو کې د ډیرو خونړيو چاودنو شاهد و، يوازې د جولای په مياشت کې په دغه هېواد کې نږدې زر کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.