
د ((نيويارک ټايمز)) ورځپاڼې په يوه رېپوټ کې په ډاګه کړې، چې د القاعده د مشر ايمن الظواهری او په يمن کې د القاعده د ډلې مشر ناصر الحبيشي تر منځ تيلفوني خبرو د دې لامل و، چې په منځني ختيځ او افريقا کې د امريکا ۱۹ سفارتونه وتړل شي.
د رېپوټ له مخې، الظواهري الجيشي ته سپارښتنه کړې وه، چې په سيمه کې د امريکا د ګټو پر ضد د يکشنبې په ورځ يو بريد تر سره کړي.
د امريکا د امنيتي رېپوټ پر بنسټ، بريتانيا او فرانسې هم د اګسټ میاشتې تر لسمې نېټې پورې په يمن کې خپل سفارتونه تړلي دي.
ځينې شنونکي په دې باور دي، چې په پاکستان، عراق او ليبيا کې د القاعده د بنديانو تېښته د سفارتونو د تړلو سبب شو.