بلوچ بيلتون غوښتونکو ۱۴ پاکستانيان وژلي

 د بلوچ بيلتون غوښتونکو وسلوالو، د بلوچستان د بولان ښارګوټي په يو بس تم ځای کې درې سرويس موټر ودرولي او ۲۲ تنه مساپر يې له ځان سره بيولي.
د دغو مساپرو نه د ۱۴ تنو مړي وروسته د يوه سرک پر غاړه موندل شوي دي.
د بولان د پوليسو قوماندانۍ مرستيال کاشف بلوچ رويټرز خبري رسنۍ ته ويلي، چې دغه مساپر د رخصتۍ د تيرولو لپاره پنجاب ته روان وو، چې (( د بلوچستان د ازدي غوښتونکي پوځ)) لخوا نيول شوي او له ځانه سره يې وړي.
(( د بلوچستان د ازدي غوښتونکي پوځ)) وياند ميرک بلوچ د خبر پخلی کړی او رويټرز ته يې ويلي، چې وژل شوي کسان د پاکستان په استخباراتو او امنيتي ارګانونو پورې اړوند کسان وو او پاتې کسان يې ازاد کړي دي.
د پاکستان امنيتي سرچينې بیا وايی، چې يوازې دوه تنه يې په دوی پورې اړوند وو.
(( د بلوچستان د ازدي غوښتونکي پوځ)) يو له هغو دريو وسلوالو ډلو څخه دی، چې د بلوچستان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي.
\"\"