د خوست ميډياسنټرلخوا د مباركۍ پيغام

 ۷۸۶
د نېکمرغه کوچني اختر
د رارسېدو په مناسبت د مباركۍپيغام
 
د اختر د رارسيدو په مناسبت د  ټول مسلمان امت، افغان مسلمان ملت اوپه ځانګړې توګه د خوست شريف او مسلمان  ولس ته د زړه له تله مبارکۍ وړاندې كوو، خداى پاک ج دې د ټولو روژې، عبادتونه، صدقې، خيراتونه او دعاګانې قبولې اولوى څښتن تعالى دې موږ ټولو ته لوى آجرونه اوثوابونه په برخه کړي.
ګرانو خوست والو:
راځئ چې په اسلامي اوملي مسووليت سره د روانو بدمرغيو او بې عدالتيوپه مخنيوي کې سره يوه خوله  شو او د اداري فساد، كليوالي شخړو، ناروا کړنو، د ټولنيز فساد او نفاق پرضد د قلم او مايكروفون له لارې مبارزه وکړو او له ټولو ناروا او بدو کړنوڅخه خپل ځان او ولس وساتو او د هيڅ ناروا ترتاثير لاندې رانه شو بلکې په خپله خاوره کې د يوپاک، بااحساسه، مسوول، سرلوړي او ځيرک ولس په توګه ژوند وکړو، او د اسلام په اصولو كې د خپلې ځلانده او نيکمرغه راتلونکې په روښانه لار روان شوو.
په اخر كې: د خوست شريف او متدين ولس ته  د  زړه له کومې د كوچني اخترمبارکۍ وړاندې کوو، او له لوى خداى څخه غواړو چې دغه اختر زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې دامن، ثبات، پرمختګ، اسلامي ورورولى، ملي يووالي او د هېواد جوړونې پيل شي او خداى(ج) دې وکړي چې دا اختر په ټوله اسلامي نړۍ کې په خوښۍ او خوشالۍ سره تېر شي.
په درناوي
محمدرسول عادل
د خوست ميډياسنټرمشر.