
په لغمان کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان حلیم یو سرګروپ د خپلو څلورو تنو ملګرو په ملتیا د دې ولایت د سولې له بهیر سره یو ځای شو بل لور ته د ملي امینت کارکوونکو یو تن چې په موټر سایکل کې یې ماین ځای پر ځای کړی او غوښتل یې چې د ښار دننه چاودنه ورکړي هم نیولی دی.
قوماندان ضیاالحق چې په الینګار دره کې یې د وسلوالو طالبانو د په نښه شوي قوماندان حلیم تر مشرۍ لاندې ورانکاري فعالیتونه تر سره کول د لغمان د امنیه قوماندانۍ په هلو ځلو له جنګه لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
ضیاالحق او ملګرو یې د الینګار ولسوالۍ په ساو، کلمان، نورلام صیب، سنګره او ګل ارام سیمو کې ترورستي فعالیتونه تر سره کول او په افغان امنیتي ځواکونو به یې وخت نا وخت غلچکي بریدونه کول چې له امنیه قوماندانۍ سره تر خبرو اترو وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې تسلیم او خپله وسله یې پر ځمکه کېښوده.
د غونډې پیل کې امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شیرزاد په خپلو لاسته راوړنو، د نورو افغان امنیتي ځواکونو سره په ښې همغږۍ او د امنیتي کمربند په پراخېدو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې څومره امنیتي کمربند پراخیږي په هماغه اندازه مخالف وسلوال هم دې ته اړ کیږي چې خپلې وسلې په ځمکه کیږدي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
وروسته د سولې د ولایتي کمیټې رئیس حاجي محمد عمر د یادې کمیټې سره د ملي پولیسو له همکاریو مننه وکړه او د سولې بهیر سره د یو ځای شویو کسانو لپاره د یوې ښې راتلونکې د هیله مندۍ ترڅنګ ژمن شو چې د سولې ولایتي کمیټه به له یادو کسانو سره د خپلو مرستو په چوکاټ کې له دوی څخه هیڅ هم دریغ نه کړي.
ورپسې د تسلیم شویو وسلوالو په استازولئ قوماندان ضیاالحق خبرې وکړې او زیاته یې کړه دوی غولیدلی ول چې د پردیو په اشارو یې خپل پل پلچک، کلینیکونه او ښوونځي ورانول او د خپلو ورورنو افغان امنیتي ځواکونو سره جنګیدل. دوی وویل اوس په دې پوه شول چې په غلطه دي نو ځکه د سولې د پروسې سره د یو ځای کیدو هوډ یې وکړ.
په اخر کې لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د سولې پروګرام سره یو ځای شویو کسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه چې دغو کسانو د روژې په دې مبارکه میاشت کې یو نیک ګام پورته کړی. ډاکتر مجددي وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو په خوښه نه بلکې د پردیو استخباراتي جګړه ده چې د هغوی په ګټو څرخي ولې قربانیان یې افغانان دي.هغه د اختر د رارسیدو په مناسبت یو ځل بیا په ټولو وسلوالو غږ وکړ چې له جنګه دې لاس په سر شي او لکه د دوی په شان دې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د یادونې ده هغه کسان چې د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي د قوماندان لپاره یې د یوه کال لپاره د میاشتې ۱۳۰۰۰ زره افغانۍ او د نفرو لپاره یې د میاشتې ۸۰۰۰ زره افغانۍ تنخوا ورکول کیږي او د دې ترڅنګ د بیلا بیلو مسلکونو زده کړو ته هم ور پیژندل کیږي تر څو په راتلونکي کې وکولی شي په خپله د خپل ژوند چارې مخته یوسي.