دننګرهار د والی ګل اغا شیرزی او د امنیی قومندان

 دننګرهار د والی ګل اغا شیرزی او د امنیی قومندان د بی کفایتۍ او ګوښه کیدو قانونی دلایل:
۱ - دننګرهار چارواکی وایی چی په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې زموږ ۲۲ تنه دهیواد پولیس شهیدان شول، ولی د ننګرهار ولایتی شورای غړی وایی چی په دی پیښه کی ۴۲ تنه ځوانان شهیدان شوی ...ننګرهار چارواکی ارقام پټوی.... ددی پیښی په اړه باید والی او د ننګرهار امنیی قومندانی څارنوالۍ ته ځواب ووایی .
۲ - د ننګرهار په هغه ځانمرګې برید کې ۸ تنه ګلالی ماشومان شهیدان شول والی ګل اغا شیرزی او امنیی قومندان د بی پروایی له امله باید له دوی نه پوښتنه وشی.
۳ - په بټی کوټ ولسوالۍ کې د سړی تښتونو او طالبانو فعالیتونه زیات شوی، ملی سوداګر تښتول کیږی او د ولایت چارواکی تر اوسه په دی اړه جدی اقدام نه دی کړی.
۴ - په چپرهار ولسوالۍ کې هر اونۍ یو قومی مشر او نور عام ملکی وګړی د نامعلومو وسله والو لخوا په شهادت رسیږی .
۵ - په جلال اباد ښار کې زور واکی او ټوپک سالاران له سوداګرو په زوره پیسې اخلی. د ولایت چارواکی هم ورسره لاس لری.
۶ - د اداری فساد او د بی کفایته چارواکو تله درنه ده.
۷ - د شینوار ولسوالی یو شمیر سیمې د بهرنیو طالبانو په پټنځایونو بدل شوی.
۸ - دمخدره موادو او ناقانونه وسلو د اخستلو او خرصولو بازار ګرم دی.
۹ - دولتی بریښنا پر خلګو د شخصی بریښنا په نوم پلورل کیږی.
۱۰ - د ننګرهار ټولې دروازی د موټرو اډې او نور بازارونه مافیایی کړیو په ولکه کې دی.
۱۱ - نن هم په ننګرهار کی پرلاپسی ډول چاودنی رامنځ ته کیږی. حامد کرزی دی اوس خپل سیاسی موخی نه پالۍ او دغه غل او بی کفایته والی دی له دندې ګوښه او عدلیی اورګانونو ته معرفی کړی تیار په څارنوالۍ او اداری فساد ضد ادارو کې د غلاوو دوسیی لری.
۱۲ - په ننګرهار کی قومی شخړی رامنځ ته کول لکه [دشینوارو خپل منځی قومی جګړه ،دمومندو دقومونو ترمنځ نفاق ، دخوګیاڼیو دقومی مشرانو ترمنځ اختلافات چی نتیجه یی دخوګیاڼیو بدامنی ده.
۱۳ - دننګرهار ولایتی شورا په دوه برخو تقسیمول ترڅو خپل واک ته ادامه ورکړی ، دننګرهار دولسی جرګی وکیلان په خپلو منځونو کی په اختلاف راستول او ځنی وکیلان دخپلو ګټو لپاره استعمالول .
۱۴: دښاروالی هغه عواید چی دبازسازی په نامه راټولیږی په خپله نفه استعمالول.
۱۵ : دافغانستان ځمکنی حریم ددی وخت کی تر اغیزی لاندی راغی او په څو کیلو مترو کی مو خپله خاوره دلاسه ورکړه ( ګوشته )
۱۶ : دننګرهار سیاسی کورنی په خپلو کی دسیاسی دښمنی پر ځای په شخصی دښمنی اخته کړی .
۱۶ : قومی جوړښت لمنځه لاړ.
۱۷: دسولی کور دتاوتریخوالی په کور بدل شو.
۱۸: دننګرهار دخلکو هغه تاریخی کلتور او مذهبی روایات ولسی عنعنات تر پوښتنی لاندی راغلل لکه [ بی مورده موسیقی او دځوانانوګډا ګانی ،دجرګواو دمرکو ځای په شخصی میله ځایونو بدلول [قصر ] ، سیاست لوفرو اشخاصو او دده په لاس جوړ شوو تش په نامه ملی سوداګرو ته انتقالول .
۱۹- د دولت مامورین که چیرته د خپل وظیفی په اجرا کی غفلت وکړی نو تر پوښتنو لاندی راځی او که غفلت یی دورند وی نو څارنوالی ته معرفی کیږی او مجازات کیږی.
۲۰ - د ننګرهار امنیی قومندان د جنراتورونو قرارداد، د سفتیک څاګانو قرارداد او نورو مهم قراردادونه هغه چاته ورکړی چی نوموړی ته هم ګټه ورسیږی.
۲۱ - د پولیسو په تقررۍ یا موافقی په ورکولو پیسی اخستل ، د پولیسو له خوراک او څښاک له پیسو څخه ځان ته وهنه ، د پاسپورټونو ناقانونه ویش، ناوخته دفتر ته راتلل ، دښار له شراب پلورونکو څخه د پیسو اخستل ، د حوزو له امرینو څخه د پیسو اخستل دا هغه موارد دی چی د ننګرهار د امنیی قومندان په اړه خلګ وایی .
۲۲ - د کورنیو چارو له محترم وزیر څخه جدی غواړو چی په لومړی اقدام د شهید شویو پولیسو په مسله کې د بی غوری له امله د ننګرهار امنیی قومندان له دندی ګوښه او څارانوالی ته معرفی شی که په نوره نړۍ کی یو کس ووژل شی وزیر ځواب ویونکی دی .
اوس تاسې فکروکړئ چی دغه دلایل د یو بی کفایته شخص د لری کیدو لپاره کافی نه دی.