ننګرهار بيا په وينو کې ولمبېد

 
لږ ساعت وړاندې د جلال آباد ښار له ګڼه ګوڼې ډکې سيمه ( د تلاشۍ چوک) کې درنه چاودنه وشوه. په چاودنه  کې د پوليسو يو رېنجر موټر له منځه تللی او د ماشومانو مړي هم ليدل شوي دي. څرنګه چې سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند ده، تر اوسه د پېښې دقيق جزئيات نه دي څرګند.
که څه هم تېره ورځ د طالبانو مشر ملاعمر په يوه اعلاميه کې له خپلو پلويانو غوښتي وو، چې د ملکي وګړو له ژوند  سره احتياط وکړي، خو له  دې پېښې څخه  څرګندېږي چې يا خو نور طالبان د ملاعمر سپارښتنو ته ارزښت نه ورکوي او يا خو هم هغه عام او بې وسلې خلک چې د  افغانستان پر خاوره ژوند  کوي، د ملکي وګړو په تعريف کې نه راځي.