
د طالبانو لخوا په راليږل شويورېپوټونو کې، د هلمند په څو سيمو کې د بريدونو او نښتو خبر ورکړل شوی.
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي وايي، چې دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې د پولیسو رینجرموټردماین ښکارشو. نوموړي زياته کړه: چاودنه پرون ماسپښین 3 نیمي بجې دیادې ولسوالۍ اړونددترخه ناورد حاجي حیدر د اډې په سیمه کې د پولیسو په رینجرموټردخښ شوي ماین په مټ رامنځ ته شوه، دچاودنې له امله رینجرپه بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره څلورتنه پولیس ځای په ځای ووژل شول اویوبل سخت ژوبل شو.
په يو بل خبر کې ويل شوي، چې دهلمندولایت په موسی کلاولسوالۍ کې د پولیسو موټرسایکل باندې، پرون سهار شاوخوا لس بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دیخي کارخاني سره د پولیسو په موټرسایکل چاودنه وشوه چې له امله یې موټرسایکل په بشپړه توګه ویجاړاو ورباندې سپاره دوه تنه پولیس ځای په ځای ووژل شول.
همداراز دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې د پر يوه ټانک دماین چاودنې ادعا شوې.
طالبان وايي، چې د اردویوټانک بیګاه شپه شاوخوالس بجې دیادې ولسوالۍ اړوند دڅاروان کلاداسټیشن په سیمه کې دځای په ځای شوي ماین ښکارشو،په پېښه کې ټانک په بشپړه توګه تخریب اوداورپه لمبوکې لولپه شو پکې سپاره عسکرچې شمیریې پنځه تنه ته رسیده ووژل شول.