
نن د جاپان په هېروشيما ښار کې په لسګونو زرو جاپانیانو، د دويمې
نړيوالې جګړې ژونديو شاهدانو، د قرباينانو خپلوانو او يو زيات شمېر دولتي
چارواکو د جاپان پر وخت د سهار په ۸:۱۵ بجو د چوپتيا په
غوره کولو سره د اتومي بم د چاودنې ياد
تازه کړ. ۶۸ کاله وړاندې په همدې ورځ او
همدې ساعت يوې (بي ۲۹) امريکايي الوتکې د جاپان پر هېروشيما ښار لومړنی اتومي بم
وغورځاوه، چې له امله يې شاوخوا ۱۴۰ زره کسان
ووژل شول. درې ورځې وروسته د ناګاساکي پر ښار هم اتومي بم وغورځول شو.
امريکا استدلال کوي، چې د اتومي بمبارۍ له امله جګړه رالنډه شوه او د ميليونونو
کسانو ژوند وژغورل شو، خو زياتره جاپانيان
د تېرې غميزې له امله اوس د هر ډول اتومي انرژۍ (جګړه ييزه او سوله ييزه) له
کارونې سره مخالفت کوي. د يادونې
وړ ده چې تېر کال د هېروشيما د اتومي بمبارۍ نمانځنې ته د امريکې د هغه وخت
د ولسمشر (هاري ترومن) لمسی (کلېفټن ترومن) هم راغلی و.