د روسيې او پاکستان  پوځي مشرانو د افغانستان  په اړه خبرې وکړې


 
پرون د پاکستان لوی درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني په راولپنډۍ کې له خپل روسي سيال (جنرال ولاديمير چېرکين)  سره د افغانستان  د حالاتو  او په ځانګړې توګه تر ۲۰۱۴ کال وروسته  د ناټو ځواکونو پر وتلو خبرې وکړې. دواړو لوريو ټينګار وکړ چې امريکا بايد  د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه يوه دقيقه لارنقشه وړاندې کړي. دېپلوماتيکې سرچينې وايي، چې روسيه د امريکايي ځواکونو  تر وتلو  وروسته په افغانستان  کې دکورنۍ جګړې له  پيل څخه په اندېښنه کې دی چې له امله به  يې ښايي ترهګرې ډلې د روسيې پولې وګواښي. بل خوا دواړه  هېوادونه په افغانستان کې د امريکې له پوځي اډو سره مخالف دي.
پاکستان او روسيه په اتيايمو کلونو کې د يو بل دښمنان  وو، خو په وروستيو وختو کې د ګډو اندېښنو له کبله يې په اړيکو کې ښه  والی راغلی دی.