
اسوشيټېډ پرېس د
يو شمېر افغان چارواکو له خولې خبر ورکوي، چې د افغان دولت يو شمېر استازو له طالبانو سره پټې خبرې کړي او هڅه يې کړې چې په
دوحه کې د طالبانو د دفتر پرانيستو ته لاره
پرانيزي. حبيب الله فوځي چې د طالبانو له
مشرانو څخه و او اوس د کرزي د سولې د عالي شورا غړی دی، ويلي چې د شورا يو
شمېر غړو په انفرادي توګه له طالبانو سره کتلي دي. ده همداراز ويلي چې د حج د عمرې
پر مهال په سعودي عربستان کې د سولې شورا
د غړو او طالبانو تر منځ
ورته خبرې شوې دي. د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي هم
منلې ده، چې يو شمېر چارواکي له طالبانوسره په اړيکه کې دي. د ورځپاڼې په وينا تېره اونۍ د امريکې د
بهرنيو چارو وزير جان کېري هم پاکستان ته د خپل سفر پر مهال پر پاکستان فشار
راوړ چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.
د طالبانو، امريکې
او افغان حکومت تر منځ د سولې رسمي خبرې تر هغه وروسته شنډې شوې، چې طالبان په
دوحه کې د خپل دفتر له پاسه د بيرغ او لوحې په
کښته کولو اړ شول.