سخته ورځ

 د یوولسم سپټمبر د پیښې څخه وروسته امریکایانو هڅه کوله چې ددې پیښو متهم اسامه بن لادن  ژوندی او یا هم مړ ومومي. د بوش له ادارې څخه اسامه بن لادن په تورې بوړې کې خطا شو. د بوش ادارې د وخت د دفاع وزیر ډونالډ رمز فیلډ یو ځلې په خبري کنفرانس کې صراحتاً وویل< چې ښځه یې د اسامه بن لادن د نه نیولو له کبله ده ته تل پیغور ورکوي.
له یوې خوا که اسامه بن لادن د امریکایانو مدعي و خو له بلې خوا یې دوی ته د سروزرو د مرغۍ حیثیت هم خپل کړی و.
امریکا دده موندل بهانه کړل او خپل ځواکونه یې پسې افغانستان ته ولیږل څو په دغه لیرې پراته هیواد کې د روسیې، چین او مخ پر وده هندوستان پر وړاندې جبهه ونیسي. کله چې بوش او جان کېري د یو بل په مقابل کې د ټولټاکنو لپاره ودریدل، د اسامه بن لادن هغه پیغام چې امریکایانو ته یې اخطار ورکړی و، د دې سبب شو، چې کېري د بوش په مقابل کې پاتې راشي. په دغه پیغام کې اسامه بن لادن په امریکایانو غږ کړی و، چې که چیرې په فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو کې له خپلو کړنو لاس په سر نشي نو القاعده به پر امریکایي اهدافو خپل بريدونه لاپسې سخت کړي. بوش دغه خبره د خپل کمپاین لپاره سرلیک کړه او په افغانستان کې یې خپلې جګړې ته یو ځل بیا توجیه ومونده.
بوش د خپلې واکمنۍ په دویمه دوره کې هم په دې ونه توانیده چې اسامه بن لادن ونیسي. دغه د سرو زرو فرصت د اوباما په نصیب شو. کله چې اوباما په خپلې لومړنۍ دورې کې هغه ژمنې چې د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال یې له امریکایي ملت سره کړې وې پوره نکړای شوې، په دې هڅه کې شو چې د خپلې دویمې دورې د ګټلو لپاره امریکایانو ته نغده لاسته راوړنه وړاندې کړي. هماغه و، چې امریکایي استخبارات په دې وتوانیدل، چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن په نږدې ملګرو پسې پل واخلي او ويې مومي.
امریکایي ځواکونو اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ز د می په دویمه د پاکستان په ایبټ آباد کې يوې پوځي اکاډمۍ ته څېرمه وواژه. دده وژنه ددې لامل شوه چې اوباما د دویم ځل لپاره په ټاکنو کې د میت رامني پر وړاندې ګټونکی شي.
اسامه په ژوند او مرګ دواړو کې د امریکایي ولسمشرانو په ګټه تمام شو. دا چې د اسامه بن لادن وژنه څومره حقیقي او څومره مجازي ده، تر دې دمه بیلابیل کتابونه لیکل شویدي او خبرې پرې شوې دي.
ددې کتاب لیکوال، چې مستعار نوم یې مارک اون دی، د ایبټ آباد د عملیاتو پرمهال د یوې ډلې مشري پر غاړه لرله. دی لیکي چې د اسامه بن لادن په اړه ټول خپاره شوي اسناد، مستند فلمونه له حقایقو څخه لری دي. دی په دی توګه غواړي چې خپل مالومات او لیکلي تفصیلات د کره شواهدو او مالوماتو په توګه وړاندې کړي.
د کتاب په مالوماتو کې به تاسو په دې هم خبر شئ، چې امریکایي استخباراتو څو ځلې په اسامه بن لادن پسې پل اخیستی دی خو ناکام شوي دي او مالومات یې غلط ختلي دي. په دې به هم پوی شئ چې د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د ځانګړو نښتو د پراختیا ډله چې SEAL’s/DEVGRU هم بلل کیږي څنګه را منځ ته شوه او کوم ډول او څنګه عملیات ترسره کوي.
کتاب د امریکا د پوځي کلتور په اړه هم له ځان سره مالومات لري، چې مهمه ده خلک پرې پوی شي. تاسو به د کتاب د مطالعې پرمهال په دې هم پوه شئ چې امریکایي پوځيان څومره په خپلو سیاسي مشرانو بدګومانه دي او څنګه هغوی جګړې پخپله خوښه او د خپل سیاسي ګوند د بریا په موخه رامنځ ته کوي.
دا مهم  کتاب چې د افغانستان د اوسنۍ غميزې د يوه مهم لوبغاړي د ژوند د پای شېبې انځوروي، د استاد سمېع اېلم له خوا په روانه اوخوږه پښتو ژباړل شوی او د افغان  ملي غورځنګ تر چتر لاندې د (زرملوال د تاليف او ژباړې بنسټ) يې تاسو ته په چاپي بڼه وړاندې کوي. موږ له قدرمن اېلم صيب څخه د دغه مهم  کتاب د  ژباړې له کبله د زړه له کومې مننه کوو او تاسو ته يې د لوستو بلنه درکوو.
په ډېر درنښت
د افغان ملي غورځنګ فرهنګي څانګه