د بصير سالنګي له خوا وهل شوي خبريال د مصوونيت غوښتنه  وکړه

د نصرت الله  اقبال په نامه خبريال چې د بخدي آژانس لپاره يې کار کاوه، د يوه ليک په ترڅ کې د کورنيو چارو له وزارت سره د  خپل امنيت اوخونديتوب اندېښنې شريکې کړي او له دغه وزارت څخه يې د ځان اوکورنۍ لپاره د خونديتوب غوښتنه کړې ده. نصرت الله اقبال چې تېره اونۍ په کابل کې د پروان د  والي بصير سالنګي له خوا سخت وهل شوی، وايي چې په فېسبوک کې د ده دويډيو تر خپرېدو وروسته سالنګي ډېر په غوسه دی او دی وېرېږي چې ښايي کوم زيان ورته ورسوي. دی وايي، چې د يوه خبريال په  توګه د دغو زورواکو له زوره خبر دی او د ځان د مصوونيت په اړه اندېښنه ورسره ده.
نصرت الله اقبال په  پروان  کې د اداري فساد په اړه يو شمېر راپورونه خپاره کړي وو، چې له امله يې تېره اونۍ د کابل په سېرينا هوټل کې د بصير سالنګي له خوا سخت ووهل شو.