افغانستان او ايران  د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ

\"Iran,
پرون شپه د افغانستان د ملي امنيت شورا رييس رنګين دادفر سپنتا او د ايران د  ملي امنيت شورا رييس سعيد  جليلي په تهران  کې د افغانستان  او  ايران  تر منځ د  ستراتيژيکو همکاريو تړون  لاسليک  کړ. جليلي د تړون د لاسليک  کولو پر مهال وويل، چې د دې تړون لاسليک کېدل د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو ډېر ځلانده ګام دی. تر اوسه د دغه تړون جزئيات نه دي څرګند، خو پرون د ولسمشر کرزي او ولسمشر حسن  روحاني د کتنې پر مهال روحاني وويل، چې درې فارسي ژبي هېوادونه (ايران، افغانستان او تاجېکستان) بايد خپلمنځي اړيکي ډېرې پراخې او پياوړې کړي.
د يادونې ده چې ولسمشر کرزی د يوه پلاوي په ملتيا تهران ته د حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون  لپاره ايران ته تللی دی.