
د ولس مشرحامركرزي د درې دېرشم نمبر فرمان پراساس د خوست محبس نه لس تنه سياسي بنديان خوشي او اولس نورو ته د بنده موده كمه شوه، د محبس مسوولين وايي دغه فرمان چې د اختر د خوشاليو او د سولې د تقويت په موخه صادرشوى، د خوست يوشمېربنديان پكې راغلل چې لس تنه يې خوشي شول.
په همدې موخه د خوست په محبس كې د جوړو مراسمو پرمهال د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وويل چې د ولس مشر د درې دېرشم نمبر فرمان د عملي كولو لپاره يې يو كميسيون جوړ او په دغه فرمان كې د قانون پراساس يوشمېر بنديان راغلل چې لس يې خوشي او ځنيو نورو ته د بند موده كمه كړى شوه.
له زندان د ازادو شويوكسانو په استازيتوب دوو كسانو چې له يو، يو كال يې ډېره بنديخانه تېره كړې، وويل چې د فرمان له صادريدو ځكه خوشال دي چې اخترته خپلو كورنو ته روان دي.
د ياده ولوده چې دمګړۍد خوست په مركزي بندخانه كې څه كم پنځه سوه كسان د بندشپې او ورځې تېروي، چې له دې ډلې يې درې سوه يولس تنه په سياسي او پاتې نوريې په جنايي جرمونو نيول شوي دي.