
د ملي امنيت د رياست چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې يې په کندهار او کابل کې دوه ترهګرې ډلې نيولي دي.
د ملي امنيت د رياست وياند شفيق الله طاهري، تيره ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې د يکشنبې په ورځ په حقاني ډله پورې تړلي وسلوال ترهګر او ځانمرګي، د کابل په چهلستون کې نيول شوي او دوه تنه يې هغه مهال ټپيان شول، چې د نيول کيدو پر مهال يې مقاومت وکړ.
د نوموړي وياند په وينا، دغو کسانو پتيلې وه، چې پر ولسي جرګه، ماليې وزارت، د امنيت رياست او سرينا هوټل باندې بريدونه وکړي.
طاهري همداراز په کندهار کې د يوې لس کسيزې وسلوالې ډلې د نيول خبر هم ورکړی؛ د ده په وينا، چې غوښتل يې د کندهار پر هوايي ډګر او ولايت مقام باندې بريدونه تر سر کړي.