
د \" انډپېنډنټ \" خبري رسنۍ يو داسې رېپوټ خپور کړی، چې په هغه کې ويل شوي، چې امريکا د طالب پلوه شرکتونو سره د ۱۵۰ ميليونه ډالرو تړونونه لاسليک کړي.
د رېپوټ پر بنسټ، امريکا په تيرو ۵ کلونو کې، له ۴۳ داسې شرکتونو سره، چې د طالبانو نه حمايت کوي، د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت تړونونه کړي.
د افغانستان د بيارغاونې د تحقيق په برخه کې (( سيګار)) شرکت مدير \"جان اف سوبکر\" ويلي، چې دغه شرکت په مستقيمه او يا غيرمستقيمه توګه، له ۲۰۰۸ ز کال راهيسې، د ۱۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت خپل تړونونه هغه شرکتونه ته اختصاص کړي، چې د افغانستان د وسلوالو او ترهګريزو ډلو په سمبالولو کې مشهور دي.
رېپوټ زياتوي، چې جنرال جيمز مارتين د امريکا د پوځ پخوانی جنرال او د سيګار شرکت مسوول خبرداری ورکړی، چې امريکا د مطلوبو تدابيرو په سرته رسولو کې ناکامه شوې.