د روسيې په سويل کې بمي چاودنې ۱۰ تنه ټپيان کړل

تير مازديګر د روسيې په سويل داغستان جمهوريت کې، په يوه مغازه کې چاودنه شوې او لس تنه د دوو ساتونکو په شمول په کې ټپيان شوي.
د انټرفاکس خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، دغه چاودنه د هغه بم له امله رامنځته شوې، چې د ترهګرو لخوا د داغستان په مرکز مخاچ کلا کې په يوه مغازه کې اېښودل شوی و. رېپوټ زياتوي، چې تر چاودنې وروسته دغه ترهګر په تېښته بريالي شوي، خو د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې، په همدې ورځ سهار په مخاچ کلا کې يو روحاني شخصيت الياس الياسوف هم ترور شوی دی.