د حامد کرزي او حسن روحاني تر منځ ليدنه وشوه.

د افغانستان جمهور رييس حامد کرزی، د ايران په لور د یوه پلاوي په مشرۍ تر رسيدو ورووسته، تير مازديګر د حسن روحاني سره ليدنه هم درلوده.
د ايراني دولتي رسنيو د رېپوټ له مخې، نوي ټاکل شوي جمهور رييس حسن روحاني په دغه ليدنه کې وویل، چې ايران او افغانستان ډير ګډ سوابق مشترکات او ظرفيتونه لري اود دوه اړخيزو اړيکو د ژورولو په لاره کې ورنه کار واخلي.
نوموړي د ايران د پاليسۍ مطابق د خپلو اخلافو خبرې تکرار کړې او زياته يې کړه: درې پارسي ژبې هېوادونه (!) ايران، افغانستان او تاجکستان د پخوا په پرتله کولی شي خپلو اړيکو ته نوره هم پراختيا ورکړي. د ده په وينا د دې اړتيا ده، چې په راتلونکې زياتې ليدنې او ناستې تر سره شي.
جمهور رييس حامد کرزي، روحاني ته د ټاکل کيدو مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د ده ټاکنه د ايران د پرمختګ اوپراختيا لپاره زمينه برابره کړي.
کرزي همداراز له افغانستان نه د ايران د حمايت او ننګې نه مننه وکړه او وویل، چې ايران د افغانستان د مسايل په درک سره تل يې افغانستان ته خپله غيږه پرانيستې ده.
حامد کرزی د يوه پلاوي په مشرۍ، تيره ورځ ايران ته ورسيد، تر څو په دغه هېواد کې د نوي ټاکل شوي جمهور رييس حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
په دغه پلاوي کې له کرزي سره د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د جمهور رييس د دفتر رييس عبدالکريم خرم او ايميل فیضي د جمهوري رياست وياند، هم مل دي.