
نن سهار ۸:۳۰ بجې په جلال اباد کې د سرک د غاړې يوه چاودنه شوې او ۱۶ تنه يې ټپيان کړي. د دغه چاودنې موخه د پوليسو يو تن چارواکی عبدالقیوم و، چې پر موټر يې چاودنه د رېموټ کنټرول پر مټ تر سره شوه او دی هم په کې ټپي شو.
په دغه پېښه کې زياتره ټپيان ملکي خلک دي او همداراز د نوموړي د کورنۍ غړي هم په کې شامل دي. تيره ورځ هم په جلال اباد کې يوه ناامنه ورځ وه او د هند پر کونسلګرۍ باندې ځانمرګی بريد وشو، چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.