له جنوبي کوریا څخه  .... دنړۍ نصراني کول

ژباړه : حماد
له جنوبي کوریا څخه .... دنړۍ نصراني کول
( المجتمع )
په افغانستان کې د جنوبي کوریا د 23 کوریانو تښتونې په کوریا کې پراخه اختلافات رامنځ ته کړی . چې ایا نور دې د اسلامي نړۍ نا ارامه سیمو ته عیسوي مبلغین واستول شي او کنه ؟ که څه هم دغو سیمو ته مبلغین د عیسویت دخپرولو لپاره په ډیر شوق او ولولو ورځي ؟
دغې پیښې دجنوبي کوریا حکومت اړ ویست چې دجمعې په 27- 7 ورځ خبر پاڼه صادره کړه خپل هېوادوال یې نور افغانستان ، عراق او صومال ته له ورتګ څخه منع کړي . او که کوم کوری دغه هېوادو ته د حکومت له اجازې پرته ورننوت سزا به ورکول کیږي .
په خبر پاڼه کې راغلي چې په دغو هېوادو کې استوګن کوریان دې زرتر زره دا هېوادونه پریږدي .
له بل پلوه ، د کاثولیک او پروتستانت سیمه ییزو کلیساوو ورځپاڼو له خپل هېواد څخه غوښتي چې اسلامي نړۍ ته د عیسوي مبلغینو داستونې پر تګلار دې یو ځل بیا له سره فکر وشي . د نړۍ په یو شمیر هېوادونو کې په زرګونو کوریايي عیسوي مبلغین شته د رویټرز له خولې دغه مبلغین د نړۍ په یو شمیر نا ارامه سیمو کې حضور لري .
( سایمول ) کلیسا خپل هغه 42 مبلغین چې په افغانستان کې په دنده بوخت وو بېرته خپل هېواد ته ورغوښتل .
طالبانو د پنجشنبې په ورځ ( 7- 19 ) دهغه 23 کوریانو د تښتونې مسولیت پر غاړه واخېست چې د کابل او کندهار پر لویه لار یې په غزني کې ونیول .
طالبانو د تیرو ورځو په اوږدو کې څو ځلې افغان حکومت ته د تښتول شوو کوریانو د خوشی کولو نېټه وغځوله او د خپلو بندي طالبانو د راخوشی کولو غوښتنه یې کوله که حکومت غوښتنې ونه مني دوی به دغه یرغمل ووژني ، طالبانو په ورځ چارشبنې ( 7- 24 ) د جنوبي کوریا د ډلې مشر وواژه .
همدارنګه په عراق کې هم دجنوبي کوریا 8 عیسوي مبلغین وتښتول شول ، چې وروسته بیا راپریښودل شول . په همدغه میاشت کې یو بل عیسوي مبلغ هم وتښتول شو خو له ده سره بخت یاري ونه کړه یرغمل نیونکو یې ژوند ته د پای ټکی کېښود . دغه مهال د جنوبي کوریا عیسوي کلیساوو د اسلامي نړۍپه اړه داسې څرګندونې وکړی : « اسلامي نړۍ د عیسویت له پاره نوی جبهه ده ، هلته باید کار وشي . تر څو مسلمانان له خپل دین څخه راوګرځي او عیسویان شي » .
افغاني چارواکو په 2006 ز کې د جنوبي کوریا 1200 عیسوي مبلغین له هېواده وویستل ، لامل یې دوی ته ورپېښ ګواښونه په ګوته کړل .
له 2004 ز څخه راوروسته په اسلامي نړۍ کې عیسویت ته دخلکو د رابللو په موخه د جنوبي کوریا هڅې څو ځلې زیاتې شوې .
له دې هر څه سربیره په جنوبي کوریا کې عیسویان د هېواد د نفوس څلورمه برخه تشکیلوي ، جنوبي کوریا له امریکا ( 46000) راوروسته په دوهم کتار کې راځي چې نورو هېوادو ته یې عیسوي مبلغین استولی . په اسیا ، افریقا او د منځنی ختیځ په 173 هېوادو کې دجنوبي کوریا 17000 عیسوي مبلغین لګیا دي عیسویت ته کار کوي . دغه ټول عیسوي مبلغین په دغو هېوادو کې د وړیا طبي مرستو او نورو انساني چارو تر پوښښ لاندې کار کوي . په هغه اسلامي هېوادو کې ، چې هلته عیسویت ته رابلل منع دی ، په زرګونو عیسوي مبلغینو پر داسې هڅو لاس پورې کړی ، چې څرنګه خلک عیسویت ته راوبولي .
د جنوبي کوریا د پروتستانت ( کنوري ) کلیسا په بهرکې تر ټولو زیاتې عیسوي ډلې لري له دغو یې یوه ستره د عراق په پلازمینه بغداد کې هم شته .
په جنوبي کوریا د عیسوي چارو د څیړنیز انسټیټوټ د یوه کارمن له خولې : « اسلامي نړۍ او دمنځنی ختیځ هېوادو ته د دیني ویزې تر لاسه کول له کړاوه ډک کار دی د جنوبي کوریا مبلغین ددې له پاره ، چې هلته ورشي د زده کړې او یا د کسب په نامه ویزې تر لاسه کوي تر څو دغه هېوادوته ورشي او هلته خلک عیسویت ته راوبولي .