حامد کرزی د يوه پلاوي په مشرۍ د ايران په لور وخوځيد.

 د افغانستان جمهور رييس حامد کرزی، نن سهار د ايران په لور د یوه پلاوي په مشرۍ روان شو، تر څو په دغه هېواد کې د نوي ټاکل شوي جمهور رييس حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
په دغه پلاوي کې له کرزي سره د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د جمهور رييس د دفتر رييس عبدالکريم خرم او ايميل فیضي د جمهوري رياست وياند، هم مل وو.
ټاکل شوي، چې د ملاحسن روحاني د لوړې مراسم به نن ورځ په پلازمېنه تهران کې تر سره شي، چې د ۵۵ هېوادنو استازي به په کې ګډون وکړي.
\"\"