د پرونيو سېلابونو له امله په  لسګونو کسان مړه شوي دي

 
پرون  د افغانستان  په بېلا بېلو ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان، نورستان، خوست، کاپيسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د درنو سېلابونو له امله په لسګونو کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتې دي. تر ټولو درانه تلفات د کابل په  سروبي ولسوالۍ کې اوښتي، چې شاوخوا ديارلس کلي يې نړولي او په لسګونو کسان مړه شوي دي. په خوست کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي دي. له نورو ولايتونو څخه د تلفاتو کره شمېر نه دی مالوم، خو په ننګرهار کې د ملي اردو ځواکونو په سلګونو کسان ژغورلي دي. ولسمشر کرزي هم ملي اردو ته سپارښتنه کړې ده چې د  خلکو د ژغورنې په چار کې مرسته وکړي.