موګابه د ۷ ځل لپاره د جمهور رييس په توګه اعلان شو.

 
د زيمباوې د ټاکنو د کميسيون لخوا، رابرټ موګابې د ۷ ځل لپاره د دغه هېواد د جمهور رييس په توګه اعلان شوی دی. په دغه ټاکنو کې نوموړي ۶۱ سلنه رايې ګټلي او د ده بل پياوړي سيال د دغه هېواد لومړي وزير مورګان چانګيرای ۳۴ سلنه رايې تر لاسه کړي دي.
موګابې اوس ۸۹ کلن دی او د دغه هېواد د خپلواکۍ د تر لاسه کولو راهيسې، چې ۳۳ کاله کيږي پر دغه هېواد واکمن دی.
 
د افريقايي اتحاديې د ناظرانو لخوا، دغه ټاکنې رڼې ښودل شوي، خو په هېواد کې دننه د ټاکنو د حاميانو ډله وايي، چې په ټاکنو کې درغلي شوې.