
د طالبانو لخوا په يوه راليږل شوي خبر کې ويل شوي، چې تير مازیګر دنیمروز ولایت دلارام ولسوالي دهرات کندهار پر لویه لاره دترافیک له غونډۍ سره د طالبانو لخوا دامریکایانو پر اکمالاتي کاروان یو منظم برید پیل شو، چې په یوساعت کې ۲۵ باروړنکي موټر، چې زیاته برخه یې کانټینران ول وسوځول، چې دلویې لارې تلونکو مسافرو يې ننداره کوله او ۶تنه موټر چلوونکي یې ووژل شول اودکاروان ساتونکو دتلفاتو په اړه چي په تیښته بریالي شول کره معلومات ندي تر لاسه شوي.
طالبان زياتوي، چې په یاده جګړه کې طالبان زیان نه لري او له جګړې بعد خپلو مرکزونو ته ستانه شول ۰