په ننګرهار کې د هند له قونسلګرۍ سره چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

نن سهار په ننګرهار کې د هند له قونسلګرۍ سره په  يوه موټر کې بمي چاودنه شوې ده، چې له امله  يې ۸ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه  ملکي وګړي ټپيان  شوي دي. د ننګرهار د امنيې قومندان  شريف الله امين وايي، چې  د ځانمرګي بريد  ګر اصلي موخه قونسلګري وه، خو موټر مخکې له مخکې وپېژندل شو او برید ګر اړ  شو چې تر قونسلګرۍ سل متره لري يوه جومات ته نږدې  چاودنه وکړي. د ده په وينا په چاودنه کې زياتره هغه ماشومان چې په جومات کې يې قران  پاک تلاوت کاوه ټپيان  شوي دي.