سنوډن ته د نوبل جايزې د ورکړې غوښتنه شوې.

 د سويډن د شاهي اکاډيمۍ يوه تن غړي، د نوبل د سولې جايزې کميټې ته په استول شوي ليک کې غوښتنه کړې، چې اېډوارډ سنوډن ته دې، په نړۍ کې د سولې د رامنځته کيدو او د امن راوستو د هلو ځلو په مقابل کې د نوبل جايزه ورکړل شي.
د روسيا اليوم رسنۍ د رېپوټ له مخې، د يادې اکاډمۍ غړي ستېفان السوالفورس، د سي ای اې پخواني کارکوونکي سنوډن لپاره، چې د امريکا د پټو جاسوسيو له  دسيسو يې پرده پورته کړه، د نوبل د سولې جايزه ورکړې غوښتنه کړې. د ده په وينا، نړۍ د سنوډن د زړورتيا په سبب له زيات امن نه برخمنه شوه.
د يوه بل خبر له مخې، د چين يوې ورځپاڼې هم د سنوډن لپاره همدا شان يوه غوښتنه کړې ده.
اسنودن