د خوست ولايت په بېلابېلوسيموكې سيلابونو اوه كسان مړه كړي

 د خوست ولايت په بېلابېلوسيموكې سيلابونو اوه كسان مړه كړي، او درنه مالي زيانونه يې هم اړولي دي. سيلابونو په صبريو، باك او متون كې څلورميرمنې او درې ماشومان مړه كړي او په خلبسات ښارګوټي او مندوزيو كې يې ګڼ شمېر دوكانونه وړي دي. اوس هم په خوست ښار او چاپېره سيمو كې باران وريږي، او تراوسه له نورو سميو حال نه دى ترلاسه شوى. نور حال له خوست نه د له جمعې ورځې مازديګر نه د خوست په مركز او ولسواليوكې تالانده باران پيل او تراوسه هم روان دى، كه څه هم كله كله باران كم شي خوبياهم په بېلابېلوسيمو كې درنه سيلابونه راوتلي دي، د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي چې تراوسه د اوو كسانو د مړه كيدو خبر وركړل شوى، د صبريوولسوالۍ د نورۍ كلي په خوړه كې اوه ميرمنې او ماشومان اوبو وړي چې څلوريې مړه شوي او درې نورايستل شوي دي او همدا راز د باك په سيمه كې هم درې او په متون كې يو تن په ورته ډول مړه شوي دي، په مړو كې څلور ميرمنې او درې ماشومان دي چې ټول يې د لرګيو ټولوپرمهال د شنبې ورځې په ګيځ وختي وړي دي، امنيې قوماندان وايي چې له سهاره يې د بندو كسانو د خلاصون هڅې روانې وې خو د وسايلو د نشتون له امله يې په خلاصولوبريالي نه شول.
په خوست كې له طبعي پېښوسره د مبارزې ريس انجنيراكبر وايي كه څه هم كره اندازه يې نه ده معلومه خوله بېلابېلوسيمود سختو مالي زيانونو د اوښـتو خبر وركړل شوى، د بېلګې په توګه د صبريو د خلبسات بازار يو شمېردوكانونه او په مندو زيو ولسوالۍ كې يې كرنيزې ځمكې وړي دي، ده زياته كړه چې د نورو زيانونو ويره ځكه شته چې اوس هم د خوست په غرونو او دښتوباران وريږي.