
د العربيه رسنۍ خبر ورکوي، چې په ترکيې کې يوې محکمې دوه تنه ايرانيان او يو ترکی، ايران ته د جاسوسۍ په تور په بند محکوم کړي دي.
د خبر پر بنسټ تورنو کسانو، د ترکيې پوځي اسرار د ايران پر حکومت پلورلي دي. محکمې يوه تن ايراني او ترک ته د ۱۵ کلونو قيد سزا اورولې او دوهم ايرانی په ۱۳ کاله بند باندې محکوم شوی.
د يوه بل خبر له مخې، درې ورځې وړاندې ۲۲ تنه د اذرباييجان اوسيدونکي هم په ترکيه کې د ترهګريزو بريدونو د طرحه کولو په تور نيول شوي او محاکمه شوي.