رسنۍ: په افغانستان کې د امريکا سفارت به وتړل شي


 د خبري رسنيو د رېپوټ له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په ډاګه کړې، چې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې به خپل سفارتونه وتړي.
د رويټررز د رېپوټ پر بنسټ د يکشنبې په ورځ به، په بغداد، کويټ، ليبيا او مصر کې، امريکا خپل سفارتونه بند کړي.
د سي بي اس خبري رسنۍ بيا رېپوټ ورکړی، چې د دغو هېوادونو تر څنګ به په افغانستان، اسراييل، بحرين، اردن، يمن او بنګلديش کې هم، امريکا خپل سفارتونه وتړي.
د دغو ټولو سفارتونو د تړلو په هکله د ګام اخستلو لامل، امنيتي ګواښونه بلل شوي، چې په دغه هېوادنو کې امريکايي ديپلوماتانو ته  متوجه دي.
د يادونې ده، چې په کابل کې د امريکا سفارت کې د اباديو چارې لا هم راونې دي او داسې نه ښکاري، چې دغه سفارت دې وتړل شي او يا کيدی شي، چې ديپلوماتيکه ګټه به له دغه سفارته نه اخستل کيږي خو د نورو موخو لپاره به وکارول شي.