
غواړمه څپه شم سمندر په سر اوچت لاړ شم
ظلم زیاتی ختم زورور په سر اوچت لاړ شم
خیال مې تو تکۍ غوندې اوبو باندې غوټې وکړي
خوند واخلي څپو نه د ګودر په سر اوچت لاړ شم
ظلم دنیا ورانه اود مینې دنیا جوړه کړم
سپر ورته سینه کړم د خنجر په سر اوچت لاړ شم
غواړم غیږه پرانیزم ډغرې ورسه ووهم
وکړمه ټکرې د ټکر په سر اوچت لاړ شم
وې مې سي له ځان سره ورمې وړي جانان لره
ورشمه دیدن ته د سپین غر په سر اوچت لاړ شم
مه وهه ظالمه دا غریب وجود مې مه وهه
اوښکې او سرې وینې د ځیګر په سر اوچت لاړ شم
ښکلی کشمالی یې په مشکي اوربل کې کیږدمه
واخلم ترې خوندونه د دلبر په سر اوچت لاړ شم
مات کړم اسارت او زنځیرونه په میړانه نور
لوړې ارادې شي د قمر په سر اوچت لاړ شم
پوه شم په راز د خپلې مینې د دلبر سره
ډکې شي مې سترګې د نظر په سر اوچت لاړ شم
ورانه د غلیم خونه ښه یې په وینو ولړم
سر یې په سرو وینو د بستر په سر اوچت لاړ شم
زه مطیع به اخلمه بدل د یتیمانو خپل
ما ده ملا تړلې د خطر په سر اوچت لاړ شم