د حرمينو هنداره ( ۵۰- ۶۴) برخې

درنو لوستونکو! څرنګه چې د حرمينو هنداره په لړۍ کې يو شمېر برخې سهواً پاتې شوي، دا دی له پنځوسمې نه تر ۶۴ برخې پورې يو ځل بيا خپروو.
په درنښت
د روهي وېب پاڼې اداره

دحرمينوهندار
دحج يونليک
پنڅوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
 
نهال اونفيسه
چهارشنبه يا دذوالحجې  په ٤مه مې مشر شيرزمان ته ټېليفون وکړ ويې ويل چې دحرم په دوهم پوړ کې طواف کوي زه هم ورغللم  ځاى مو نښه کړ،له موندلو وروسته زه هم ورسره په طواف کې ملګرى شوم، دهغه دوهم دور و له طواف وروسته د باب الصفا په برابرئ په دوهم پوړ کې کېناستو شېرزمان ،تکړه،ويښ او داسلامي نړۍ په درد دردمند،مجاهدمسلمان دى، سلفى ندى،    شعوري موحد دى خو خلک ورته سلفى وايي  ،هغه ملايان غندي چې په ختمونو،خيراتونو ،جنازو،دم او تعويذ متکي وي ، او د خوړين نوم  ورکوي، له طواف وروسته مو د اسلامي نړۍ پر ستونزو بحث پيل کړ، په همدې کې وو چې درې انجونې مو څنګ ته راغللې يوه پکې غنمرنګه چاغه (څوربه)مسته او ښکلې پېغله وه، زموږ څنګ ته ودرېده په خپل بلک بيري موبايل يې دبيت الله عکسونه واخستل کله چې زموږ ترڅنګ کېناستلې نو زما ژورنالستيک حس راوپارېد لومړى مې په سلام او ستړي مشي په خبرو راوستلې، دې پېغلې خپل مبايل راووېست اخستي عکسونه يې کتل ،اړول او را اړول، دموبايل مينوته ورغلله دومره ګړندى کار يې کاوه چې تابه ويل دامبايل همدې جوړ کړى دى همدلته  يې دعکسونو په ايډيټ پيل وکړ،ماترې هيله وکړه چې زما په کيمره زما او د شېرزمان عکسونه واخلي اوکعبه پکې رڼه راولي ،دستي راپاڅېده،کيمره يې واخستله دعکس مينو ته  ورغلله انځور (wev) يې ښه برابر کړ،بيايې له هر اړخه له کعبې سره زموږ څو عکسونه واخستل،ماورته وويل چې په خپل فون کې خپل اخستي عکسونه را وښيي سمدستي يې ټول واړول راواړول ترې  مې دځان راپېژندلو هيله وکړه،ويل يې چې نهال نومېږي او دسوډان د عبه ښار اوسېدونکې ده،يوه ملګرې يې نفيسه نومېده،هغه هم دهمدې وطنداره وه،دنفيسې معلومات  دافغانستان په اړه کم ووخو نهال  دافغانستان  دجغرافيې او رواني وضعې په اړه  دومره معلومات ورکړل چې ډېر افغان لوستوال يې هم د افغانستان  په اړه نلري، ما نهال ته وويل چې راشه زما په کيمره ته او نفيسه له ماسره ګډ عکسونه واخلئ ،ويې خندل ويې ويل چې عکسونه خوبه واخلو خوستا په کيمره نه ، بلکې  زما په مبايل.
 نهال ډېره خوږه او صميمي پېغله وه، ډېرې خبرې مو وکړې تر مازيګره ناست وو، هغوى تلاوت وکړ ماله ځان سره دفقهې کتاب وړى و  هغه مې ولوست، له لمانځه وروسته مو هم زړه نه کېده چې له يو بل نه بېل شو.
دلته مو له يونايجريايي سره هم بنډار وکړ په ګوډه ماته انګليسي مې ورسره دنايجريا اوافغانستان پر حالاتوخبرې وکړې،د تامير په نوم يو متشرع مصرى هم را سره کيناست، هغه همدلته اقامه درلوده  خو ويل يې چې هېوادوالويې د مصرحکومت ته له ٤٠تر٥٠زره جنيه چې ٤_٥زره ډالر کېږي ورکړي او حج ته راغلي دي  ده داپيسې ډېرې زياتې بللې ،  اوه کاله وړاندې په  افغانستان کې دمصر سفير هم  تامير بيک ماُذوني نومېده  زماډېر ملګرى او   ډېر مجاهداو داسلامي نړۍ پردرد دردمن شخص و  زما په سپارښتنه يې څو تنه  په مصر کې نړيوال پوهنتون الازهر ته ولېږل . دولي په نوم دتامير  بل مصرى ملګرى هم زموږ سره کېناست پر ايمن الظواهري ډېر وغږېدو ماورته وويل چې زه هم د القاعده وو دهېواد يم حسنى مبآرک مو ښه وټکاوه، دوى ويل چې که دامريکا وېره نه وي نو ډېر هېواونه به په افغانستا ن کې جهاد رسمي تائيد کړي.
دهندوستان دراجستان ايالت يوتن نوى ځوان اوسېدونکى هم له خپلې مور سره راغلى وو هغه ويل چې دحج داخله يې د هرتن په سر ١٢٦٠٠٠هندۍ کلدارې کړې ده،ډوډۍ يې هم پرحکومت ده او دوه زره بېرته هم ورکوي،دانرخ دمصريانو له نرخ ډېر ښکته اودافغانانوله نرخ هم ښکته دى،خودمصر يانوعمارې حرم ته دومره نږدې وې چې نور ترې حرم ته نږدې بل څوک نه وو،ځينې يې دارالتوحيدکانټينټل سره نږدې دې په لوکسو هوټلونوکې اوسېدل.
موږ هم حرم ته نږدې وو خو بياهم کله به چې راباندې ناوخته شوه نو چې له دوه ريالو به تېر شو په جماعت لمونځ مو نيولى شو.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
يوپنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
 
زمزم ته بې صبري
موږته ويل شوي وو چې پر زمزم بيروبار ډېروي او بوشکې ډکول وخت او زحمت غواړي سره لدې چې څه کم يوه مياشت وخت  مونور په مکه معظمه کې درلود خو نه پوهېږم ولې راباندې دوارخطايۍ پيريان کېناستل د جمعې په ورځ د ذوالقعدې په شپږمه دشپې درې نيمي بجې زه، ډګروال سميع اوکاکا برات چې اصلاً ترکاڼ او دکابل دميرويس ميدان اوسېدونکى وو حرم ته روان شو، دزمزم لپاره مو يوه ورځ وړاندې بوشکې اخستې وې،په بوشکه لس ليتره ليکلي وو خو يوولس نيم ليتره اوبه يې اخستلې ،دابوشکې په عادي وخت کې په درې رياله وې خو اوس په لس رياله پلورل کېدلې.
ماله پلورونکي سره ټوکه وکړه هغه دابراهيم عابد ټوکه مې په عربي ورته وکړه چې وايي چهل ستون ته روان وم او ټکسي رانه څلور سوه افغانۍ وغوښتې ماورته وويل :اوه اوه يوستون په لس روپۍ؟ماهم ورته وويل اوه اوه يو ليتر په يو ريال،با لاخره په اته رياله مو وپېرلې، د زمزم اصلي ځاى مو په پوښتنه پيداکړ،موږ ويل ډېر بيروبار به وي خو د شيطان غوږونه کاڼه (هلته هسې هم کاڼه وي) بيروبار نه وو، د زمزم پايپ مو په بوشکه کې کېښود په څو ثانيوکې بوشکه ډکه شوه،دزمزم اصلي چينه چې اوس ډېر لويې او ژورې ساګانې په کې جوړې شوې دي ،دکعبې ترڅنګ ده ،خودلته يې په اوږدوپايپونو کې را تېرې کړي او له  دې اوږدو نلونو څخه لسګونه پايپونه بېل شوي چې په اسانۍ سره ترې بوشکې ډکېږي،خو دبيروبارپه وخت کې بياهم  دلته دبوشکوډکول سخت وي،او انتظار غواړي ،دزمزم دوېش اوپايپونوځاى، د رسول الله ص د زېږېدوځاى او دابوجهل کور خوا په خوا پراته دي،بوشکې مو واخستې را روان شو د طواف وخت نه و،بوشکې مو له ځان سره مطاف ته وړلې هم نه شوى ،دحرم په سالون (غولي) کې  دباب الصفا خواته کېناستو،ما تهجد پيل کړل  په لمانځه وم چې يوې ښځې له سميع اوبرات څخه زمزم وغوښتل ،خوهغوى ورنکړل،هغې ښځې بيا ورته زارۍ وکړې ويل يې تږې يم،خودې ظالمانو بياهم ورنکړې،زماپام دوى ته واوښت دلمانځه حضورمې هم خراب شو ډېر خفه شوم،له لمانځه وروسته مې ورته وويل چې ظالمانو يوګيلاس اوبه به مو ورکړې وې،يوګيلاس زمزم خوهرچېرته په حرم کې پيداکېږي بېرته به مو ډکې کړې واى،دلته موپه لمانځه  کې څنګ ته دسيده زينب دکاروان اړونديوه ښکلې لبنانۍ په لمانځه ودرېده،ماويل شيعه به وي خوپه لمانځه کې يې رفع اليدين کاوه.
له لمانځه چې فارغ شو له حرم څخه وتلو چې په يو څلور ټايره بايسکل(ويلچر) کې مويوناسته ښځه وليده څوتنه ترې راتاو وو يو تنکي ځواب په تونده لهجه ورسره غږېده اوپټکې يې پرې کولى،لامل مو وپوښت ،دې ځوان راته وويل چې د درې سوو  ريالو په بدل کې يې دې ښځې ته طواف ورکړى اوس چې د اجورې ورکولو وخت شونو ددې ښځې زوى ځان نادرکه کړ، داچې ددې ښځې زوى به رښتياهم ځان پټ کړى وو اوکه نه  اوموضوع به څه وه الله ج  خبر دى،موږهم داجرئت ونکړچې درې سوه رياله ورکړو،اولانجه حل کړو هلک ته مې نصيحت وکړ او روان شوخوپه زړه کې مې وويل چې توبه توبه په حرم کې هم د مزدور مزدوري سمه نه ورکول کېږي.
لومړۍ جمعه لومړى بيروبار
داپه حرم کې زموږ دلومړۍ جمعې لمونځ دى مامامې دلته پخواهم د جمعې لمونځ کړى او له بيروبار څخه ښه خبر و هغه راته وويل چې که دننه مسجدالحرام کې لمونځ کول غواړې نو بايد وخته ولاړ شې،اوس نو دحج ورځوته دوره ورځې پاتې دي، تقريباً ټول حاجيان رارسېدلي دي،لمونځ په پاوباندې دولس بجې کېده،اوزه پاوباندې لس بجې حرم ته لاړم،  ماويل راځه لمانځه ته خو لادوه ساعته وخت پاتې دى دننه په حرم کې به ځاى ومومم خوحرم خوپرېږده چې دحرم سالون دحرم شا وخواعمومي سرکونه ،پلازې،دموټرو تونلونه،آن جروال اوحفاير ته تلونکي پلونه ټول له خلکو ډک و،له حرم شريف څخه يو کيلو متر لېرې هم ځاى نه موندل کېده،پوليس حرم ته په ننوتونکيو ټولو لارو ولاړ وو،څوک يې نه پرېښودل، دافغانستان دپوليسوپه څېر يې خلک يوې  اوبلې دروازې ته لېږل ،تشنابونوته يې هم څوک نه ور پرېښودل، ډلې ډلې خلک سرګردانه يوه خوا بله خوا تلل،زه چې له وخت څخه دوه ساعته مخکې تللى وم ځاى مې موندلى نه شو نود هغه چابه څه حال وو چې ناوخته راغلي وو.
 ،په ډېر زحمت مې دموټرودتونل پر غاړه له حرم څخه لېرې د يوې غرفې تر څنګ سورى وليد،چې ورغلم،ورسره نږدې خلکو تش انساني حاجت پوره کړى اوډېر بوى وو ،مجبور شوم بله چاره نه وه هملته مې جاى نماز (لمونځى)هوار کړ.ما په خپل ټول ژوند کې دومره بيروبارنه وو ليدلى
کېناستم،لمر ورو  ورو  تودېده پرماهم لمر راغى  ځاى مى بدلاوه، ،خو  پرېښودلى مې ځکه نه  شو چې بل ځاى نه پيداکېده،هملته مې ملګري وموندل خپل ځاى اوجاى نماز مې پرې وسپارل ماويل که په کوم دکان کې اوبه يا پيپسي،پيداکړم ډېر وګرځېدم اخر مې يوځاى کې مرنډا پيداکړه،هوا ډېره توده وه خولې راماتې وې خو ماله ځان سره مطالعې ته کتاب هم وړى  و، کله   چې اوبوپسې وتى وم نو په همدې وخت کې درې ښځې راغلې وې اووارخطايې ژړل ، يوه پکې دومره ترهېدلې وه چې له سره يې خبرې نشواى کولى،جامې يې دپښتنووې،چاره يې نه وه هماغه بوين ځاى کې کېناستلې.
څوک ورسره په ژبه نه پوهېدل،ماله جامووپېژندلې په پښتومې ترې وپوښتل، هغوى چې له ماپښتو واورېده په تنديوکې يې خوښي وځلېده،ويل يې چې له پرون راهيسې يې  له خپلو نارينه وو سره اړيکې پرې شوي او يوبل يې ورک کړي دي،له دوى سره ټېليفون نه وو،خو له يوې ښځې سره يې دخپل مېړه د ټېليفون نمبر وو، ماهغه نمبر ته زنګ وواهه خو بند وو،نه يې خپل ځاى پېژنده اونه ورسره د پېژندګلوۍ کومه بله نښه وه.
حيران ووچې څه وکړو،دوى ويل چې دسوات اوسېدونکې دي، داوسېدلوځاى اوخپله عماره يې نه پېژندله،ماويل له لمانځه ورسته به ورسره مرسته وکړم اواستوګنځى به يې ورته پيداکړم،په همدې کې وو چې شاته صف کې يوتن سواتى راپيداشو،هغه هم پوره نه پېژندلې،خوويل يې چې دسواتيو حاجيانو ځاى ورمعلوم دى.
ګرمي شېبه په شېبه ډېرېده،خولې روانې شوې،ماته دپوهنتون ددورې يوه خاطره راياده شوه:کله چې دکويټ اوعراق جګړه پيل شوه نو استاد محمدګل عتيقي اودهغه وراره ډاکټرعبدالحليم احمدي پاکستان ته راغلل او ددواړه زموږ استادان شول، عتيقي صاحب چې دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ دچهار باغ اوسېدونکى دى  ډېرظريف اولطيف شخصيت دى ،هغه کيسه کوله چې يو وخت په چهار باغ کې  ددوبي (اوړي ) په ډېره ګرمۍ کې دجمعې لمونځ اداکېده ملا مسئلې کولې خو ځينې مقتديان يې دمسجد دغولي پر ځاى ددېواله سيوري ته ناست وو،ځکه چې په غولي کې تود او سوځنده لمر وو،ملاچې وليدل مقتديانويې دمسجد غولى پريښى دى، اودديوالونو سيوروته ناست دي،نوپه لاسپيکر کې يې په غوسه پرې غږ کړل:(( اى مردم:قل نار جهنم اشدحرا است والله اګه خلاص شوې ))همداخبره په غوسه کې تکراروي،(قل نار جهنم اشد حرا است،والله اګه خلاص شوي ) خو  د ايت دا برخه ورته نه ژباړي اونه يې پوهوي چې موخه يې څه ده.مقتديان هم حيران دي چې ملاصاحب يې ورته ولې په غوسه دى او څه ورته وايي.
ددې ايت معنى داده( ورته ووايه اى پيغمبره چې ددوزخ اور ډېر زيات توددى.)
پرموږهم لمر راغى خوځان مې پر همدې ايت ډاډه کاوه: چې :  نارجهنم اشد حرا است.
کله کله به ورېځې خپلې لورينې کولې با لاخره دلمانځه وخت شو،دلمانځه بڼه يې له افغاني دود څخه بېله وه،شل باندې دولس بجې قاري سديس دلمانځه خطبه پيل کړه  اوپه لنډه خطبه کې دفلسطين جهادته دعاوشوه،خوافغانستان يې يادنکړ،په حرمينوکې پر سياسي خطبو،سياسي موعظو،بنديز دى،هېڅوک دلوېديځ  ښکيلاک  پرضد څه شى ويلى نشي.
قاري سديس مشهور حافظ اودقران قاري دى مايې دتلاوت کېسټې اخستې او اورېدلې وې،هلته راته خلکو وويل چې سديس انقلابي ذهنيت درلود، دجهاد پرمهال پاکستان ته هم راغلى وو،هلته يې هم انقلابي ويناوې کولې ،خوله کله راهيسې چې دشاهي کورنۍ زوم شوى دى،نو په اصطلاح چارج يې خنثى شوى اوانقلابي ويناوې او ددولت اولويديځ ضد ويناوې يې پرېښې دي،لمونځ اوجنازې تريوې بجې پاى ته ورسېدل.
جماعت ته دانتظار په وخت کې مې خواته يو ځوان اندونيزيايي ناست وو په انګليسي موسره خبرې پيل کړې، زماپر لاس په اندونيزياکې جوړ يوساعت وو ميډين اندونيزياپرې ليکل شوي هم وو، ساعت ظاهراً ډېرښکلى ووخودومره ګران بيه نه وو، ددې اندونيزيايي ډېر خوښ شو، دساعت دليدلوغوښتنه  يې وکړه ماهم له لاسه خلاص کړ چې ښه يې وګوري هغه چې وکوت نو نور يې هم خوښ شو ماورته وويل لکه چې ډېر دې خوښ شو هغه وويل هوماورته وويل خير نو دازمالخواتاته ډالۍ شو په لا س يې کړه، هغه دې ډالۍ ته دومره خوښ شو چې دوه ځله يې زما لاس ښکل کړ.
خواته مو يوه نوې ځوانه اندونيزيايۍ ناسته وه يوسپين ږيرى يې ترڅنګ ناست وو ټوله په حجاب کې وه له مخ پرته ټوله پټه وه آن په لاسونو يې دستکشې اوپه پښو يې جرابې وې له مايې وغوښتل چې په سيوري کې ځاى ورکړم  ماترې د سپين ږيري په هکله وپوښتنل و يې ويل چې دايې پلار دى په لږ وخت کې ډېر بلد شو.
مخ ته مو يو تور پوستى يمنى ځوان هم ناست وو د احرام په څېر تورلنګ يې له ځانه تاو کړى وو په صف کې په ناسته ويده شو لږ وروسته کوږ او بې ستره شو ما راويښ کړ چې ځان پټ کړي او اودس وکړي خوتر اقامته ويده و  همداسې لمانځه ته پورته شو پوډري به نه وو خو رنګ اوکړه وړه يې دپوډريانو  و
دلته له موږسره دپاکستان پنجابيان  هم وو څوک په انګليسي څوک په اردو ،عربي فارسي اوپښتو غږېدل ما ددوى ترمنځ ګوټه ماته ژباړه کوله ، څه موکړي واى اخر په وړاندې مو لمانځه ته دوه ساعته انتظار وو.!!
زموږخلک چې دجمعې لمونځ کوي نو چې لومړى اذان وشي خطيب منبر ته وخېژي څه کم يو ساعت وعظ کوي،اکثره يې دخبرو وخت ،مناسبت ،موقع نه پېژني،په اخترکې به دمعراج اوپه محرم کې به داختر مسايل بيانوي ،اکثره به اسرائيليات اواساطيروايي بيابه ټول په اجتماعي ډول سنتوته ودرېږي. بيابه دوهم اذان وشي،بياخطبې وايي بياجماعت ،بيادعا خوهلته داسې نه وو،لومړى اذان وشو نه مسايل وونه سنت ،لس پنځلس دقيقې وروسته دوهم اذان وشو،خطبه واورول شوه ،لمونځ ودرېدله سلام وروسته ټول ازاد وو، دجمعې ټول لمونځ شل دقيقې وخت ونيوه .
له لمانځه چې را ووتونو پرسړکونو بيروبار شو زموږ پر لار په پله  دبيروبارله کبله اوږدټيل شو، خلک ولوېدل ،ښځې اونر تر پښو لاندې شول،سرک جاى نمازونو ونيوه ،چپړو اودښځوټيکريو وپوښه،چيغې پورته شوى يا حاج ياحاج بالاخره،خلک ودرېدل اوټېله کمه شوه.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
دوه پنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
 
 په کعبه کې لومړى صف که کشتى کج
له هرچاسره تلوسه وي چې کم ترکمه يوځل خو بيت الله سره نږدې په لومړي صفرکې اوهغه هم ملتزم اوحجر اسود ته مخامخ لمونځ وکړي،داکار دکعبې ګردچاپېره سخت دى او ملتزم ته يا دحجراسود اوحطيم تر منځ دې ديوال ته خوډېرسخت دى ځکه چې دکعبې امام هم همدې خواته ودرېږي دکعبې دروازه هم همدې خواته ده دلته لومړى صف   په نصيبونو او ډېرو خواريو اوستړيا موندل کېږي.
نن (دجمعې ورځ)ماقصد کړى وو،چې دمازيګر لمونځ به ملتزم ته مخامخ په لومړي صف کې کوم ،په يادمې نه دى چې له لمانځه وړاندې مې يو طواف وکړاوکه دوه خو چې صفونه تړل کېدل ځان مې ملتزم ته برابر کړ،هلته صف تړل اوپه صف کې ځاى نيول ډېر سخت دي،جمعې ته لا څلوېښت دقيقې کله کله خولا يوساعت پاتې وي چې صف تړل پيل شي،دصف تړلو لپاره خلک يوبل ته لاسونه ورکوي،خولاسونه نه ټينګېږي مټې يوله بل سره نښلوي چې دټېل اوفشار پروړاندې مقابله وکړي،دصف لپاره دمټو تړلى انساني ځنځير مقاومت کوي خوپه هره يوه دقيقه کې له داسې ټېل اوفشار سره مخ شي چې دځنځير څومتره برخه ټوله شاته ولاړه شي ،کله وشلېږي،کله يې څوتنه ولوېږي ،ياحاج !يا حاج چيغي پورته شي.
ستړتياهره دقيقه ډېرېږي،تنفس ژور شي،خولې راماتې شي،ځينې دصف تړلو، په صف کې دځاى موندلويا ځاى ساتلوپه مسابقه  کې وي او ځينې طواف کوي، دايواځى دلومړي صف ستونزه نه ده،بلکى په دوهم، دريم،څلورم اوپنځم صف کې هم ده،په شپږم ، اوم ،اتم ،نهم ،لسم او آن ديارلسم  صف کې هم په اسانه  ځاى نه موندل کېږي،خود لومړي ، دوهم ،دريم او څلورم په پرتله اسانه وي، په لومړي دوهم او دريم صف کې ځاى نيول کله کله ،دځان په بيه تمامېږي،دلته يوثانيه غفلت يا سستي نه يواځې داچې په لومړيو صفونوکې له لمانځه څخه د محروميت لامل کېږي، بلکې کله کله له ټول مطاف څخه د وتلو لامل ګرځي،ځکه چې يو ځل دې ځاى له لاسه  ووځي،اوهغه دچاخبره پښه دې وښويېږي، نو بيا هېڅوک هم ځاى نه درکوي، تقريباً په هر لمانځه کې داسې پېښېږي چې په مطاف کې چاته ځاى پيدانشي نودکعبې په لس مترۍ اوشپږ مترۍ کې  هم له جمعې پاتې شي،جماعت ودرېږي او په صفونوکې اخواديخوا ګرځي،په داسې حال کې چې دلته آن دبل چاپر شا هم سجده رواده.

ماهم په لومړي صف کې دځاى نيولو په تکل له ښي او چپ اړخ ته ولاړو کسانو سره مټ په مټ کې ورکړ شاوخوا څلوېښت دقيقې مو په ولاړه مقاومت وکړ،څو څوځله شاته  تللو اولوېدلو ته اړ او ډېر ستړى اوستومانه شو،شاته موهم صفونه وتړل شول، موږ هم خوشحاله وو چې که خير وي په لومړي صف کې مو ځاى وساته او لمونځ به مو په لومړي صف کې وي ، جماعت ته وخت اوټېل ماټېل کمېده،په لومړي صف کې د طواف کوونکيو مخه هم ونيول شوه، اوس نو ظاهراً هيڅ ګواښ نه وو چې په لومړي صف کې له ملتزم سره زما د جماعت خنډ شي حالات ورو ورو ارام شول،موږ هم کيناستو صف مو وتاړه،جماعت ته به ايله پنځه دقيقې پاتې وي لا مو دمه جوړه نه وه چې پوليس راغلل ،امريې وکړ چې لومړى صف دې ټول پاڅېږي اوشاته دې ولاړ شي،دا امر نه وو سم دټوپک ډز و  چې پرموږ وشو لږ مو ځان غلى کړ،خوګټه يې ونکړه پوليس راغلل هريو به يې له مټ ونيوه اوپورته کاوه به يې ډېر زيات زور يې راکړ او ډېر خپه شو،خو ګورته تگ له ناکامه وي.
شاته لاړو په نوروصفونوکې هم ځاى نه وو،باب العمره خواته مې حرکت وکړ،په هر صف کې ځان  ته  ځاى ګورم خونه ځاى شته او نه څوک ځاى راکوي،لس صفه شاته تللى وم خفه وم چې په همدې وخت کې مې د چاله خولې خپل نوم ترغوږ شو،ګورم چې په يوولسم صف کې مې ماما ناست دى، هغه حيران  و ،چې جماعت ته دوه دقيقې پاتې ندي اوزه له مطاف څخه بهر ځم،غږ يې وکړ خير خودى،کوم خوا روان يې؟په ليدلويې ډېر خوښ شوم ورته مې وويل اوس به دې مخ ته کېنم چې جماعت ودرېد، په صف کې به ځاى راکړې بيابه درته کيسه وکړم، همداسې يې وکړل په څو شېبوکې جماعت ودرېد ترڅنګ يې ځاى راکړ ښه وو تر څنګ ولاړ کس يې هم ممانعت ونکړ،تنګ تنګ ودرېدو او لمونځ مو وکړ.
 په حرم کې ملاوټ
مازيګر دحج دبعثې کمېټې يوغړي راته وويل چې نن  د ماسخوتن  له لمانځه وروسته قاري سديس دافغان حاجيانوله معلمينو ،دبعثې له کمېټې اوځينو افغان پوهانوسره ګوري که ته هم راشې ښه به وي .ځاى يې حرم ته نږدې ياله حرم سره د نښتي المکه شرکت څلورم پوړ وښود،زه په ټاکلي وخت ورغللم خوهلته ډېر لږ کسان راغلي وو له شاوخوا نيم ساعت انتظار وروسته ددولت  له شپږ سوو ښوونکيو او دبعثې  کمېټې له درې سوو غړيوڅخه ايله شاو خوا اويا تنه راغلل،قاري سديس هم نه و  بلکې پرځاى يې د دکتور عبدالرحيم په نوم يوسعودى راغى او د حج مسائل اوبېلابېلې مسئلې يې څېړلې،نيم ساعت به ورته ناست وم خونديې رانکړ،ترې راپاڅېدم. ماويل دلته په حرم کې هم ملاوټ کېږي، نوم ديوه کاروي او رالېږي بل څوک .
 
دخداى ج دکور غله
حرم سپېڅلى ځاى دى خلک هم دسپېڅلتيا لپاره ورځي ددرس،عبرت او پند ځاى دى، دژړا او واوېلا فرياد ،سوز او ګداز ځاى دى،حرم تيګه زړونه هم موم ګرځوي خو ځينې زړونه بياله تيګوهم کلک دي او يا په رښتينى معنى حرم نه پېژني ،برداشت يې سطحى دى  ليد يې برسېرن او د حرم د پرتم تل ته نه دي ورغلي همدا لامل دى چې ځينې خلک په حرم شريف کې هم غلاکوي حرم هم له کيسه برو خالى ندى،ډول ډول غلاګانې، ددولتي چارواکيو ،دبعثې دپلاوي اودحج دمعلمينو له غلا څخه نيولې تر کيسه بورۍ او جېب وهنې پورې.
د جېب وهنې څو شکايتونه او کيسې مې واورېدې، يوه ورځ مولوي محمود احمدي ژېړرنګ راغى لامل موترې وپوښت ويل يې چې په حرم کې ترې چامبايل او څلور سوه رياله ويستي دي،يوبل اندرابى ويل چې چايې کمربند په پاکي غوڅ کړى او نهه سوه ډالر يې ترې وېستي دي،يوبل تن ويل چې چاترې يونيم زر رياله وېستي دي.
يوماسپښين مې بيت الله ته نږدې په مطاف کې طواف کاوه چې په جېب او کمربندمې دچالاس احساس کړ،ناڅاپه  مې لاس ور اوږد کړ اوپه خپل کمربند مې د چالاس ونيوه چې ور ومې کتل ديوې ځوانې ، مستې او تنه ورې هغه دچاخبره چهار پهلوانجلۍ لاس مې کلک ونيوه،پرې غوسه شوم په موږ شاوخواخلک هم خبر شول ،دانجلۍ رنګ والوت،منکره هم وه اوعذر يې هم کاوه، ماهم فکر  وکړچې جنجال ګټه نه کوي داهم انجلۍ ده بس ترې روان شوم.
دعبدالکريم په نوم يوتن بېوزله هراتي سپين ږيري چې ساده سړى وو خپلې پيسې ( ٣٣ زره افغانۍ) دساتلو لپاره خپل زوم غلام سرور ته چې هغه هم سپين ږيرى وو اومېرمن يې (دعبدالکريم لور ګل نګار) هم ورسره وه، ورکړې وې ، بله ورځ چې عبدالکريم ترې دخرڅ لپاره له خپلو پيسو څوروپۍ غوښتې وې نو زوم يې ورته ويلي وو چې تېره ورځ ماغسل کاوه  اوکمربند مې په اطاق کې خلاص کړى وو چاترې ستا ٣٣٠٠٠افغانۍ ټولې وېستې وې  اوزماله پيسوسره يې غرض ندى کړى، خسر يې ورسره جنجال کړى و خوګټه يې نه وه کړې، با لاخره دشرکت مسؤولينو ته عارض شو هغوى دا دعوه ماته راجع کړه ،مايې له زوم او لورنه پوښتنې وکړې دا راته جوته شوه چې داخبره دروغ او هسې دې پيسوته چل دى په غلام سرور مې پټکې وکړې او ورته مې ګواښ وکړ چې که دخپل خسر حق ورنکړي نو دسعودي پوليسوته يې سپارم وارخطاشو لږوروسته يې خسر راغى ويل يې چې لږې پيسې يې راکړې اود نوروپيسو راکولو ژمنه اوليک يې هم را کړى دى، خير دى خبرمه رسمي کوه.
ګلاغا راته وويل چې زموږيوملګري ته دهغه مور    سل ډالر دسودالپاره ورکړي وو،خوهغه پکې ځانته سمه برخه وکړله او مورته يې ناسم نرخونه اودپيسو لګولو ناسم راپور ورکړ.
ما،دهمدې ګلاغاپه قربانۍ کې اوده ته ددرملو په اخستلوکې دده په  غوښتنه  خپلې پيسې لګولې وې او کله يې چې راکول وځنډول نو  دبل چاپه واسطه مې ترې و هم غوښتې خوتر نن پورې مې يوه روپۍ هم ونه ليده،دقربانۍ کيسه به يې په تفصيل سره په خپل ځاى کې راياده کړو.
شيرزمان راته وويل چې د جمعې په ورځ ١٤٣١_١٢_٢٧ خلکو په مطاف کې يوځوانکى کيسه بردطواف په حالت کې ونيوه ،کيسه بر ډېر عذر کاوه دخلکو زړه پرې  ودردېده خوشې يې کړ.
دحج په ورځوکې ټېليفوني شبکې هم غلاکوي ،هم يې له سر نه وهي او هم يې له برنه، له يوې خوادسيم کارتونو اود مکالمونرخونه هم  لوړکړي  اولس ريالي کارتونه په ١٤آن ١٥رياله پلوري اوله بلې خوا د بهرنۍ مکالمې بيه فى دقيقه ٤_٥ريالواودکورنۍ مکالمې بيه في دقيقه يونيم ريال ته پورته کوي.
دحج په ورځوکې د ترانسپورت په شمول دهرڅه کرايې اونرخونه اسمان ته خېژي،په دوه سوه متره مسافه کې به موټرو کم ترکمه دوه رياله کرايه غوښته کله به چې لمانځه ته وخت کم وو نو موږ به په موټر کې تللو که به يواځې له پله هم ورسره راپورته شو نو کم ترکه دوه رياله يې غوښتل.
يوځل خو داختر په  دريمه له يو ډرېور سره زماخبره ترخه هم شوه کيسه يې په خپل ځاى کوم،هغه  هم په پنځه کيلو متره مسافه کې دهر تن په سر سل سل  رياله غوښتل.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
څلور  پنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
دشرکت غله
 
دايواځې زموږدشرکت مسؤولين  نه وو چې خپله دنده او له حاجيانواو دولت سره کړې ژمنې يې نه پوره کولې، بلکې دولتي مامورين اود نورو شرکتونو مسؤولين هم له دوى ښه نه وو يواځيني شرکتونه  چې هم يې په مکه او هم مدينه کې حاجيانوته له حرم سره نږدې ځايونه نيولي وو   المهاجراوالمبارک  شرکتونه ووددواړو مشران پښتانه وو،دوى د نورو په پرتله حاجيانوته ښه خدمت کاوه،په مدينه کې يې  د شرکت په لګښت په ټولو هغو ځايونووګرځول چې معمولاً يې حاجيان دليدلو اوزيارت تلوسه لري.
ګل اغا چې دلوګر دکلنګار اوسېدونکى  دى اوخپله هم ګرځندوى شرکت لري راته وويل چې موږ دشپږ وشرکتونو مشرانو پرېکړه کړې وه چې دحج اواوقافو وزرات لخوادحاجيانو ،دلېږد په پروسه کې چې دهرچا په نوم قرعه(پچه)وختله نو ټول به پکې شريکان يو که يو سهم موپه برخه شو اوکه ډېر، وزارت هر شرکت ته د ١٨٦تنو حجاجو دلېږد سهم ورکاوه،دګلاغاپه وينا داسهم په قرعه کې دده په نوم راووت خو ده د ژمنې له مخې داپنځه شرکتونه يا دپنځو نورو شرکتونو مشران هم له ځان سره ملګري کړل.
زموږ دشرکت (سيروسفر باميان)مشران له ګلاغاپرته نور ټول شيعه ګان وو.
محمد عارف دهرات، سيد نصير دکابل د چهار دهي،  شيخ معصوم علي په قوي ګومان دباميانو او عبدالله دکابل په دريمه کارته کې اوسېږي او همدلته دمعاملاتو رهنماهم لري پوه نه يم چې اصلاً به دکوم ځاى وي .
سيد نصير ظاهراً خوږه ژبه او خوږه لهجه درلوده،خونور حاجيانوته مخلص نه و، دحاجيانو ډېر کارونه هم ده کول عبدالله هم د حاجيانوپه چاروکې له ده سره بوخت وو خو تريخ ،کبرجن اوبې حوصلې انسان و  هر وخت به يې جنګ و.
زموږ دشرکت مسؤولينو هم د حاجيانو روغتيا ته پام نه کاوه،دڅښلو داوبو، غم ورسره نه و اودقراردادله مخې ددې خدماتو عرضه ددوى دندې وې څو څو ځله ځينې ناروغان مرګوني حالت ته ورسېدل خو څوک به يې کيسه کې هم نه وو،بيابه زه په مسؤولينو پسې تللم، مسؤولينوزما احترام کاوه، ښايي لامل به يې داوو چې پوهېدل زه له چارواکيوسره ډېره پېژندګلوي لرم او له دوى څخه شکايت کولى شم ،څوڅوځله ما ناروغان دعمارو مخ ته راغونډ کړل اوپر دوى مې روغتون ته ولېږدول.
دشرکت مسؤولين يوبل ته هم غله وو سيدنصير ، عبدالله  او ګل اغابه پرمحمدعارف تو رلګاوه چې په هرات کې يې له حاجيانوله ټاکلي نرخ څخه ډېرې پيسې اخستې دي،ددوى په وينا، ددې شرکت ډېر حاجيان د هرات او بادغيس اوسېدونکي وو او  دوى بايد په هرات کې پيسې تحويل کړې واى اوپه هرات کې واک د محمد عارف وو ده به حاجيانوته وويل چې که دومره پيسې ډېرې راکوئ نو نوم موليکم که نه په مخه مو ښه، ددوى په وينا، عارف له ځينو حاجيانو آن له يو نيم زر ډالرو هم ډېرې اخستې دي.
دوه، درې تنو حاجيانو په نه زړه ماته هم وويل چې پيسې ترې ډېرې اخستل شوي خوپوه نه شوم چې دکوم دبآو(فشار)له کبله رسمي شکايت ته چمتو نه وو.
دوى به ويل چې محمدعارف کوښښ کاوه چې دحج په ورځوکې پخپله هم حج ته ولاړ شي،سره له دې چې مخکې يې هم حج کړى دى، سره له دې چې ويزه هم ورسره وه ، او تر دوبۍ هم راغى خوچې الله ج  نه وو غوښتى نو په دوبۍ کې  ورته دسعودي پرواز برابر نشو.
دولت چې هر شرکت ته سهم ورکاوه نو دحاجيانو دټاکنې  په اړه  يې ورته شرايط هم ايښي وو او خلاص لاس يې نه درلود، خوبياهم دوى پيسو او واسطو ته سرښکته کړى وو دبادغيس اوهرات په سهم کې د،لوګر،کابل،باميان،ننګرهار حاجيان هم بېول شوي وو،پخپله دمحمدعارف دمېرمنې اوزوى په شمول دهغه دکورنۍ يوولس تنه لېږل شوي وو.
نور خوپرېږده چې آن د معلمينوپه انتخاب او ازموينه کې هم درغلي شوې وه،دشرکت مسؤولينو غوښتل چې  معلمين هم داسې څوک وټاکي چې خپل لګښت پخپله وکړي اوداسې څوک وي چې ددوى وستان هم وي، محمدعارف د عبدالرحمن قلندر په نوم يوتن ملا چې دده دوست و دازموينې لپاره کابل ته راوستى و،خودلته په وزارت کې ناکام شوى و،بل معلم يې د وزارت لخوا شيخ معصوم علي وو ماله يو چاپوښتنه وکړه چې داخوشيعه هم دى اودشرکت له مشرانو هم دى،اوماخوآن ديوې ثانيې لپاره د حج دمعلم په رول کې ونه ليد څنګه وزارت دمعلم په توګه دده له رالېږلوسره موافقه کړې  ده؟ هغه راته وويل داهرڅه  رشوت آسانه کړي دي ،دوى په وزارت کې پيسې ورکړي دي اوهلته غايبانه ازموينه او .... شوي دي.
له ما ،مولوي احمدي اودشرکت له مسؤولينوپرته بل څوک نه وو خبر چې شيخ معصوم علي دې ګويا د حج معلم هم وي.د وزارت لخوا موږته د حج په معلمينوکې ديوبل تن نوم هم راکول شوى و خو موږ  ونه ليد او دمولوي احمدي  چې حاجيانوته دحج دمعلم په توګه ور وپېژندل شو اوعملاً يې هم دمعلم رول تر سره کاوه نوم د معلمينو په ليست کې نه و .يوه ورځ مې ورته وويل چې نن به راته رښـتيا خبره  کوې داکومه خبره ده چې ته عملاً معلم يې خونوم دې په معلمينوکې نشته اوڅوک چې دمعلم په توګه په ليست کې دى دهغه درک هم نشته دى مسکى شوپه هراتۍ لهجه يې راته وو :برار ترکش کن پيش اى قصانګرد،خوما پرېنښود : نه هرو مروبه يې راته وايي.
چې پوه شوه نه مې پرېږدي راته يې کيسه په دې ډول پيل کړه:مامخکې هم دوه ځله حج کړى دى محمدعارف پوهېده چې زه دمعلمينوپه ازموينه کې   نه ناکامېږم نو زه يې وهڅولم چې دده د يو دوست په نوم او شهرت امتحان ورکړم اوژمنه يې وکړه  چې له بريا وروسته به موږ تاهم وړيا حج  ته ولېږو. دهغه په وينا ماهم همداسې وکړل ، په وزارت کې مې ځان هماغه شخص معرفي کړ،دازموينې پارچه کې مې هم دهماغه نوم اوشهرت وليکه اوپه تقريري کې مې  هم ځان هماغه شخص معرفي کړکله چې په نتايجوکې هغه کس بريالى اعلان شونو محمدعارف راته وويل چې ته اوس موږته درې زره  اويونيم سل ډالر راکړه چې په بانک يې د نورو حجاجوپه څېر ستاپه نوم تحويل کړو،بياکله چې له حج څخه راستون شوې ستاپيسې به بېرته درکړو خوته به عملاً زموږ ښوونکى يې اودحج دښوونکيوټول امتيازات به درکول کېږي.
احمدي زياته کړه چې ماهم ومنله درې زره اوسل ډالر مې دوى ته ورکړل داچې دوى به څو په بانک کې تحويل کړي وي پوه نه يم همدالامل دى چې حاجيانوته د حج ښوونکى زه  ور پېژندل شوى يم خوپه رسمي  لست کې هغه بل تن دى،احمدي وويل چې هغه بل کس نا لوستى اوله دين څخه ناخبره سړى دى،اوپه دې حاجيانوکې راغلى هم دى.
له حج څخه چې راغلونويوڅه موده وروسته احمدي راته ټېلفون وکړ په غوسه و، و يې ويل چې  وروره شرکت خو پرماسخت  چل وکړل اوډېره ناځواني يې راسره وکړه.
ته خو خبر يې چې له حاجيانوسره مې څومره زحمت ووېست ،دمعلم په توګه وکارول شوم،او اوس مې هغه پيسې هم نه راکوي، محمد عارف راته وايي چې ته خو عادي حج کوونکى وې په نورمال ډول دې داخله کړې،اود نورو حاجيانو په څېر دخپلو پيسو په مقابل کې حج ته تللى يې زموږ رسمي ښوونکى خو فلانى او فلانى دي .احمدي وويل چې عارف يو تن هغه څو ک ښيي چې مايې پرځاى ازموينه ورکړې وه، ده وويل چې شرکت آن له هغه شخص څخه هم پيسې اخستې  چې دحج ښوونکى معرفي شوى دى  اومايې پرځاى امتحان ورکړى دى.
خداى ج شته چې لومړى خو ددې کيسې په اورېدلو ډېره خندا راغله خووروسته پرې ډېر خفه شوم.
کعبه او بې ستري
دحج په ورځوکې په ټول حرم کې سخت بيروبار وي،په ځانګړې ډول په مطاف کې خو دقدم ايښودلو ځاى نه وي، کله کله دومره ټېل ماټېل شي چې ښځې اوسپين ږيري خوپرېږده آن ځوانان هم ورته تاب نه راوړي ،خوپه همدې بيروبار کې ښځې او نارينه ګډ طواف کوي ،ځينې خلکو دبيت الله ترڅنګ دطواف په وخت کې خپلې محرمې مخ کې روانې کړې وي ترشايې دوى خپل لاسونه ور اوږده کړي او خپلې سينې ته يې جوختې کړې وي لاسونه يې ترې تاو وي په دې ترتيب هغوى له غورځېدو ژغوري.خوکله کله دانسخه هم کار نه کوي او دواړه غورځېږي.
کله پردۍ ښځې له پردي سړي سره دومره ونښلي لکه يو بدن.
مابه په لومړيو وختونوکې خپلې پلاستيکي يوې ګوتې والا  سپکې چپړې د احرام په حالت کې دلنګ دپټۍ اوکمربند اوبې احرامه دپرتاګه دبډې اوکمربندلاندې تېرولې ،ددې کار يوه ګټه داوه،چې خپلې چپړې به راسره وې دوهمه اوستره ګټه يې داوه چې که له مخکې انجلۍ ياښځې سره به وجنګېدلم نو له هغې سره به زما  دورون اوسينې پرځاى زما چپړې لګېدې، داچپړې به زمااودهغې ترمنځ عايق وې.
له ټولې نړۍ څخه حج ته هر کال ميليونونه انسانان راځي په دوى کې کله انسان له داسې ښکليو سره مخ شي چې ښکلاته يې انسان ګوته تر غاښ لاندې شي،ته به وايي چې ياره په دنياکې به  له دې بله ښکلې نه وي وروسته به له داسې ښکلې سره مخ شې چې هغه لومړۍ دې له ياده ووځي.
بدرنګې هم همداسې درواخله کله کله خو دځينو بدرنګو په ليدلو انسان حيران او الله ج ته توبه ګار شي، کله شکر وباسي چې ښه ده الله ج دى دومره بدرنګ ندى پيداکړى،دځينو ښکلو او بدرنګو خلکوپه ليدلو انسان ته داسوچ پيداشي چې هغه په فولکوريکوکيسوکې چې دښاپېريو او ديوانو يادونه کېږي هغه ښاپېرۍ همداښکلې دي اوهغه ديوان همدا تور پوستکي لوړقدي دي که څه هم په اسلام کې دغوره والي معيار ظاهري ښکلانه بلکې،باطني ښکلا ده اودکرامت معيار هم رنګ نه ،بلکې تقوا اوباطني سپېڅلتياده،خو بياهم دښکليو پر اهميت سترګى پټول ناشونى دي.
داهم روڼ او انکار نه منونکى حقيقت دى چې په حرم کې جنسي غريزې وېدې او په جنسي اوغريزوي مسايلوکې  رښتياهم شيطان بې واکه
اوتړلى وي که حوره هم په مخ درشي نو هيڅ ډول تمايل به درکې پيدانشي.
له لوستونکيو په بخښنې،ښکلا ته زه هم دټينګې نه يم،  دښکليو په ليدلو په اوبو کې هم خوله کېږم   او دهرې ليدلې اوناليدلې ښکلې، يار اوخريدار يم خوهلته مې له الله ج څخه  په اخلاص  غوښتي وو چې په دې برخه کې  مې له هر ډول شيطان څخه په امن وساتي، شيطاني وسوسې مې ړندې اوکڼې کړي اوکم ترکمه ،دحج په موسم کې هيڅ دنارينه توب احساس  ونکړم،الله ج ته ډېر شکرونه کوم چې زماداسوال يې قبول کړ او دهغې چا  ښکلا هم نه يم بې تابه کړى اونه يې راباندې منفي اغېز کړى دى چې په ليدلويې دغرونوپه څېر همتونه لړزېږي.
يوځل د کعبې بيخ ته په طواف بوخت وم کله چې له رکن  يماني څخه حجر اسودته ورنږدې شوم ګورم چې يوه ځوانه ،ښکلې او چاغه سپين پوستکې ښځه، په ياد مې نه دي چې اندونيزيايۍ به وه اوکه مالېزيايۍ له حجراسود څخه راګرځېدله په څومره خواريوبه يې ځان حجراسودته رسولى وي خوله هغې خوا ورته د راوتلو لار اوچانس نه وه،بالاخره مجبوره شوه چې دخلکوپه سرونو لکه لامبو وهونکى ځان وروغورځوي اود يوه  له سر او اوږې څخه  دبل اودبل له سر اواوږې څخه بل ته ځان واړوي، ترڅو يې چې پر ځمکه د قدم ايښودلو ځاى وموند،ددې ښځې ټول بدن له پښو نيولې تر سينو پر نورو بار وو ماويل له دې ثواب څخه خو داګناه څو چنده ډېره ده. يوخوا ناپوهي ده  خلک پردې نه پوهېږي چې دحجر اسود ښکلول ښه  کار اوسنت دى خو چې بل  ته زيان نه وي اوکه  بل ته زيان يا نوروته تکليف وي نو  په لاس يې مسه کول  او آن له لېرې ورته سلام کول هم کفايت کوي يا په بله وينا د حجراسود ښکلول ځاى ناستى لري خودبې سترۍ مخنيوى او نوروته زيان رسول هيڅ بديل ياځاى ناستى نلري.
بل خوا دالله ج دکور شوق ،اشتياق،نه کنټرولېدونکي احساسات ،نه ايلېدونکي جذبات له انسان څخه غواړي چې کم ترکمه يوځل خوحجراسود ښکل کړي ډېرځله دعلم،منطق اواحساساتو اودبيت الله د ليوني عشق په مقابله کې علم اومنطق ماته وخوري.
زه دحجراسود دښکلولو اودکعبې له  ودانۍ سره جوخت په بېروبارکې د طواف پر حکم ښه پوهېدم او پوهېدم چې دواړه کاره نامناسبه دي خو بياهم نه صبرېدم،يوځل خود حجراسود په ښکلولو کې تر ډېرو وړاندې شوم دحجر اسود اوزما دمخ ترمنځ نيم متر مسافه هم نه وه چې په همدې کې مې له يوې ښځې سره مقابله شوه، هغه زمامخه نيسي  اوغواړي  چې خپله  ترما وړاندې حجراسود چپ (ښکل) کړي اوزه غواړم چې دهغې مخه ونيسم اوخپله حجراسود ښکل کړم،په همدې کشمکش کې له  موږ دواړونور خلک مخکې شول،اوموږپه ټيل کې شاته ووېستل شوو، دې ښځې راباندې ډېرې پټکې وکړې.
يوځل په ډېر زيات زحمت له ملتزم څخه حجراسود ته راتاو شوم په دې يو متر مسافه کې به مې کوم پنځوس دقيقې مقابله کړې وه،کله مې چې حجر اسود ته مخ ورنږدې کړ اوغوښتل مې چې سر پکې ننباسم نو ديو تور پوستي له مقابلې سره مخ شوم، ناڅاپه يې زماسر ټيله کړاوخپل يې په حجر اسود کې ننويست، دې کارماته زور راکړ، په حجراسود  کې مې خپل لاس ننوېست  او دننه مې  دهغه پر خوله   کېښود دحجر اسود  سورى تنګ دى  ما  پرخپل لاس دهغه خوله بنده کړه ا وحجراسود يې ښکلولى نه شو هغه ډېر ام ام وکړ په غوسه شو خو زما لاس لا دهغه په خوله اوپوزه ايښى وو،له بلې خوا ټېل ډېر وو له ځان سره مې فکر وکړ چې ترڅوبه مقابله وي کېدلى شي چې دټېل څپه مو واخلي او دواړه محروم شو لاس مې دهغه له خولې اخواکړ،هغه دتيګې دننه برخه ښکل (چپ)کړه نور مې په اشاره پوه کړ چې بس دى سر دې اخواکړه،هغه هم سر اخواکړ خو دايواځې زما سرنه وو چې غوښتل يې دهغه ځاى ونيسي  ډېروټيله کړم خو ما په حجر اسودکې  دننه خپل لاس ننوېستى  و، دحجر اسود بهرنۍ  برخه پوښل شوېده يواځې دننه برخه يې ښکل  کېږي   خو هلته هېڅوک يواځې د شونډوپر ښکلولو بسوالى نه کوي،بلکې هرڅوک يې په ژبه څټي ماهم څو څو ځله همداکار کړى دى.
که بل چېرې دکومې  سرپټې او سورۍ تيګې دننه برخه دورځې په زرګونو ځله ښکل او وڅټل شي نوخداى خبر دى چې  څومره ساري اوناساري ناروغۍ به وزېږوي، خودلته دالله ج اراده ،نصرت اوحکمت بل ډول دى، تحقيقاتوجوته کړېده چې دلته هېڅ ډول مکروب اوويرس نه وي.
د حجراسود له ښکلولوچې فارغ شوم نودستړتياله کبله مې نور ځان کې دمه نه وه ،دومره وس راکې نه ووپاتې چې بهر ووځم چا لارهم نه راکوله اونه هلته څوک پوهېږي چې څوک دننه که بهر ځي،يوځل مې وويل چې راځه همدلته ځان وغورځوه،که ترپښو لاندې شوې اوکه چا درسره مرسته وکړه،خوهمت مې  له لاسه ورنکړ يوپښه مې دبيت الله په بازو(شاذروان)پورته کېښوده اودهماغې ښځې په څېرمې دخلکوپر اوږو اوسرونو ځان ورواچوه، په دې ترتيب مې دخطر له ساحې ځان راووېست ښي لاس مې پورته کړ،هلته ښي لاس پورته نيول له مطاف څخه دوتلو پر معنى ده،  کله چې  له مطاف څخه پر پوړيو (زينو)راوختم نو اوږد څملاستم، دې ستړيا نوسم ناروغ اوپه قولنجونو اخته کړم.
يوځل په طواف کې ګورم چې  په مخ کې مې په ښځينه جاموکې يوتن  سرلوڅى روان  دى اوڅادر يې په اوږو پروت دى ورته ومې کتل ماويل راځه ټيکرى يې پر سر ورته واچوه اونصيحت هم ورته وکړه خفه هم شوم چې داښځې په حرم کې هم دومره بې پروا دي خو چې مخ مې ورواړوه نو ګورم چې ښکلى  کوسه (بې ږيرې) سړى دى.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
پنځه پنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
عملي حج
 
 بالاخره دحج ورځې راورسېدې،زمابل ماما حاجي عبدالله چې تېر کال له خپلې مېرمنې سره حج ته راغلى وو،هروخت پرما او خپل ورور حاجي حبيب الرحمن  سپارښت کاوه چې له حج وړاندې په عمرو اوطوافونوځان ډېر ستړى نه کړو چې بيابه دحج ورځوته چې دزحمت اصلي ورځې دي ستړي يو، سره له دې چې حج  اوس آسانه شوى هم دى خو رښتيا هم  ډېر سخت اوله ستړتيا سره مل عبادت دى .همدالامل دى چې دحج دنيت يا احرام په وخت کې حاجي دعاکوي چې :اللهم انى اريدالحج والعمره فتقبله منى ويسره لي:يعنې خدايه زه دحج او عمرې نيت لرم له ماڅخه يې قبول کړه اوماته يې اسانه کړه،له حج پرته په نورو عباداتوکې د (ماته يې اسانه کړې) لفظ نشته دى.
د ذوالحجې د اومې اواتمې په منځ شپه کې دافغانستان ٣٠٤ته ورته لوى موټرونه د عمارو مخ ته راغلل،موږهم غسل وکړ،احرام مو وتاړه،ډېر سامانونه مو په خونوکې پرېښودل او يوکوچنى لاسي بيک مو له ځان سره واخست، دشپې پاوکم يوولس بجې منى ته روان شو لار کمه ده،خوبيروبار ډېر دى اوموټر هم ورو ځي،يوساعت وروسته په منى کې دخپلو خېمو مخ ته ښکته شو موږته لا دمخه دخپل اړوند مکتب (٧٨)لخوا له نقشې سره  په منى کې دخېمې شمېره ،موقعيت او د ډوډۍ کارتونه راکول شوي و زموږ خېمې ٥٤_٥٥_٥٦_٥٧_وې په هره خېمه کې کم ترکمه ٣٠ تنه ځايېدل ،موږ په خيمو کې ناست وو چې پاکستاني پنجابيان هم زموږ ٥٧ نمبر خيمې ته راننوتل  او ويل يې چې  دجنوبي اسيا مطوف يامکتب  دا خېمه هغوى ته ورکړې ده  ،زموږ د شرکت مسؤولين ورسره وغږېدل ،بالاخره دخېمې   نيمه برخه مو هغوى ته ورکړه بياويده شو،سترګې موسره ورغلې وې چې بيايې را ويښ کړو ويل يې داخېمه ټوله زموږ ده اوموږته يې پرېږدئ با لاخره هغه خېمه موورته ټوله پرېښوده.
منى ټوله سپينو اور اواوبو ضدخېمو پوښلې ده،په هره خېمه کې ايرکنډيشن ،فرش، هرتن ته نوې بړستن چې د توشک کار ترې اخستل کېده يوه کمپل او يوه  روجايي پراته وو، دهرې خېمې مخ ته د اوبو ترموز ايښى وو، دچاى لپاره دګرمو اوبو برېښنايي سستم هم فعال وو خوترموزونه يوځل له اوبو اويخ څخه ډک شول بياچا ډک ونه ليدل بيروبار ډېر وو چاته نه يخې اونه ګرمې اوبه رسېدلې په تشنابونواو د اوداسه پرځاى به هم نوبت نه و  هر وخت به ١٦_١٧تنه کتار ولاړ وو،ځوانان خوبياهم ګوزاره کوي خوسپين ږيري اوښځينه ډېر په تکليف وو.
ګرمي هم ډېره وه اوډېر احرام والايې بې ستره کړي وو.
 په سبايې د ذوالحجې په اتمه بهر ووتم،ګورم چې زموږ ساحه د مزدلفې په ساحه کې ده، خو دبيروبارله کبله ترې دمنى کار اخلي، زه دمنى اومزدلفې ترمنځ غونډۍ ته يو ځل سحر اويوځل مازيګرورختم هره خوا سپينې خېمې وې،له دې غونډۍ څخه مسجد خيف اوجمرې ښکارېدلې .دبيت الله د ساعت يازمزم برج هم ښکارېده ،دلته ټول سړکونه اودخېمو ځايونه پاخه دي ،ډېر لوى لوى اوښکلي هوايي پلونه تېر شوي اوټول سړکونه دعامو موټرو پرمخ تړل شوي دي .ډوډۍ ،اوبه خېمې،بسترې،موټر،هرڅه پر شرکتونو دي،
دلته ډېر خدمت کوونکي او سوداګر او دوکانداران پنجابيان دي، اومکتب هم همدوى ا ستخدام کړيدي.
له ماماڅخه مې په ټېليفون دهغه ځاى وپوښت  ويې ويل چې په ٨٠مکتب کې دى  ماويل ځه نږدې به وي يومکتب ،ترمنځ دى د ټېليفون دشبکې انټن اوستن لاندې مې راوغوښت. زموږ سره نږدې لوړې لوړې پايې اوټېليفوني، لوړ لوړ انټنونه وو خو هغه راته وويل چې ده ته دانښې له سره نه ښکاري، با لاخره جوته شوه چې زموږ او دهغوى ترمنځ دپښو کوم يو نيم ساعت مزل دى، يعنې موږ جنوب اودوى شمال خواته وو.
دلته قېمتي ډېره زياته وه،داوبويوريالي بوتل په دوه رياله ،يوکيلو بېخونده خوغټې کېلې چې يو کيلو يې پنځه دانې کېدلې په لس رياله وې  لومړى مې  فکر کاوه چې  داکېلې به هندۍ وي خو وروسته مې چې په هندکې هندۍ خوږې کېلې وليدلې او وخوړلې  نوپوه شوم چې دا کېلې هندۍ نه  ، بلکې چينايي وې ، يوکيلو انګورپه ١٦رياله پلورل کېدل  ، خوداوبو مصرف ځکه ډېر زيات وو چې ګرمي ډېره وه.
کله چې غونډۍ ته دمنى دليدلو لپاره ختلى وم، نو هلته د پاکستان دهزاره جات د بټګرام له شپږ تنو اوسېدونکيوسره مخ شوم ويل يې چې په جده کې په يو هوټل کې کار کوي او هر يو ته د مياشتې دوه زره رياله مزدوري ورکوي. او اوس حج ته راغلي دي.
دمنى حکم او وخت:
منى دحرم په حدودو کې ده له حرم څخه يواځې پنځه کيلو متره فاصله لري ، دذوالحجې د اتمې اونهمې  تر منځ شپه دلته تېرول سنت دي،اوکله چې  دذوالحجې په نهمه  ښه رڼا شوه نو بيا حاجيان  له دې ځايه عرفات ته روانېږي ،منى ته دتللو رسمي وخت، يوم الترويه (دترو يې ورځ يا دذوالحجې  اتمه ده)خومخکې تلل هم  ورته روادي،زموږ دشرکت مسؤولينو بيروبار او سبا يا دذوالحجې په  اتمه دموټرو احتمالي نه موندلوته په پام سره دشپې حرکت وکړ.
دلته په منى کې، دذوالحجې داتمې ماسپښين ،مازيګر،ماښام،ماسخوتن او دذوالحجې دنهمې دسحر لمونځ کول سنت دي،حضرت عمر رض روايت کوي چې رسول الله ص فرمايي:حضرت جبرايل رض دترويې په ورځ حضرت ابراهيم ع منى ته بوته اوهمدا پنځه لمونځونه يې هلته پرې وکړل  له هغه ځايه يې عرفات ته روان کړ،حضرت جابر رض روايت کوي، چې رسول الله به دذوالحجې په اتمه ،منى ته روان شو همدا پنځه لمونځونه يې هلته وکړل،دذوالحجې په نهمه چې لمر لږ راوخوت نو عرفات ته روان شو.
دذوالحجې اتمې ته د ترويې يافکر کولو ورځ له دې امله وايي چې حضرت ابراهيم ع ته د ذوالحجې په اومه په خوب کې ويل شوي و چې خپل زوى حضرت اسماعيل قرباني کړه ،نو ده پر دې ورځ فکر کاوه چې داخوب به شيطاني وي اوکه رحماني وي؟
ډاکټرمحمدالياس،عبدالغني، وايي چې منى بهولوته وايي ددې لپاره  چې حاجيان دلوى اختر په ورځوکې دلته قرباني کوي ،اووينه بهوي نو دې ځاى ته منى وايي داسې هم ويل شوي چې عربان، هرهغه ځاى ته چې ډېر خلک پرې راټولېږي منى وايي،ددې لپاره چې دحج په ورځوکې دلته ډېر خلک راټولېږي، نو دې ځاى ته هم منى وايي،منى دمسجدالحرام اومزدلفې ترمنځ پرته ده،پخواورته اوه کيلومتره لاروه،خواوس نوي تونل دالار ٥کيلومتروته را لنډه کړېده.
شيطان دحضرت ابراهيم مخته همدلته خنډ کېده اوغوښتل يې چې دزوى د ذبحې په اړه يې وسوسه ور واچوي نوهغه ع همدلته په  تيګووويشت ،حضرت  ابراهيم دخپل ځيګر اودزړه   ټوټې حضرت اسمعيل پرمرۍ همدلته چاړه راکش کړه، هغه همدلته په الهى ازموينه کې بريالى شو،اودهغه پرځاى دذبحې  لپاره  رالېږل شوى پسه هم همدلته قرباني شو.
دحضرت ابراهيم په لاس دالله په امر دخپل زوى پر مرۍ چاړه راکشول وړه خبره اوکوچنى امتحان نه وو، يواځې دلوړ عزم خاوندان په دې ډول ازموينوکې بريالي کېدلى شي،اوحضرت ابراهيم ع هم اولوالعزمه رسول دى. همدالامل دى چې دده ددې سترې بريا ياد تازه کول اولمانځل نن هم دهغه پر لارويانو،اودهغه پرملت واجب ده،نن هم حاجيانوته امر شوى چې سمبوليک شيطان اوشيطانى وسوسې او غرايز هلته پر کاڼووولي اوهملته قرباني وکړي.
مسجدخيف هم په منى کې جمرو(سمبوليکو شيطانانو)ته نږدې ديو غره لمن کې پروت دى،په دې مسجدکې حضرت محمد (ص) اوګڼو نورو انبياوو لمونځونه کړيدي، دمدينې دانصارو اودحضرت محمدص ترمنځ دعقبې لومړى او دوهم بيعت هم همدلته ترسره شو، چې همدابيعتونه په مدينه او ټولې اسلامي نړۍ کې داسلام د وړانګودخپرېدولامل شوې،سورة نصر اوسورة مرسلات هم همدلته نازل شوي دي . رسول الله ص په حجة الوداع کې دلته شپې کړيدي، قرباني يې هم همدلته کړې ،نوروته يې هم. همدلته دقربانۍ امر کړى ،اوټوله منى يې دقربانۍ ځاى وګرځاوه.
حاجيان دذوالحجې يوولسمه،دولسمه،اوځينې يې ديارلسمه  شپه هم همدلته تېروي.
الله ج فرمايي ((واذکروا الله فى ايام معدودت  فمن تعجل فى يومين فلا اثم عليه ومن تاُخر فلااثم عليه لمن اتقى))(٤) (٤)البقر ٢٠٣:
يعنې : ((په شمېرلوورځوکې الله يادوئ نوڅوک چې بېړه وکړي اوپه دوه ورځوکې له منى ووځي پر ده کومه ګناه نشته ده اوڅوک چې له دوه ورځو نور هم وځنډيد نوپرده هم کومه ګناه نشته ده  ، داټولې لارښوونې دهغه چالپاره چې له الله ج وېرېږي )). .سعودي حکومت په منى کې هم ډېر کارکړى دى،دمنى ساحه يې پراخه کړې ،لوړې لوړې غونډۍ يې هوارې کړي،ګڼ تشنابونه،حمامونه ،دڅښلو اوبو ځايونه ،فريزرونه ،داوداسه ځايونه يې پکې لګولي ،خېمې يې ډېرې منظمې درولي، دترافيکي اووګړنيز بيروبار دمخنيوي په خاطر ځانګړى تدابيرنيول شوي  پراخ سړکونه جوړ شوي دڅښلواوبه ټولې فلتر شوې دي ،ګڼ کلينيکونه چې وړيا درملنه کوي فعال شوي ،دمنى حدود له هرې خوا په لويو لويو لوحوښودل شوي دي.
له مسجدالحرام څخه د واټن دکمېدلو په خاطر غرونه سوري شوي اوه کيلو متره لار څلورپنځو ته راکمه شوې اوپر لار دڅښلو لپاره  ديخواوبو، اوداسه او نورو اړتياووانتظام شوى دى.
حضرت يزيد بن اسود،فرمايي: چې ماله رسول الله ص سره حج وکړ او دسحر لمونځ مو له هغه سره دخيف په مسجد کې اداکړ، خيف مسجدکوچنۍ جمرې ته نږدې پروت دى، دې مسجد ته دتاريخ په ټولو پړاوونو کې  مسلمانو چارواکيو پام کړى دى ،په وروستي ځل په ١٤٠٧ه س کال  ورغول شو چې  دتاريخ مکه  په حواله ٣١٠٥ميليونه رياله پرې ولګېدل ،په دې رغونه کې دمسجد څلور منارې هم دي، دمسجد دسړولولپاره په کې څلورسوه لس ايرکنډېشنونه ،اوله يوزراوسل ډېر پکي نصب شوي دي.
له مسجدسره جوخت له زرو ډېرې بيت الخلاوې اوله درې زرو ډېر د اودس ځايونه جوړ شوي دي.
ددې مسجد شايمني اړخ ته هغه غار دى چې مرسلات سورت پکې نازل شوى دى ، بخاري له حضرت عبدالله څخه روايت کړى چې موږ په همدې غار کې له رسول الله ص سره ملګري وو چې مرسلات سورت پرې نازل شو.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
شپږ  پنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
دعرفات  هېرحکمت  
دذوالحجې دنهمې په شپه مسؤولينو  وويل چې ښايي سبا ډېر زيات بيروبار وي نوله همدې امله همدااوس عرفان ته روانېږوموږ ځان چمتو کړ،ګرمي ډېره وه،په احرام کې هسې هم خلک په تکليف وي څوتنه مې وليدل چې په احرام کې يې خپل ځان ته پام نه وو او دعورت ډېرې برخې يې ښکارېدې، نو موږ هم عرفات ته همدا اوس تللو ته خوښ وو تر ډېره ويښ وو خو موټر رانغى بالاخره ويده شو سبا دعرفې په ورځ سحر اته بجې درې لوى موټر راغلل خوپاکستانيان له موږ وړاندې شول ،زموږ څه باندې دېرش تنه ملګري بې صبره شول ويل يې چې مکتب موټر نه رالېږي هسې راباندې ورځ تېروي ټول عرفات ته په پښو روان شول ماورته ډېر وويل چې موټر ته صبروکړئ خو ويې نه منله لږ وروسته موږ ته هم موټر راورسېدل په کې سپاره او  دمزدلفې له لارې عرفات ته روان شو، پرلار به دې چې څومره سترګو کار کاوه، په سپينو احرامونو کې حاجيان ښکارېدل، تابه ويل چې دسپينو پرښتو باران شوى دى .دبيروبار له کبله خپل ځاى ته لس نيمي  بجې ورسېدو.
زموږ خېمې دعرفات په پاى جنوب ختيځ کې وې تر اوږده ترپال لاندې پرشګو غالۍ غوړېدلې وې.

لمونځ ،دعااو تلاوت مو پيل کړ،دوه ساعته تېر وو چې زموږ پلي را روان شوي څه باندې دېرش تنه  ملګري ستړي ستومانه خوله خوله راورسېدل.
غرمه ډوډۍ کې وريجې،چرګ،جوس،يوبوتل اوبه،کېک،کلچې،مربا موجود وو ډېرو دماسپښن لمونځ همدلته خېمه کې وکړ،دشرکت مسؤولينو هم دوى هڅول چې همدلته لمونځ وکړي پلمه يې داوه چې بيروبار ډېردى بيا خپل ځاى نشي پيداکولى  زه مسجد نمره ته  روان شوم، ملګري مې خبر کړل اوه لس تنه راپاڅېدل اوراسره روان شول،مسجدنمره زموږ نه ډېره لرې و ،په پوښتنه مو پيداکړ،خوپه مسجدکې دومره بيروبار وو چې يوکيلومترۍ کې يې  هم دومره ځاى نه و  چې اوه لس واړه په صف کې ناست واى بياهم کوښښ مو وکړ چې ځان مسجدته نږدې کړو په ټېل ماټېل کې مو ځان تريوه حده  راساوه تنګ تنګ پريوه سړک   ودرېدو، ګرمۍ خپل ټول زور ازمويلى وومسجد کم ترکمه شاوخوا اوه سوه متره له موږ لېرې وو،دلته مو دماسپښين اومازيګر لمونځ يوځاى دماسپښين په وخت کې وکړ خونه مو خطيب وليد،نه مو خطبه واورېده اونه دعا.
له دې ځايه  جبل الرحمة ته وخوځېدو،پرلاره ونې هم وې دګرمۍ دمخنيوي لپاره مصنوعي بارانونه هم ورېدل ،دولت هلته هم ډېر کار کړيدى،په عرفات کې ډېر بيروبار وو کوښښ مو دا و چې ملګري مويوبل ورک نه کړي دډېر کوښښ او پام سربېره بيا هم ملګري مو يويورانه ورکېدل کله چې دجبل الرحمة ترڅنګ روغتون ته ورسېدونو درې تنه  راسره پاتې و نور مو ټول ورک کړل. په جبل الرحمة ختل مستحب دي خوپه هغه صورت کې چې بيروبار اوخلکو ته زحمت وي اوپه ځانګړې ډول په هغه صورت کې چې دځان دهلاکت يادنورو دهلاکت وېره يانوروته  دزحمت قوي احتمال وي نوبيا خوحرام دى،خوهلته احساسات اوجذبات بل ډول وي زه ښه پوهېدم اوليدل مې چې هلته ورختل نورو ته هم زحمت دى اوخپله هم دسرله خطر سره مخ کېدلى شوم خو چې کتل مې ښځې ،سپين ږيري اوکمزوري خلک ور خېژي نو طاقت رانغى او ورروان شوم  ، څومره چې غونډۍ ته ورنږدې کېدم نوټېل زياتېده اخر دومره اوږد ډېل شو چې کريکو اوچيغو فضا ونيوه خلک احساساتي شول  ،سونامي واخستل هره خوا ښځې، ځوانان اوبوډاګان تر پښو لاندې شول ، دجبل الرحمة په  لمن کې  دې غونډۍ ته دختلو پرلار  دپيروبار له کبله  دشاوخوانيم متر په اندازه احرامونه ،چپړې چترۍ  اوداوبوبوتلونه پراته وو،په ډېرزحمت اودډېرو هڅواو ستړتيا وروسته غونډۍ ته وختلم،په غونډۍ کې ګرځېدل هم له خطر  څخه ډک دي ځکه لوړې ژورې اوغټې او کوچنۍ تيګې پکې ډېرې دي ، دبيروبار له کبله ګام اخستل هم سخت دي.
غونډۍ ته چې وختلم نو يوملګرى مې هم راسره نه و، نيم ساعت ،څلوېښت دقيقې به هلته وم دعاګانې مو وکړې او دغونډۍ په شمال لوېديځ  اړخ چې دراښکته کېدلولپاره ځانګړى شوى و  ورو ،ورو راښکته شوم.
داښه وو چې دپورته کېدلو اوښکته کېدلو لارې بېلې وې اوپوليس هم فعال وو، وروسته چا راته وويل چې دجبل الرحمة په ټېل کې په دې ورځ څوارلس تنه ووژل شول.
په عرفات کې هم ډېره ګرمي وه خو مصنوعي بارانونو هغه دپېښوريانو خبره ښه چک لګاوه. دماسپښين په لمانځه کې دعرفات په لوى مسجديامسجدنمره کې بيروبار ډېر زيات و  دننه مسجد ته ورتلل تقريبا ناممکن وو،نوله جبل الرحمة څخه له ستنېدلو وروسته مې وپتېيله چې همدې مسجد ته ورشم اوښه يې وګورم همداسې مې وکړل، مسجدمې پيداکړ،دمسجدنمرې او جبل الرحمة  ترمنځ کوم څلوېښت  دقيقې لاره ده،مسجدنمره ډېر لوى مسجد دى لاهم پکې بيروبار وو خوزه وردننه شوم نفل مې پکې وکړل ښه سيل مې وکړ،دننه اوبهر وګرځېدم،بېرته خپلې خېمې ته روان شوم،بلد نه وم خو داټکل له مخې روان شم،ماويل په لنډه به ووځم،خو لنډې لارې ټولې تړل شوې وې، پرلاره هر ځاى کې سبيل (خيرات)وېشل کېده،لوى لوى موټر به له جوسو کېک ،کلچو،پيپسي ،مرنډا، نورو مشروباتو غوښو ، وريجو، په ډبيوکې له بندو خوراکي توکيو ډک وو،په ځينو ځايونوکې به دموټر مخ ته کتار خلک ولاړ و اوسبيل به يې غوښت،زه چې له مسجدنمره څخه خپلې خېمې ته روان شوم نو  ماښام نږدې وو،پرلاره څو ځايه سبيل وېشل کېده  ،ماخوخپل ځان له سبيل نه ساته آن نورملګري مې هم هڅول چې  ورته زړه ښه نه کړي،يوځاى کې يوموټر ولاړ و  څو لوى لوى ديګې يې ترې راښکته کړي وو،څوځايه يې پرلاره ايښي وو،هرڅوک به يې چې وليدل نوپه اصرار به يې ترې غوښتل چې ورتاو شي آن کله کله به يې حاجي له لاسه ونيوه ،پرما ناوخته وه ،بېړه مې وه چې ځان ملګروته ورسوم چې هغوى رانه مزدلفې ته روان نشي،چټک روان وم چې يوتن له لاسه ونيوم په ځانګړې تشويقوونکې لهجه يې  راته وويل(ياحاج سبيل
سبيل)ماورته وويل چې راباندې ناوخته ده .خوپرې يې نښودم.
په يوه،يوځل مصرفه پلاستيکي کاسه کې يې راته دچرګ دغوښې خوندوره ښوروا دزړه له ټوتې سره واچوله په بله کاسه کې يې راته وريژې ،واچولې غاړې ته کېناستم موړ هم وم او بېړه مې هم وه له دواړومې څلورمه برخه هم ونه خوړلى شوه،خداى خبر چې دوى به پدې موټر کې څوديګي غوښه او وريژې راوړي وي ورځ ختمه وه خولاهم ديګي له غوښو اووريژو ډک وو.
هغه موخه اوغرض چې لپاره يې عرفات ته تلل ضرور ،بلکې دحج رکن بلل شوى دى تر ډېره حده له پامه غورځول شويدى ،دعرفات مهم غرض دادى چې مسلمانان په يو ځاى کې راغونډ شي داسلامي اوملي وحدت تظاهر وکړي،داسلامي امت لپاره يوکلنه استراتيژي جوړه کړي په ګډه دالله ج حضور ته ددعالاسونه لپه  اواجتماعي اوښکې تويې کړي خوحاجيان ټول مسجد ته نه ورځي يا دورکېدلو له وېرې يا دځاى دلرې والي له کبله يا دناراستۍ له کبله دماسپښين لمونځ په خپلو خېمو کې کوي،بله ستونزه داده چې سره له دې چې نمره مسجد ډېر لوى دى خوبياهم ټول حاجيان خو پرېږده چې نيم يې هم په کې نه ځآيېږي موږ له امام څخه دومره  لېرې وو چې ددومره لوډ سپيکرونو اودسعودي حکومت له دومره اسانتياوو سره سره مو  هم دامام تکبيرات وانه ورېدل، اونه يې په خطبه پوه شو.
حکومت په عرفات کې دعرفات العام ،جبل الرحمة اونمره په نومونو ددرې اوپه منى کې دمنى العام ،منى البحر ،منى الشارع الجديد، اومنى الوادى په نوم دڅلوروروغتونو اوپنځلسو عامو روغتيايي مراکزونومونه حاجيانو ته ورپيژندلي و اودمرستولپاره يې د٩٩٧    اودامنيتي پېښو لپاره يې  د٩٩٨ ټېليفون شمېرې حاجيانوته ورکړې وي.
ماښام و  چې په عرفات کې خېمې ته ورسېدم هلته کمپونه يوډول جوړ شوي ،يوه نقشه ده دهرکمپ په دروازه کې پوليس ولاړ وي هم په منى اوهم په عرفات کې چې له چاسره کارت نه وي هغه نه  ورپرېږدي ،په تکليف مې ځاى پيداکړهلته هم دلارښوونې لپاره لوحې لګول شوې خوپه شپږ ميليونو کسانوچې جامه يوه وي، موټر يوډول ،خېمې يوډول ،دکمپونونقشه يوډول،په سلګونو زره متره مربع مساحت کې نابلده سړي ته خپل کمپ موندل سخت دي.
 کله چې خپل کمپ ته لاړم ګورم  چې هېڅوک هم نشته دي په دروازه کې مې دمعلوماتو له څانګې وپوښتل هغه راته وويل چې موټرونه له کمپه روان شوي  دي ،خپل يو ملګري ته مې  زنګ وواهه  هغه هم  راته وويل چې له کمپ څخه روان شوي خولاهم په عرفات کې دي ځکه چې بيروبار ډېر دى موټر تېز تللى نشي هغه ملګري داهم وويل چې له کمپه ډېر لرې تللي ندي ښايي دپښو پنځه شپږ دقيقې لار و ي خو داچې زه ورشم او ورسره ملګرى شم دموټر د موقعيت اوشمال او جنوب يې نه پېژنده.
 د٧٨مکتب يوتن مسؤول ته مې خپل کارت وښود هغه راته وويل چې لېږد دې  پرموږ دى خو صبر وکړه چې يومناسب موټر پيداشي يوتن تور، نوي ځوان ته يې وويل چې ما يو موټر ته وخېژوي،مافکر وکړ چې دابه تور پوستى افريقايي وي خوهغه ځان دپاکستان دسند ايالت دلاړکانې اوسېدونکى  راوښود ماپه دې خاطر چې دده همدردي مې ترلاسه کړي وي په لاړکانه کې اوپه ټوله کې په ټول سندکې د خپلو ګرځېدلو ورته وويل په اردو ورسره غږېدلم سره له دې چې په عربي ښه سم پوهېده. کله به يې ځان دحج دپروسې مسؤول اوکله دحکومت جاسوس معرفي کاوه،کله چې پوه شوچې زه افغان يم نوقسم يې راکړ  چې کله مې اسامه  ابن لادن وليد نو دده لخواپرې سل ځله سلام ووايم اولاسونه يې ښکل کړم،ډېر کېکونه ،کلچې اوجوسونه يې راته راوړل،همدلته دمدينې منورې يوه اوسېدونکي سره چې يو مهذب اوباخبره شخص وو په بنډار ور برابرشوم داسلامي نړۍ په ستونزو او د اخوان المسلمين په نړيوال خوځښت  موخبرې وکړې پخپله هم د همدې ګوند له کلکو مينه والو اوپلويانو و خو ويل يې چې سعودي حکومت له دې ګوندڅخه ډېر وېرېږي نو ځکه پرې بنديزدى اومينه وال يې ځان ښودلى نشي.
هرموټر به چې راغى نو ديوې سيمې حاجيانوبه لا دمخه نيولى وو دځينو مخ ته به لسګونو حاجيانوورمنډه کړه ، همدلته نږدې ماسخوتن شو،څوځله مې زړه وکړ چې په پښو مزدلفې ته روان شم خو ګرمۍ مې ورنونه سوځولي اوټپي کړي وو چې روان به شوم نو سوخت  اودرد به يې پيل کړ،تک سره اوښتي وو، دهغه وخت ډېر ارمان راغى چې کوچنى اووچ کلک وم ،هغه دچاخبره هوسۍ مې په منډه نيولى شوه،اوله پاړه چناره په اسمانڅکو غرونو اودکږې وږې په کوتل به  چې له بيخ څخه يې تر سره اته ساعته لاره ده، په يوه دمه ختلم، ،دخپلې چانټې ،کلاشينکوف اودجهاد اودسفر د اړتياووبرسيره مې دنورو ملګرو سامان هم له ځان سره لېږداوه هغه چې له پاړه چناره به موپکتيا ووهله ،ازره اولوګر به موتر پښو تېرکړ اوپه کږې وږې، تېزين ،شينواريوبه خاکجبار،خوردکابل اوترخپل مرکزبګراميو په درې ورځوکې راورسېدو خونن مې ورنونه سوځي له عرفات څخه مزدلفې ته چې  په عادي وخت  کې شاخوا دوه ساعته لار ده  د موټر ته په تمه يم.
خير له کمپ څخه لوى سړک ته راووتو،له لږ انتظار  وروسته د٧٨مکتب اړوند يوموټر راغى په منډه مې پکې ځاى وموند ايرکنډيشن پکې چالان و  ،ګرمي موورکه او دمه مو جوړه شوه، خولارلاهم بنده ده، موټرونه دمېږي په پښوروان دي،داسانې او پرانيستې لار دموندلوپه لټه يې اوږده لار وټاکله خو بياهم لار بنده وه،سبا لوى اختر دى، په کابل کې کورنۍ او بچيان هم تنها دي او زه هم ترې بېل يم، خفه شوي دي،په کابل کې دپنځلس کلن ژوند په دوران کې موږ کوښښ کاوه چې اختر موپه جلال اباد کې له نورې کورنۍ اودوستانوسره يوځاى وي خو دادى اوس هغوى تنهادي،دټېليفون زنګ مې وشرنګېد،دکورشمېره وه، اختر مبارکي مو سره وکړه ،دکورنۍ له هر غړي سره بېل بېل وغږېدم مېرمن مې غوښتل وژاړي ،ستونى يې راډک شو نږدې وو چې ماهم په ژړاکړي زړه مې نرى شوخو هغې ته مې ډاډ ورکړ ،کوم يوساعت مو خبرې وکړې، زه هم خبروته ا وزګار اوپه اشتها وم ،ايرکنډېشن موطبيعت جوړکړ،بالاخره څه باندې لس بجې وې چې  په مزدلفه کې ديوپله تر څنګ له موټرڅخه ښکته کړل شو، دمزدلفې په پراخه ميدان کې دميليونوخلکوله منځه دنابلدۍ په حالت خپل څوتنه ملګري موندل به څنګه وي؟.
حيران وم چې کومې خواته لاړ شم زړه نازړه دپله شمال خواته روان شوم ماويل که دومره ځاى پيداکړم چې خپل جاى نماز هوار اودشپې ځاى پيداکړم خو ديوجاى نماز په اندازه خالي ځاى هم نه موندل کېده، په تور سرک روان يم، شپه پخه تپه تياره ،خودلته سپين پړق ده،  په همدې کې مې لږ وړاندې خپل يو ملګرى وليد،زړه مې په سترګوباور هم نه کاوه خو ورنږدې شوم ګورم چې زموږ دشرکت اړوند ګڼ کسان نور همدلته دي،له سلام اوستړي مشي وروسته يې وويل چې کوم سل تنه چې په موټر کې له موږسره له کمپ ( عرفات)  نه راغلي همدلته دي  خونور شاوخواتيا تنه ورک دي،ډېر خوښ شوم چې دوى مې وموندل ،دعمومي سړک پر غاړه مې جاى نماز هوار کړ، يوڅوتنه نورله ښځو سره راغلل هغوى هم همدلته واړول، پوليس څو ځله راغلل ويل يې په دې لار موټر تېرېږي پاڅېږئ خوموږ سترګې شخې کړې، ډېر وخت وروسته دخوب په نيت وغزېدم بوټان مې سر لاندې کېښودل ښه ويده شوى وم چې يو چامې پښه وخوځوله راويښ شوم ،دسترګو له غړېدلوسره مې پښوته پر  پرتوښځو سترګې ولګېدلې ،کېناستم يوې ښځې راته په اردو وويل چې ورور جانه دا پښې دې درغونډې کړه زه يې په تکليف کړې يم ،زه چې ويده کېدلم نودلته ښځې نه وې پوه شوم چې دځاى نه شتون دوى هم اړې کړي چې دلته ځانته دناستې ځاى پيداکړي ،کېناستم فکر مې وکړ چې که ويده شې بيابه دې له پښوسره داښځې په تکليف شي،ډېر وخت ويښ وم ،لاړم په زحمت مې د اوداسه په ځاى کې يواځې دچهار اندام لپاره نوبت ونيوه ،بيت الخلا ته ننوتل ډېر سخت کار او دخلکو کتارونه ولاړ وو، اودس مې وکړ په تهجدو ودرېدم ،له لمانځه چې فارغ شوم ګورم چې څو ښځې او دوه سپين ږيري نارينه لاهم زما دجاى نماز خواته دي  څوک ويده ،څوک ويښ جاى نماز  مې همدلته هوار پرېښود ولاړم چې ځانته بل ځاى پيداکړم ،ځکه چې دلته داښځې ويدې وې مناسبه مې ونه ګڼله چې همدلته ويښ ياويده پاتې شم، وړاندې مې ځاى پيداکړ راغلم جاى نمازمې وېووړ  اودميده تيګو پرسر مې هوار کړ.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
اوه پنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
دعرفات حکم:
دعرفې معنى پېژندل دي ،دعرفات په نوم ددې دښتې دنومولود لامل په اړه،بېلابېل روايات او دريځونه دي ځينې وايي کله چې حضرت ادم ع اوحضرت حوا   رض  له جنت څخه راښکته کړل شول نو ډېره موده له يوبل بېل وو بالاخره همدلته يې سره وموندل،اووپېژندل ځينې وايي چې حضرت جبرائيل ع ،حضرت ابراهيم ع ته دحج مناسک ور وښودل، اوبيايې په همدې ځاى کې ترې وپوښتل  ))(هل عرفت)((يعنې: ((ايا ياد دې کړل))هغه ورته وويل هو.
حضرت ابن عباس رض  فرمايي دې ځاى ته ځکه عرفات وايي چې دلته خلک پرګناهونو اعتراف او دعاکوي.
حضتر ام سلمه رض فرمايي چې الله ج دعرفې په ورځ ددنيا اسمان ته راښکته کېږي او پرښتوته وايي چې  داخلک پريشانه اوخفه دي او زما رضا غواړي ،نواى په عرفات کې راټولو شويو !ماتاسو وبخښلئ.
رسول الله ص به دعرفې پر ورځ ډېره دعاکوله.
عرفات ته تلل دحج مهم رکن دى، که څوک په دې ورځ بيخي عرفات ته لاړنه شو حج يې نه صحېح کېږي  رسول الله ص فرمايي ((الحج عرفه))يعنې:حج عرفات ته تلل دي.
ددين دبشپړتيا دزيري ايت (اليوم اکملت لکم دينکم)) يعنې:نن مې تاسوته ستاسودين بشپړکړ هم په عرفات کې نازل شوى دى .
دعرفات يادونه په عظيم الشان قران کې هم شوې ده، ))فاذا افضتم من عرفات))(٥) يعنې: (( کله چې له عرفات څخه راښکته شوئ .. ))
 

(٥)البقره١٩٨
 
 
 
 
عرفات په مشاعرو  ياددرناوي وړ ځايونوکې دى خو دحرم له حدودوبهر دى ،عرفات له حرم څخه دوه ويشت کيلو متره لرې  سهيل ختيځ ته دى،شمال  قطب  خواته  دعرض البلد په  ٤٩_١٩_١٢او٣٢_٢٢_١٢اودطول البلد ٢١_٥٧_٥٣٩او٣٩_٤٩درجو کې پروت دى  ، ټول مساحت يې ١٠٤کيلومتره مربع دى.
جبل الرحمة هم دعرفات په ساحه کې دى رسول الله ص په حجة الوداع کې دماسپښين اومازيګر دلمانځه له يوځاى اداکولووروسته دې غونډۍ ته تشريف ويوړ اوهلته يې دعاوکړه.
دسعودي حکومت ټول هغه خدمات دلته هم کړي دي کوم يې چې په منى کې کړي او وړاندې مو ورته اشاره وکړه البته په ١٤١٤هـ سپوږميز کال يې دلته د اوبوداسې فوارې لګولي چې اوبه  دډېروکوچنيوذور په بڼه شيندي دافوارې ډېرې زياتې اوپر هر سړک دي، هره فواره په يو ساعت کې ١٤٠ليتره اوبه شيندي دااوبه هوايخوي دانسان له بدن څخه تودوخه لېرې کوي خوڅوک نه لمدوي.
دچاپېريال دښکلاپه موخه په عرفات کې يونيم لک ونې کرل شوي دي.
نمره مسجد
ددې مسجد ډېره برخه دعرفات په ساحه کې ده خويوه برخه يې ترې بهر ده، دامسجددعرفات لوېديځ کې د مزدلفې پرلار پروت دى ،ددې مسجدلويديځ ته دنمرې په نوم غر دى او د  همدې غره په نوم يادېږي.
رسول الله ص همدلته په خېمه کې اړولي وو له زوال  وروسته يې خېمې ته نږدې د عدنه په  نوم يو خوړ کې دماسپښين لمونځونه وکړل ،چېرته چې رسول الله خطبه لوستې او لمونځ ورکړى وو، دعرنه وادي په نوم يادېږي، دا دعرفات له ساحې لږ وتلى ځاى وو،په دوهمه هجري پېړۍ کې دلته  هم  مسجدجوړ شوخو وروسته دامسجد ختيځ خواته پراخ شو اودعرفات په ساحه کې هم راغى اوس دمسجد نمره اوږدوالى له ختيځ څخه لويديځ ته ٣٤٠متره او عرض (پلنوالى)يې ٢٤٠ متره دى، ټول دنننى مساحت يې يولک او لس زره متره دى، دمسجد وروستۍ برخه چې دعرفات ساحه ده ، ٢٨.٨٠٠٠مربع متره ده ،چې په دوه پوړو کې  ودان شوى او اوږدوالى يې ١٢٠متره دى لومړۍ او دوهمه برخه يې د لوحو او نورو نښو په واسطه نښه شوې لامل يې دادى چې بهرنيان، پوه شي څوک چې دمسجد په لومړنۍ برخه کې دي دوى دعرفات په ساحه کې ندي اوکه دعرفات ساحې ته لاړ نشي نو حج يې نه کېږي.
دمسجدپه وروستۍ برخه کې ، په ٨٠٠٠متره مربع ساحه کې يوسايه بان جوړ شوى  دى، دامسجد شپږمناره لري چې دهر  يوه  لوړوالى يې ٦٠متره  دى درې لويې ګنبدې  ،لس مرکزي اوټولې ٦٤لويې اوکوچنۍ دروازې لري په يو وخت کې درې نيم لکه لمونځ کوونکي پکې ځايېږي، ٧٠٠ايرکنډيشنونه پکې نصب شوي دي داسې الات پکې نصب شوي چې دلمانځه مراسم په ژوندۍ بڼه په راډيو او ټلوېزيون کې ښودل کېږي له زرو ډېرحمامونه اوله پنځلس زروډېر داوداسه ځايونه پکې جوړ شوي دي.
دعرفات اومزدلفې ترمنځ اوس نهه، نوي سړکونه جوړ شوي دي.
جبل ا لرحمة
جبل الرحمة ياد رحمت غونډۍ دعرفات ختيځ ته د ٧او٨سرک ترمنځ پرته کوچنۍ غونډۍ ده .
چې د الال،ثابت اوقُرين په نومونو هم ياديږي ، داغونډۍ له نمره مسجدڅخه يونيم کيلو متر واټن لري،خودبيروبار له کبله دا کم واټن وهل ډېروخت غواړي. دې غونډۍ ته ١٦٨پوړۍ ورختلې دي ، داغونډۍ له ځمکې څخه ٦٥متره او دسمندر له سطحې ٣٧٢متره لوړه ده ،دشمال خواته  اوږدوالى يې  ٢٠٠متره ،دلويديځ خواته پلن والى ١٠٠ متره اودمنځ خوا يې١٧٠متره او  ټول مساحت يې ٦٤٠متره مربع دى.
ددې  غونډۍ سرهوار دى پرسر يې چوتره هم جوړه شو ې،دغونډۍ شاوخوا څلور متره لوړپايپ دى،چې اوبه او هوا يخه اوتازه ساتي.
صخره مسجد
دامسجد دجبل الرحمة په لمن کې ښې خواته دځمکې له سطحې لږ پورته پروت دى چاپېره ترې کوچني څلور ديوالي ده، حضرت جابر رض وايي چې رسول الله ص همدلته خپله اوښه  (قصوى ) تړلې اوهمدلته يې دعاکړې وه او همدلته ددعاپرمهال  دا ايت ((اليوم اکملت لکم دينکم....))يعنې نن مې تاسوته ستاسو دين بشپړکړ، نازل شو.
عُرنه وادي (خوړ)
دا وادي اوس نشته اوس دلته دنمره مسجد مخکينۍ برخه ده ،داساحه نه دحرم په حدودوکې ده اونه د عرفات. دلته يو خوړ وو رسول الله ص په دې وادي کې تر ټولو مشهوره خطبه (حجة الوداع خطبه)واوروله، چې د رحيم المختوم دليکوال په وينا يولک اوشل زره صحابه ورته ناست وو   همدې خطبې دې خوړ ته ځانګړى حيثيت ورکړى دى.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
اته پنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
مزدلفه
دادمنى اوعرفات ترمنځ پرته دښته اوغونډۍ ده،دنومونې د لامل په اړه يې ويل کېږي حضرت ادم ع اوحضرت حوا له اسمان څخه تر راښکته کېدلووروسته همدلته يوبل ته نږدې شول، ياداچې حاجيان دلته په تياره کې يوځاى کېږي ،يا داچې حاجيان له دې ځايه يوځايي حرکت کوي.
مزدلفه په احترام وړ ځايونوکې شمېرل کېږي داساحه په حرم کې دننه ده ،مزدلفه له وادي محسر څخه پيلېږي ترماُ زمين (خواپه خوا پراته دوه غرونه)پورې اوږدوالى يې څلورکيلومتره اوټول مساحت يې ١٢،٢٥کيلو متره مربع دى  دمزدلفې يادونه هم په عظيم الشان قران کې شوېده:((فاذا افضتم من عرفات فاذکروالله عندالمشعرالحرام ))(٦) يعنې کله چې له عرفات څخه راښکته شوئ نو دمشعرالحرام ترڅنګ الله ج ياد کړئ .
مشعر الحرام په مزدلفه کې دى، حضرت عمر رض فرمايي چې له مشعر الحرام څخه غرض ټوله مزدلفه ده ،رسول الله ص په حجة الوداع کې دماښام او ماسخوتن لمونځ يوځاى اداکړ،هغه ص دموجوده مسجد قبلې خواته اړولي وو،خوويل  يې چې ماخودلته اړولي دي خوټوله مزدلفه دقيام يااړولو ځاى دى.
دلته هم دماسخوتن اوماښام لمونځ يو ځاى دماسخوتن دلمانځه په وخت کې قصر په يو اذان اودوه اقامتونو اداکېږي لومړى دواړه فرض بيا ددواړو وختونوسنت  اووتر. داهم ددعاګانو ځاى دى خو خوب هم پکې روادى.
(٦)البقره١٩٨
زموږ دشرکت مسؤولينوويل چې وروسته بيروبار ډېرېږي اودشپې په وروستۍ برخه کې روانېږو.
ماخوخپل اودس کلک ساتلى وو، خو پرتشنابونو دبيروبار له کبله مو نور ملګري ډېر په زحمت شول.
يوه  سپين ږيري ته نوبت غلام دستګير ونيوه،په کتار کې غلام دستګير ودرېد اوچې وار يې راغى نودى له کتار څخه ووت اوهغه يې وړاندې کړ،هغه بيچاره سپين ږيرى او کمزورى وو،دننه تشناب کې بېهوښ اوځان اواحرام يې ناولي شوي  وو،کله چې غلام دستګير پوه شو چې سړى په تشناب کې ډېر وځنډېد،نو ورغى لومړى يې پرې ور غږکړ خو چې ځواب يې وانه ورېد دروازه يې وروټکوله،چې بيايې هم ځواب وانه ورېد نو دروازه يې ورخلاصه کړه ګوري چې هلته بېهوښه په بدحال کې پروت دى.
دلته مو له ځان سره دشيطانانو دويشتلو لپاره له اوياوو ډېرې تيګې واخستې، دشرکت مسؤولينو دجمروخواته درې بجې روان کړو ماورته وويل چې که له  سپيدو وړاندې دمزدلفې له ساحې ووتونوبياراباندې دم اوړي اود مزدلفې رسم مونه منل کېږي ځکه چې په مزدلفه کې  دسپېدو او لمر ختو ترمنځه وخت کې حاجيان که څه  هم دلږ وخت لپاره وي بايد پاتې شي،خوهغوى راته وويل چې موږ له مزدلفې څخه  نه وځو،بلکې دمزدلفې اومنى سرحد ته ځان رسوو،ځکه چې وروسته ډېر  بيروبار وي.
خير راروان شو،په دې خاطرچې  ملګري موورک نشي،نوورو _ورو په درې کتاروکې روان وو،دافغانستان بيرغ مو دکتار سرته روان وو،ښځې اونارينه کله ورک اوکله پيدا ،نه مو وادې محسر وليد، نه چا منډه وکړه اونه  دبيروبار له کبله منډه ياتېز تګ کېده،اونه پرې خبرشو.
پوه نه شو چې دمزدلفې له ساحې به کله وتلي يو لمونځ موپه تياره کې وکړ خو ځاى مو نه پېژانده،پرلاره تشنابونه، داودس ځايونه اودڅښلو اوبه پرېمانه وې ، فريزرونه لګول شوي اوښې خوږې اويخې اوبه پکې پريمانه وې،موږ غوښتل چې لږ ورو- ورو لاړشو اوپه داسې وخت کې جمرو ته ورسېږوچې لمر راختلى وي،خوچې کتل مو منزل  مونږدې  او وخت ډېر وو،څوځايه کېناستو،خوپوليسانوناستې ته نه پرېښودلو،کله کله به مو ورته ښځې پلمه کړې چې دوى ستړې شوي دي ،بيروبار ډېر و  دملګرو موندل اوټول يوکتار تلل سخت  و،پرلاره به يويو کمېدلو،نور نو جمروته ورسېدلو خولاهم لمر نه و  راختلى  اودحنفي مذهب له مخې جمرې بايد له لمر ختلو وروسته وويشتل شي، مانورو ته وويل چې همدلته څوشېبې ځانونه وغولوئ چې لمر راوخېژي ،دپوليسانوله وېرې يو ځاى کېناستلى نه شو،همداسې مو وکړ ل څونفره چې پاتې وو له لمرختلو وروسته ورو- ورو    روان شو،ماڅودقيقې په عکس اخستلوځان بوخت کړ،که څه هم زموږپه مذهب کې له لمر ختلووړاندې دجمرو ويشتل ښه کار ندى،خوبياهم دلمر له ختلو وړاندې پرشيطانانو انساني سونامي ورماته وه،پوليس پر ټوله لار ولاړ وو،دبې نظمۍ مخه يې نيوله،له هيچاسره يې بيکونه نه پرېښودل، که هرڅه به پکې وو له حاجې به يې واخست او وبه يې غورځاوه، پرلار دبيکونو ډېرۍ پرتې وې، ماخپل ځينې ضروري شيان په پلاستيک کې اچولي وو چاراته غږ ونکړ.
وادي محسر
دادمنى اومزدلفې ترمنځ هغه ساحه ده چې الله ح پکې دکعبې دورانولو په موخه را روان شوى دحبشې دپاچايمني عيسايي والي دمرغانوپه واسطه له ٦٠زره لښکر سره تباه کړ،داکار په ٥٧١زېږديزچې عام الفيل هم ورته وايي او درسول الله ص دمبارک ميلاد کال هم دى ترسره شو، په دې اړه ،تاريخ ليکونکيو،په لږ تفاوت داکيسه ښه په زور اوزېر سره را اخستې ده، امام ابو الاعلى مودودي په تفهيم القران شپږم ټوک دسورة الفيل په تفسير کې ښه رڼا پرې اچولې ده لنډيز يې دادى چې ،ابرهه داقتصادي ،سياسي اوديني مو خولپاره په يمن کې کليسا جوړه کړه او غوښتل يې  چې خلک نور دکعبې پرځاى ددې کليسا زيارت وکړي ،خودکنانه قبيلې يوعرب ځوان په دې کليسا کې دکليسا دتوهين لپاره انساني حاجت پوره اوکليسا ناولې کړه.
ابرهه په غوسه شو، دکعبې دتخريب لپاره يې ٦٠زره پوځ مکې ته روان کړ،پر لاره ځينو عرب قومونه په ځانګړې توګه دطائف خلکو دلات  د ژغورلولپاره ورسره مرسته وکړه، کله چې ابرهه همدې سيمې ته راورسېد نو الله ج ډلې ډلې داسې مرغان راولېږل چې مخکې آن چاليدلي هم نه وو،دوى دکروت کاڼوپه څېر کوچنۍ کوچنۍ تيګې په مښوکوکې نيولې وې او پردوى يې ورول چې په پايله کې ابرهه له ټول لښکر سره تباه شو له ابرهه سره دمحمود په نوم دده دفيل په شمول ١٣فيلان هم وو.
مفسرين وايي  چې دې کاڼو داسې اغېز کاوه چې پرچابه ولګېد نو غوښه به يې ويلې شوه  ،پمن،به شو،پوستکى به يې تور اوغوښه به يې ورسته شوه، داپه دې معنى ده چې الله ج شاوخوايونيم زر کال وړاندې پر خپل دښمن اتومي اوبيولوژيکي وسله کارولې ده،ځکه دې کاڼو هماغه خواص درلودل چې نن يې اتومي اوبيولوژيکي وسله لري مفسرين وايي که دابرهه دپوځ کوم عسکربه په کوم سوري کي پټ شو نو کاڼى به هملته پرې لګېده لکه نن چې داتوم ګاز سوريوته هم ننوځي.
حافظ ابن قيم جوزي وايي  همدا لامل دى چې رسول الله ص هم دلته تيز روان شو  اونورو حاجيانوته هم سنت دى چې له دې شېلې ياکندې تېز تېرشي،خواوس دسعودي حکومت له دې ځايه اغزن تار تاوکړى او پوليس، حاجيان نه ورپرېږدي.
ځينې تاريخ پوهان وايي چې دې ځاى ته محسر دهمدې لپاره وايي چې ابرهه دلته ذليل اوله حسرت سره مخ شو.
ځينې بياوايي دابرهه دهلاکت پېښه په مغمس نومي ځاى کې چې دعرفات په برابرۍ دحل په ساحه کې ده، ترسره شوېده.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
نهه  پنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
مشعرالحرام مسجد
دامسجدمزدلفه کې جنوب خواته دهغه غره په لمن پروت دى چې دمسجد الحرام اوقزح په نوم يادېږي ،دامسجد دمزدلفې په اوسنۍ نقشه کې پرپنځم سړک پروت دى رسول الله ص په حجة الوداع کې دمزدلفې په شپه له سپيدووروسته هم دې ځاى ته ورغى اودعايې وکړه وروسته دلته مسجد جوړ شو تاريخ ليکونکي  ليکي چې دقريشو مشر قصى چې دحضور ع په نيکونو کې دى به پردې غره ددې لپاره اوربلوه چې حاجيان دمزدلفې لار ومومي،دا دود د رسول ص اوراشده خلفاوو  په وخت کې هم وو،آن اموي خليفه سليمان بن عبدالملک به هم بلوه خو هارون الرشيد داور پرځاى سترې سترې شمعې بلولې ،وروسته ،په دريمه هجري پېړۍ کې  ډېوې بلېدلې اوس خو برېښنا هرڅه سپين پړق کړي دي.
دسعودي حکومت چې په وروستي ځل دامسجد رغولى نو پنځه ميليونه رياله يې پرې لګولي دي له ختيځ څخه يې لوېديځ ته اوږدوالى ٩٠متره ،عرض يې ٥٦متره او ټول مساحت يې ٥٠٤٠مربع متره دى دولس زره تنه پکې په يو وخت کې لمونځ کولى شي، دوه مناره لري چې هريو ٣٢متره لوړ والى لري ،دقبلې له پلو  پرته درې خواووته  دنارينه او ښځينه وو لپاره ځانګړې دروازې لري، له مشعر الحرام څخه تر خيف مسجد پورې پنځه کيلو متره لار ده.
داختر په ورځ لومړۍ ورځ حاجيان يواځې لويه جمره په تيګو ولي ،جمره اصلاً ميده کروت کاڼوته وايي ددې لپاره چې په دې تيګو شيطاني سمبولونه ياشيطاني څلي ويشتل کېږي ،نو استعاراً همدې درې څلوته جمرې ويل کېږي.
دخيف دمسجد له لوري لومړۍ کوچنۍ جمره بيادوهمه جمره بيا لويه جمره راځي،بيروبار ډېر وو خو اوس جمروته نوي پراخه پراخه درې پوړيزه هوايي پلونه جوړ شوي  دي هغه پخوانۍ ستونزې تر ډېره حده حل شوي دي ، په لومړي پوړ کې مې ځان د جمرې بيخ ته ورساوه،اوه   تيګې مې وروارې کړي، ټول خلک جمرې ته ځان نه شي ور رسولى،داکثروتيګې دشيطان پرځاى پر حاجيانولګېږي .تيګې کوچنۍ وي خو داچې ډېرې وي او په مخامخ شيطاني ستن لګېږي نو ټک او ټوک ډېر وي شيطانانو ته دتللو لار بېله د وتلو بېله ده ياپه بله وينا حاجيان دمسجدخيف له لارې ورځې اوشمال خواته ښکته کېږي حکومت شيطاني څلي ډېر لوړ کړي دي په لومړي پوړ ،دوهم پوړ ،دريم اوآن څلورم پوړ کې هم ويشتل کېږي.
لوړو پوړيو ته بريښنايي پوړۍ (زينې)پورته شوي په يوه خوا دورختلولار په بله خوا يې دښکته کېدلو لار ده ،پوليس هلته څوک اوزګار ولاړ نه پرېږدي، اونه دتللو پرلار بېرته راتللو اونه دبېرته راتللو پر لار تللوته اجازه ورکوي کله چې له جمرې ويشتلو اوزګار شوم اخوا ديخوا مې وکتل چې که کوم ملګرى ومومم، خوڅوک مې ونه ليدل ،ستړى هم وم ،کرارکرار دخپلې خېمې خواته روان شوم،دجمرې اوزموږ دخېمو ترمنځ ډېر لاروه،موږ دمزدلفې په ساحه کې وو چېرې چې زموږ کمپ وونو له دې ځايه کوم سل متره مخ په منى دمزدلفې لوحه وه،لارموندل هم اسانه نه وي په هر حال ،خېمې ته روان شوم،بېروبار ډېر زيات وو، خومادخپل کمپ شاوخوا غونډۍ ګانې نښه کړې وې،زموږ  کمپ ته نږدې دمبايل انټنونه هم وو،خو بياهم کمپونه سره ورته وي،دخپل کمپ موندل سخت وي.
نهه بجې کمپ ته ورسېدم،سړه ثنا وه،په دې کمپ کې دجنوب اسيادمطوف اړوند د  ٧٨مکتب٥٠٠٠ حاجيان وو  خواوس ډېرکم خلک دلته ښکارېدل زموږ کمپ ته لاهېڅوک هم نه وو راغلي ، اوس راته په مخ کې قرباني پرته وه،چې بايد ويې کړم، سر وخريم او احرام وباسم،ملګري مې لانه وو رارسېدلي زموږ دشرکت ډېروخلکو دصحايفې په نوم يو شرکت کې دقربانۍ لپاره نومونه ليکلي اوپيسې تحويل کړې وي.
جمرات
دجمرو ويشتل  دحج له واجباتو څخه اوابراهيمي سنت دي ، رسول الله ص هم جمرې وويشتلې اوامر يې وکړ چې ((خذوا منى منا سککم))يعنې له ماڅخه مودحج مناسک زده کړئ.
دجمرو د ويشتلوفلسفه په اسلام کې ښودل شوې چې شيطان زموږ ازلي دښمن دى اوله هر ډول شيطان اوشيطاني وسوسو سره بايدتل په جنګ  واوسو.
حضرت عبدالله ابن عباس رض فرمايي: کله چې حضرت جبريل ع ،حضرت ابراهيم  د حج دمناسکو ښودلوته روان کړ نو دجمره عقبه سره ورته شيطان ښکاره شو، نوهغه همدلته اوه تيګې پرې وار کړې.
رسول الله ص د ذوالحجې په لسمه غرمه مهال جمره عقبه يا لويه جمره همدلته وويشتله اوپه ١١_١٢_١٣يې له زوال  وروسته درې واړه جمرې وويشتلې.
رسول الله ص دحجة الوداع په وخت کې دلته هم خطبه ورکړېده.
سعودي حکومت اوس هلته پراخو اوسرپټو پلونو ته ورته و دانۍ جوړې کړيدي ،له لومړي څخه تر څلورم  پوړ پورې دګردو دايرو په منځ  همداپايې د شيطانانويا جمرو په نوم پېژندل کېږي داپايې په هغه ځاى کې پورته شوي دي چېرته چې شيطان ليدل شوى اودحضرت ابراهيم ع لخوا پر کاڼو ويشتل شوى دى.
سعودي د بيروبار دمخنيوي لپاره حاجيانو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي دي، دا دايرې په لومړي ځل په ١٢٩٢هـ ق کې جوړې شوي موخه يې اسانتيا اوپه يو ځاى کې دتيګو راغونډېدل دي.
په هغه  وخت کې چې دجمرو شا وخواته  دايره جوړېده نو دلويې جمرې ترڅنګ سل متره لوړ غرګوټى وو چې له همدې امله داڅلي ياپايه نيمه راغلې ده.
دلومړي يا لويې جمرې او دمنځنۍ جمرې ترمنځ واټن ٢٤٧متره او دمنځنۍ او کوچنۍ جمرو ترمنځ واټن ٢٠٠متره دى.
کله چې دلوى اختر په لومړۍ ورځ دشيطانانو له ويشتلواوزګار او منى کې خپلې ته لاړم نو زماملګري هلته لا راغلي نه وو ،ستړى هم وم اوپه احرام کې هم خو لا مو دحج ځينې مراسم لکه قرباني، حلق اوطواف پاتې وو.
 
قرباني او که سرګرداني
موږ دمولنا يار محمد په هڅونه دقربانۍ لپاره دصحايفې په نوم يوشرکت کې داخله کړې وه، زموږ دشرکت ډېر کسان مولنا همدې شرکت ته وروستي وو،هلته مو په خپله پسونه وليدل ، دهر نفر لپاره مو ديوه پسه ٤٢٠ رياله تحويل کړل او دپيسو رسيديې راکړ، دشرکت مسؤولينو راته وويل چې که داختر په ورځ ټول راځئ ، که خپل استازى رالېږئ اوکه موپه ټيليفون  خبروئ  موږ ستاسوپسونه حلالوو، ماډګروال سميع ته ټېليفون وکړ هغه اوڅه نور ملګري مو راورسېدل، خلکو تشويش راواچاوه، چې که  شرکت ته پخپله ورنشئ، اوپه ټېليفون خبر ورکړئ نو تاسوته ښه وکړي خو بيا حلاله درته نه کوي.
موږته څو تنو خپل وکالت اودشرکت رسيدونه راکړل چې دهغوى په استازيتوب هم دهغوى پسونه قرباني کړو،حکومت دحج په ورځوکې د ازدحام په ځاى کې ټکسي اوعام موټر نه پرېږدي،موږ له ٥٠ دقيقوڅخه پر پښو ډېرمزل وکړ،او دشيش ابو داؤد پرلاربازارته راووتو،ټکسي ته مو ادرس ورکړ او صحايفې شرکت ته روان  شو،په رسيدکې دشرکت ادرس وو،سره، له دې  چې زموږ دټکسي چلوونکى دمکې معظمې اوسېدونکى وو،بياهم په موندلو کې يې له ستونزوسره مخ شو او    اخواديخواګرځېدو،څوشرکتونو ته لاړو خو منفي ځواب موترلاسه کاوه،مولنا يار محمدته مو ټېليفون کاوه، دهغه ټيليفون،بند و.
ستړي ستومانه لالهانده ګرځېدو ،ګرمي، بې خوبي،احرام ،شرکت نه موندل او دمولنا دټيليفون بندېدل، دلوى اختر لومړۍ ورځ .... هغه عوامل و چې زموږ  خفګان اوستړتيا يې لا زياتوله،نور دشرکت له موندلو مايوسه وو ما ملګروته وويل چې زه  بل پسه اخلم خوموټر چلوونکي د صبر او زغم ډاډ راکاوه، موږ يې په موټر کې پرېښودلو رسيد يې واخست،څودقيقې وروسته راغى ويل يې ځاى مې وموند،خو شحاله ورسره روان شو.
څه باندې يوه بجه مو شرکت ومونده،پرشرکت ډېر بيروبار وو هرچاغوښتل پسونه يې ژرحلال شي،ځکه چې تر څوحلاله ونه کړي نو نه وېښته کمولى شي ،نه جامې اغوستلى شي، اونه طواف کولى شي.
هرچاپرشرکت نيوکه کوله چې پيسې يې له ډېرو خلکو اخستي دي اودحلالې ځايونه (قصابخانې)اوقصابان يې کم دي،سلګونه خلک منتظر ولاړ و ،د ځينو په پرچويا رسيدکې سل پسونه وو آن يوافغان خو ددوه سوو تنونماينده وو هرڅوک به چې ورغى نونوبت ته به درول کېده،او  هر سړى به دڅو تنو آن کله کله د لسګونو اوسلګونو تنو وکيل وو،موږچې حالاتوته کتل نو نن خوپرېږده آن سباهم وختي نوبت نه راته . مکي چلوونکي ته مو وعده ورکړه چې تاته پسونه درکوو خودنوبت درامخکې کولوهڅه وکړه،په همدې هلو ځلوکې وو چې سترګې مو پر مولنا ولګېدلې،له سلام کلام وروسته پوه شو چې ده دهغو حاجيانو له وېرې ځان پټ کړى او ټېليفون بندکړى دى. چې ده شرکتونو ته دقربانۍ دداخلې لپاره وروستي دي.
ځينو خلکو تور لګاوه چې مولنا له شرکت څخه دهرحاجي پرسر کمېشن اخيستى اوځينې حلال شوي پسونه يې هم وړل.
سنت داده چې قرباني په منى کې وشي اوس دحاجيانو دبيروبار له کبله يواځې حاجيان هم همدلته نه ځايېږي  قرباني خو لاپرېږده  ،دارشاد حج اواوقافو وزارت مرستيال محترم منيب صاحب راته وويل چې ددوى دپنځه دېرش زره حاجيانوله ډلې څخه يواځې لس زروته په منى کې ځاى ورکول شوى نور ټول دمزدلفې په ساحه کې وو.
دهغه په وينا ،علماوو هم دا فتوا ورکړېده چې دمنى د ساحې دتنګوالى له امله که څوک په مزدلفه کې شپې وکړي هم صحيح ده.
زموږ نه پسه په کار و  اونه يې غوښه ،موږ غوښتل چې زموږ ذبحه زموږ بروړاندې وشي،اوپه ډاډه زړه ځان له احرامه وباسو په سلوکې لس حاجيان هم له شرکتونو څخه خپل پسونه نه وړي.
مولنا مو راټينګ کړ،هغه اخوا دېخوا ټېليفونونه وکړل،خپله ننووت چې بېرته راغى ويل يې لږ صبر وکړئ کار کېږي، موږ له وخت څخه ګټه واخسته ،دهمدې شرکتونو ترڅنګ دڅارويو ګڼ منډويان شته دي . زموږ دشرکت يوتن مسؤول محمد نادر  چې په حاجې ګل اغا مشهور و نه دخپل  ځان  اونه هم  دخپلې  مور لپاره داخله کړې وه،هغه سميع ته پيسې ورکړې وې چې دوه څاروي ورته واخلي، اودهغه لخوايې ذبح کړي، خو پرمايې هم له هغه سره دمرستې غږ کړى و،موږ داعرب ډريور له ځان سره ملګرى کړ ښه وګرځېدو څاروي مو بيه کړل دامهال بيې را پرېوتې وې، په هغو پيسو چې موږ شرکت ته ورکړې وې ښه پسه کېده ،يو اوښ مو بيه کړ ،پنځه زره رياله وو،يوبل يې راته په درې زره او اوسه سوه رياله بيه کړ،زموږ يوبل ملګري هم داخله نه وه کړې لاړو درې پسونه مو وپېرل مذبح ته مو راوستل ،هرپسه په ٣٧٠رياله ياسل ډالره وشو،او دهر پسه دذبحې اجوره مو ٣٠رياله ورکړه، دحاجي ګلاغاپيسې کمې شوې، ماته يې وويل چې ته يې له خپل جېب څخه ورکړه ،چې راغلې دربه يې کړم  ما هم ورکړې، سره له دې چې سميع څوځله ورپه ياد هم کړې خو تر اوسه يې هم ندي راکړي.
په دې درې پسونوکې موږ يو د ټکسي ډريور ته ورکړ ،يويې يوبل تن چې زموږسره يې دپسونو په پيرلوکې مرسته کړې وه،واخست پر يوبل يې هملته په مذبح کې ددوه تنو دعوه شوه.
موږ سخت پښېمانه وو چې په شرکت کې مو داخله کړې وه او خپل لاسونه اوپښې مو  پخپله تړلي دي. بېرته صحايفي شرکت ته ورغللوخو لاهم نوبت نه وو ،دماسپښين لمونځ مو ناوخته شو، بالاخره شا وخوا درې نيمي بجې نوبت راغى، يوتن منشي  به راغى د څلوېښت ، پنځوس  تنو نومونه به يې واخستل  داکسان به وړاندې  دروازې ته ورغلل دننه مذبح کې زرګونه پسونه ولاړ وي ، ددروازې په مخ کې اوسپنيز جال اوبل خواته دمذبح ديوال وي، کله چې داجال ډک شي شاوخوشپته پسونه به پکې ځاييږي بيايوځل ټول پسونه له بلې دروازې مذبح ته ننوېستل شي،هلته يې قصابان په چړوحالالوي، کله چې دحاجې په نوم پسه مذبح ته ننوېستل شو نوبياحاجي نه خبرېږي چې رښتياهم ذبح شو اوکه نه،اوآيا دا پسونه ټول ذبح شول؟ يعنې که شرکت ټګي وکړي حاجيان پرې نه پوهېږي ځکه چې څوک دخپل پسه جسدنه غواړي ،زموږ څوارلس پسونه وو،کله چې داپسونه ذبح کړل شي،بيايې په چتونو پورې اوسپنيزو ميلوپورې نښتو چنګونوکې راځوړندوي،په  پايپونو يې وينځي اوله دې ځايه داچنګونه کشوي اوځاى دنويو پسونو حلالولوته اوزګاروي.
هلته داتېروېستل ياځان غول ډېر دي  ګويا ذبحه دې شوې ،ځان له احرامه وباسه خوذبح لانه وي شوي ډېر شرکتونه داکار کوي   .
لږ وروسته موږته وويل شول چې پسونه مو ذبح شول.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
شپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
البيک
له دې ځايه په ټکسي کې سپاره اوخپلې عمارې ته روان شولو، ماښام ورسېدو ګوروچې دمولنا اوښى نجيب چې زموږ  په شرکت کې دمعاش په بدل کې توظيف شوى و له موږ مخکې تللى ووځانته يې ډېرخوندور خواړه راوړي وو خولايې خوړلي نه وو،سميع دهغه ست ته ونه کتل ماته يې هم وويل چې بسم الله کړه،دچرګ ټوټې په ترخواوترشو مسالو کې له يوډول خوندورې چکني او داوګې (هوګه)له مربع سره هغه دپېښوريانو خبره ښه چک لګاوه.
په ډبي کې له بند دې جرګ سره دوه روسټ هم ورکوي ماله نجيب څخه ددې خوندوروخوړو دنوم او ادرس پوښتنه وکړه ،هغه وويل چې دېته البيک وايي  اوپه همدې نوم کمپنۍ او په ټول سعودي کې نماينده ګۍ لري،په قوي ګومان ده يې راته بيه ١٦رياله وښوده ماته په ١٦رياله هم ارزانه ښکاره شو،خوورسته چې پرې اموخته شوم نو نرخ يې يوولس رياله وو،ددومره خوندورو خوړو دومره ارزانه بيې ته حيران وم.
البيک کمپنۍ نه پوهېږم په کوم مهارت دمرچ ،تروشو موادو اوسرکې چکني دچرګ اندام ته داسې ورننباسي چې اندام هېڅ بېل شوى نه ښکاري داسې لکه په پيچکاري کې چې ور ننوېستل شوي وي.
البيک تريخ هم وي اوبې مرچوهم چې عربان يې تريخ ته حار(ګرم)اوبې مرچو  ته  بارد(يخ)وايي البيک مو چې وخوړ بيابه مو په شرکت هر وخت راغوښت ،له يوتن څخه به په ډبي کې  بند يوخوراک   اضافه کېده، په مدينه منوره کې مې هم د البيک شرکت وموند، حرم ته نږدې زموږ عمارې ته پرلار وو.
 په مدينه منوره  کې زموږ داستوګنې په وروستيوکې يوه ورځ زه ،دهرات پوهنتون دشرعياتو دپوهنځئ استاد عنايت الله ،ګل احمد  او د وه تنه نور هراتيان   دماسپښين له لمانځه راووتو ويل  يې چې ځو په کوم هوټل کې ځانته خواړه رااخلو،ماورته وويل زه ه هم ځم خو زه البيک خورم ،هغوى البيک نه پېژانده، مايې ورته ډېر توصيف وکړ، هغوى هم تشويق شول، لاړو نوبت ته ودرېدو يوولس ،يوولس رياله مو تحويل کړل،محاسب دپيسو رسيد راکړ،اوپه بله غرفه کې مو حار يا مرچو والا البيک واخست په دوه رياله به پيپسي هم وه هغه هم ورسره ډېر خوند کاوه ، دوى له ځان سره خونې ته وېوړل اوزه هملته پر ميز کېناستم، ډوډۍ مې وخوړه، دحرم شمال ته په سودا اخستلو بوخت وم چې ټيليفون  مې وشرنګېد، چې تڼۍ مې کېکاږله له هغې خوا د استاد عنايت الله غږ وو، له سلام وروسته يې په ګيله من او ماڼيجن انداز راته وويل چې تاخوڅلوېښت شپې له موږ سره ډېر غټ ظلم کړى دى ، دې خبرې ته حيران شوم ځکه چې عنايت الله زما ګران دوست،  نېک ارام اوسرخلاصى شخص وو،په مکه معظمه کې به هم ډېر يوځاى ګرځېدو، اودلته هم، سره له دې چې پخپله  هم دشرعياتواستاد وو خو دحج ډېر مسايل يې له ماپوښتل.
ماله هغه سره هېڅکله هم ظلم خوپرېږده آن بې اخلاصه اوبې مينې خبره هم نه وه کړې ،په لږ وخت کې مې د ذهن پرپرده ټول څلوېښت ورځنى سفر تېر شو خوله دوى سره د منفي چلند په اړه مې پکې څه ونه موندل په حيرانتيامې ځواب ورکړ  : الله ج دې نکړي وروره څه خبره ده کوم ظلم ؟هغه غوښتل زما اندېښنه او سودا لازياته کړي،: (( هو ظلم ،لوى ظلم او هغه هم پرموږستا لخوا   )) ورته مې وويل چې استاده وارخطا او اندېښمن دې کړم،څه خبره ده؟ هغه راته وويل چې له دې بل لوى ظلم کوم دى چې ته دا دومره وخت له دومره خوندورو خوړو هغه هم په دومره ارازانه بيه خبروې او موږدې نه خبرولو؟ هغه هم البيک ډېر وستايه پرېکړه مو وکړه چې څو خوراکه البيک به له ځان سره افغانستان ته هم  وړو.
چاغي که ناروغي
په خپله خونه کې دالبيک له خوړلو وروسته مو سرونه وخرېيل، جامې  مو واغوستې حرم ته د طواف صدر يافرضي طواف په نيت روان شوم، دګرمۍ او پلي تللو له کبله  مې ورنونه لګېدلي او سوځېدلي وو، دابن لادن مسجدته نږدې شوى وم چې د ورنونودرد اوسوخت مې نو رهم ډېر شو، دګام له اخستلو سره به مې چې ورنونه يوله بل سره ولګېدل،نو ډېربه وسوځېدل، هرګام مې په ډېر زحمت اخست، ماخپل ځان ته وويل  چې ته عادي تګ نشې کولى نو په دومره بيروبار کې به طواف څنګه وکړې؟ پښېمانه او له لارې بېرته خونې ته ستون شوم.
زه ډېر چاغ نه وم حج ته دتللو پرمهال مې وزن شاوخوا اتيا کيلوګرامه و خودحج ستونزو پوره څلورکيلو کم کړى وم ، هلته ګرمي هم وه او ما داډېروخت  دومره پلى تګ هم نه وو کړى .
وموپتېيله چې دشپې منى ته ځو سبا سحر به طواف ته راشو همداسې مو وکړل، دشپې نهه نيمې بجې موټکسي ونيوه او منى ته روان شو.
داختر په ورځوکې قېمتي ډېره زياته وه ټکسي وانانو د لس ريالوپه مسافه کې اويا اتيا رياله غوښتل موږ دهند دراجستان ايالت له يوه اوسېدونکي ټکسي چلوونکي سره سپاره شو، لار دبيروبار له کبله بنده وه،پوره يونيم ساعت په موټر کې ناست وو،اخر مو زړه تنګ شو له ټکسي څخه  دعزيزيه شاته له جمرو ډېر لېرې ښکته شولو په پښو دشاوخوا دوه ساعته پلي مزل وروسته دخيف مسجدله لارې دغره په لمن کې منى ته خپلې خېمې ته يوه نيمه بجه دشپې ورسېدو.پلي تګ او دورنونو سوخت او دردښه په تکليف کړم .
پرلاره دمسجدخيف ترڅنګ چاخيرات (سبيل)کړى وو ډېره خوندوره افغاني قورمې ته ورته قورمه وه، موږ هم وږي وو په غرو او غونډيو مو پلى مزل کړى و  ټولو واخست زما هم تاب رانه غى.
 
دسعودي مسافرۍ خوړلي
شپه  مو په منى کې وکړه، سباته دطواف لپاره حرم ته روان شوم،پرلار راسره زما دحج  دملګري ايوب دماما زوى ضابط اصف اودهغه دتره زوى عبداللطيف ملګري شول، ايوب دلوګر ولايت اوسېدونکى دى، ځان يې ستانکزى اودجنرال سالم احساس چې هغه مهال دهرات امنيه قوماندان و دتره زوى راوپېژانده. دهغه له موږ سره ډېره جوړه وه خوراک او څښاک يې هم له موږ سره و او له خپلې مورسره حج ته راغلى و،ايوب ويل چې دجنرال احساس برکت دى چې ده او مور ته يې دهرات په سهم کې ونډه ورکړل شوه.
اصف ضابط پخوا داتحاد په حربي پوهنتون کې استاد و دامهال دسعودي په حايل ښار کې ودانيز کارونه کوي، هغه وايي سره له دې چې واده يې کړى  وو بياهم کله چې سعودي ته لومړى ځل راغى نو شپږ کاله دلته مسافر و اوشپږ کاله يې خپله مېرمن ونه ليده.
عبداللطيف هم له مدينې منورې ٤٥٠کيلومتره لېرې په قصيم کې کرايي خونه لري خوټکسي چلوي وايي چې ګرځم راګرځم  اوپه خپله خونه کې په مياشت کې دوه شپې هم نه کوم.
دايواځې ضابط اصف نه دى چې شپږ کاله  پرلپسې له خپلې مېرمنې اوکورنۍڅخه لېرې وو زه داسې کسان هم پېژنم چې په سعودي اونورو عربي هېوادونوکې يې پرلپسې  لس کاله مسافري کړې  او لس کاله يې مېرمن او کورنۍ نه دي ليدلي، بياچې کورته راغلي نو مياشت يوه نيمه يې تېره کړې بېرته تللي اوپه کلونو کلونو له خپلې کورنۍ لېرې پاتې شوي دي.
زموږيو دوست دپنځه ويشتوکالو راهيسې په سعودي کې ژوند کوي ښځه او بچيان يې هم  د پاکستان دهجرت د چاپېريال کې په يوه کمپ کې په خټينو کوډلوکې  اوسېږي په دې پنځه ويشت کالو کې به يې دوه کاله هم له خپلې مېرمنې او بچيانو سره نه وي تېر کړى، دده ددې پنځه ويشت کلنۍ مسافرۍ دمحصول اوسپما کچه له دې ښه جوتېږي چې هغوى په افغانستان کې کور اوپټى نه درلود او اوس هم  درې ،څلور بسوې ځمکه ځانته اخستلى نشي چې کور پکې جوړ کړي،ښه نو اوس تاسو وواياست چې داډول ژوند څه معنى ،دانو ژوند دى؟
ايا دداډول خلکو مېرمنې انسانانې نه دي؟ ايا هغوى نفس، جنسي غرايز ،غوښتنې اوحقوق نلري؟ هغوى که دخپلو غرايزو داشباع لپاره نورې لارې اونامشروع روابط پالي نوايا کورنۍ به يې په کې مسؤولې نه وي؟
يو ځل زمايودوست قاضي ته يوه دوسيه راغلله، يوچا يوهلک له خپلې ورېندارې سره دنامشروعو اړيکو په تور وژلى وو ښځه يې هم محکمې ته راوستې وه، داښځه له مبالغې پرته ډېره ښکلې ،ډېره صحتمنده  اوډېره ځوانه وه، شاوخوا ٢٤کاله عمر به يې ووقاضي ترې وپوښتل  چې ولې دې دا ناروا کار کاوه، په داسې حال کې چې مېړوخه هم يې؟ښځه نه منکره شوه اونه يې قسم او قرآن وکړ -ويې ويل:قاضي صاحب ته دحق اوعدالت پر څوکۍ ناست  دخداى ج او دهغه د رسول  ص خليفه يې ،ته حق او ناحق ،انصاف اوبې انصافي پېژنې،تاته ديو انسان او بياديوعالم په توګه انساني غرايز ،فطري غوښتنې ځواني او دځوانانو احساسات او دځوانۍ لېونتوب ښه معلوم دي، لهجه يې تونده اوپه عين وخت کې ژړغونې شوه ته ووايه زه څنګه وکړم :مېړه مې چې واده کړم، يوه مياشت راسره  و اونور رانه تللى دى، دايې نهم کال دى چې په لندن کې دى،په دې نهو کالوکې مې هېڅ ليدلى هم ندى،هلته قبول شوى دى خپله عياشي اوفحاشي کوي، سره له دې چې ما بيولى هم شي خونه مې بيا يې اونه مې طلاقوي ، هروخت له لوڅو نجونو سره خپل اخستي عکسونه او ويډيويي چکرونه هم رالېږي،پيسې هم  خپل پلار او وروڼوته رالېږي،وروڼه يې له خپلو ښځوسره خوشحاله ژوند لري،خوزه دکور وينځه يم، دکور،کار او خدمت پر مادى،اوخوندونه اومزې ددوى، تر دې چې يورګانې د(لېورونوښځې )مې زمادسوځولولپاره هرسحر دغسل لپاره اوبه هم پر ما تودوي، اوآن تشناب ته يې هم راباندې وړي، نوزه څنګه وکړم؟
ايازه انسان نه يم،زه خواهشات اوغرايز نلرم؟ که دده ښځه په کارنه وه نو زماژونديې ولې خرابوه؟ اوس چې قبول شوى اومابېولى هم شي نو ولې مې نه بيايي؟ نه کوم بچى لرم اونه کومه  هيله اواسره؟ دلېورونو او يورګانومزدوري اوخدمت کوم،نه مې خسر غږ اوري اونه مېړه، اونه لېورونه، هغه هلته خپل ساعت تېروي هرڅه ورته پريمانه دي،اوزماپه کيسه کې هم ندى،قاضي صاحب اوس ستاانصاف ستاعدالت اوشريعت چې اعداموې مې اوکه سنګساروې مې؟
اسلام همدې نزاکت اودښځو حقوقوته په پام سره مسافروته حد اکثر څلور مياشتې وخت ټاکلى دى، يعنې داسلام له نظره مېړونه بايد له له څلور مياشتوډېر له ښځو بېل نه وي.
پښتنو يوه بله سهوه وکړه ،دجهاد اوهجرت پر مهال به پښتنودوبۍ ،سعودي،ايران  ،اردن ،مصر اوسوريې ته دمزدورۍ لپاره زور کاوه،اوهغو نوروبه لندن داروپانورو هېوادونو ،امريکا،کاناډا او استرالياته.
پښتنو  به دعربو ډاګونه ابادول ،هغه ماشينونه به يې چلول اوهغه درانه کارونه به يې کول چې د نورو له وس به وتلي وو،دعربو تودې اوسوځنده ګرمۍ به يې زغملې ،هغه هم دډېر کمې تنخوا اوحق الزحمې په بدل کې اونورو به هلته لوړې زده کړې کولې، ښه ژوندبه يې کاوه، حکومت به کور اور، خواړه ،جامې او معاش هم ورکاه.
دافغانانو په شمول بهرنيان، چې عربان يې اجنبيان(پردي)بولي سعوديانو ته  ډېرکم معاش په بدل کې کار او خدمت کوي او دمريانو په څېر ورته چلېږي خوکه پنځوس کاله هم ورسره تېرکړي نه تابعيت ورکوي ،نه دکور وروستلو اجازه ،نه دملکيت  اونه دمستقل کار وبار اجازه. که ټکسي هم چلوي نود يو کفيل په نوم به وي اوډېر کفيلان بيافرعون صفته اوقارون مزاجه وي چې لږ يې فکر واوړي بيادمتکفل هرڅه په خپل نوم اودکلونو خواري اوګټه يې په مفتوکې دځان کړي،که لږ  يې تر غاښ لاندې شګه شوه نوبيا متکفل يا مزدور دهغه دخپل حق په غوښتلوپرحکومت بندي کولى هم شي.
دحرمينوهندار
دحج يونليک
يوشپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
دحج دوزير دوه مخي
په حرم کې ډېربيروبار و په ډېرزحمت مطاف ته لاړم طواف مې وکړ له دې طواف سره زموږ حج پوره شوى ګڼل کېږي دوه ورځې نور هم جمرې ويشتل کېږي خو هغه فرض ندي.
ما سحر چاى نه وو څښلى د ام او انارو اوام اوخرما دوه خوندور جوسونه مې وڅښل له ماما (حبيب الرحمن استاد)سره مې داختر مبارکۍ لپاره دهغه استوګنځى ته ورغللم دغرمې ډوډۍ له خوړلو وروسته دهغه دملګري ډاکټر عبدالقدير فتح آبادي خونې ته ورغللو له ډاکتر عبدالقدير سره مانه پېژندل خودده په خونه کې يوبل تن زما ډېر احترام وکړ، هغه مهذب او هوښيار شخص وو،ماته يې ويل   چې  زه دې غايبانه پېژنم، هغه ځان دکامې اوسېدونکى ډاکټر ناصر او د درانه استادمحمداصف صميم او قاري عبدالله ترورزى راوپېژانده، ډاکټر ناصر داهم وويل چې  دقاري صاحب عبدالله موريې چې داستاد صميم خواښې ،دتره ښځه اوترور هم ده له ځان سره حج ته راوستې ده.
ډاکټر ناصر شکايت کاوه چې دحج او اوقافو وزارت دحاجيانو پر وړاندې ډېر بې تفاوته دى، دحج معلمين يې ناپوهه دي ،بعثه دچاپوښتنه نه کوي ،عمارې له حرم څخه ډېرې لېرې دي،هغه دحج اواوقافو وزير په دوه مخۍ تورن کړ اوويې ويل چې  يواځې دنمايش لپاره يې څو عمارې حرم ته نږدې نيولي دي چې په هغوى کې هم لوړ پوړي دولتي چارواکي اوسېږي.
زه ،ماما مې، ډاکټر عبدالقدير اودهغه يو دوست په ټکسي کې دجمروويشتلولپاره روان شو،له شيش ابي داوود سره ښکته شو او پر هوايي پلونو مو په دريم پوړ کې نږدې ماښام شيطانان وويشتل.
ټکسي چلوونکى دمکي اصلي اوسېدونکى و. هغه پر شاهي کورنۍ نيوکه کوله چې يواځې دځان په غم کې دي اويواځې خپل جيبونه ډکوي، خفه وو چې په سعودي کې ګراني (قېمتي )ډېره شوې دکورونو کرايې لوړې شوي او دنېستمنو د ژوند ،دپرمختګ لپاره څوک کار نه کوي.
هغه وويل چې ده تر داڅه مودې پورې دکور کرايه ١٢٠٠رياله ورکوله خواوس يې پرې ١٩٠٠رياله کړېده.
هغه څو ؛لوړې اسمانڅکې ودانۍ راوښودلې، ويل به يې دا دفلاني شاه زوى (شهزاده )ده اودادفلاني شهزاده دي.
دلته دحرم د دروازودنومونو په شمول هرڅه  انحصار دي.
بې خونده مېوې او لوړې  بيې
سعودي له خرما پرته بله ميوه ډېره نلري،په منى کې قېمتي ډېره زياته ده،مالټه،نارنج ،مڼه  خټکى او غټې ،غټې بې خونده کېلې او بې خونده چينايي ناک کيلو  له لسو تر شپاړلسو ،ريالو وو، اوله منى پرته په نورو  ځايونو کې له اتو تر څوارلس ريالووو،په سعودي کې د چرګ غوښه ډېره کارېږي ډېر خوراک په بندو پلاستيکي قوطيوکې وريجې،د چرګ غوښه  او ورسره قورمه ده، چې تيار په يخچالونوکې ايښې وي.
په منى کې موږ ټولو ته ډوډۍ حواله وه خوخلک به ډېر کم وو پوه نه شو چې دااضافه ،بند خواړه ،پنېر اوډوډۍ به مولناڅه کوله؟
دحج په ورځوکې بې نظمي اوبې تفاوتي ډېره وه،حاجيان دحج مناسکوته ډېر ملتزم اوپابند نه وومثلاً چابه له قربانۍ وړاندې حلق اوقصرکړى و چابه قصرنه و کړى اواحرام به يې غورځولى و ،چابه قرباني نه وه کړې،چاشرکتونوته دقربانۍ لپاره پيسې ورکړې وې خوبياترې هېڅ خبر نه وو، چابه جمرې نه وې ويشتې ،څوک به څوڅو ورځې ورک وو.
پرشرکتونو څاراونظارت نه و، افغاني بعثه چانه ليده اونه چاپېژانده له حاجيانو دهغوى  دستونزو پوښتنه نه وه،چارواکي به په لوکسو موټروکې اخوادېخواګرځېدل.
په منى کې يوځل په داسې حال کې چې سخته ګرمي وه، اوباران ته هم ډېره اړتياوه ،ښه شړکنده باران وشو،پرلارو اوسړکونو اوبه وبهېدلې،موږته تشويش پيداشو چې هسې نه اوبه مو خېموته راننوځي له دې  باران سره هواښه شوه .
)دلته خو هريوسړى غل دى خپلې وسې پورې  (
 داختر ددرېمې شپه موهم په منى کې وکړه،سبا سحر(داخترپه درېيمه)چې دجمرو ويشتلو وروستۍ ورځ وه مولنا يارمحمد چې خپل نوم يې محمداکرم انداربي وو او دځينوستونزو له امله يې خپل نوم بدل کړى و  حاجيانوته وويل چې نن موپه منى کې وروستۍ ورځ ده، خپل بيکونه راوړئ چې عمارې ته يې وړو، حاجيانو خپل لوى بکسونه په عمارو کې پرېښي وو او کوچني لاسي يادغاړې بيکونه يې ورسره وو، دابيکونه  يې ورته راوړل کله چې بيکونه راوړل شول، نوورته يې وويل چې اوس دهر بيک په سر پنځوس رياله هم راټول کړئ چې دټکسي کرايه ورکړو ،دې خبرې حاجيانوته خوند ورنکړ،ځينو يې جنجال پيل کړ، چې داپيسې خو ډېرې زياتې دي،  موږ دلته کم ترکمه ١٨٠تنه يو، داخو نهه زره رياله کېږي  اوټکسي خودوه سوه رياله هم نه غواړي، خو مولنا ورته هم داويل چې که څوک يې نه ورکوي هغه پوهېږي اوبيک يې حاجيان مجبور وو،ځکه چې هريوه عماروته بيکونه  وړلى نه شول، اوپه جمروکې هم پوليسو نه پرېښودل.
زه چې خبر شوم،ډېره غوسه راغلله ، مولنا مې ګوښه کړ،په غوسه مې ورته وويل چې لږ له الله ج څخه ووېرېږه ته څنګه مسلمان اوبياافغان يې چې له ژوبلې ګوتې نيول کوې، ته څه فکر کوې چې داحاجيان د شکايت ځاى اوبله اسره  نلري؟ که هېڅوک نه وي زه اوس بعثې ته ټېليفون کوم اوستاله نا روايې خبروم مولنا ماته وويل چې استادجانه ستا او ستادملګرو بيکونه به وړيا ويسو نور يې څه کوې،ماورته وويل چې دايواځې زما او زما دملګرو خبره نده،داټول ز ماورونه دي، دشرکت مسؤولينوته مې وويل چې ددې بيکونو لېږد خو ستاسو کار او مکلفيت دى ولې يې نه وړئ؟او ولې مولنا ته ددومره ظلم اجازه ورکوئ غوسه مې ورته ورو ورو ډېرېده، هغوى هم لومړى راته وويل چې استاده  ستا بيک موږ پخپل موټر کې وړو او ددې خلکو لپاره زړه مه خوره  دوى په دومره جنجال نه ارزي خوزه دوى ته هم په غوسه شوم،با لاخره سيد نصير اومولناګوښه لاړل له څو دقيقو وروسته بېرته  راغلل ماته يې وويل چې ځه همدومره پيسې ترې راغونډې کړه چې دوه ټکسي پرې  ونيسو  اولفت ته يې هم  ورکړو چې تر ټکسي يې ورسوي، ماهم ملګروته وويل چې ځئ،شپږ سوه رياله ورته برابر کړئ له دې وروسته به مولنا اودشرکت مسؤولين له ماډېر وېرېدل .مولنا ډېر وروسته يو ورځ راته وويل چې (استاد جان اينه ده روز  منى رزق مارابه لغت زدى)
ما هم ورته دعزت الله ځواب دابيت واوروه چې :((دلته خو هريوسړى غل دى خپلې وسې پورې ))
 
دشيطانانو له برکته ددوستانو موندل
داختر په دريمه ورځ هم ددوهمې په څېر جمرې( شيطانان) له زوال وروسته ويشتل کېږي،خو ددې لپاره چې بيروبار ډېر زيات ووډېرحاجيان آن لس بجې ور وران شول، موږ هم لس بجې له خېمو راوتل پيل کړل،لس نيمي بجې به د مزدلفې اومنى لوى سړک ته  چې له پاسه پوښل شوى او ګرد چت لري راوتلي يو داډېر پراخ سړک دى چې حاجيان پرې له مزدلفې څخه جمرو ته ورځي حکومت دلته هم ډېر کار کړى دى، دسړک دواړه خوا دڅښلو اوبه ،داوداسه ځايونه اوبيت الخلاوې جوړې شوي دي.
دبيروبار له کبله تلل دميږي پر پښو وو،موږ هم ټول په همدې انساني سيل کې په درې صفونوکې ور ننوتو،کله ټېل ماټېل ،کله تګ لږ ورو،کله بيخي توقف ،ورو،ورو مو ملګري رانه ورکېدل،زه هم د يوکتار په سر کې روان وم ملګرو ته مې دنظم ،دقت،نه ورکېدلو توصيه کوله چې يوچامې پر اوږه لاس کېښود، چې ور ومې کتل زموږ کليوال قاري همايون زمرى وو له سلام ،ستړي مشي ،وروسته يې راته وويل چې خالد هم له دوى سره دکتار په سر کې روان دى،خالد دسره رود دککړک اوسېدونکى په قوم ميا دى ډېر  ښه هلک دى،په پوهنتون کې زما همصنفي اوپه ليليه کې مې داطاق انډيوال وو،دواړه يوځاى او په يوه صنف کې فارغ شوو،قاري زمرى اوخالد دمعلمينوپه توګه راغلي وو،خالد راته وويل چې زموږيوبل ملګرى هم ستاډېره پوښتنه اويادونه کوي همدلته دى اوس يې درته پيداکوم،اخوا ديخوايې وکتل با لاخره له څودقيقو وروسته هغه سړى هم  راپيداشو،دا قوماندان زمرى احمدزى وو زمرى احمدزى زماهم ملګرى دى خوزمادکشر ورور امين جان مشفق چې په رنګ اوبڼه کې تر ما ډېر مشر ښکاري نږدې ملګرى دى،مشفق ترما درې کاله کشر دى خوښاغلى ډاکټر فضل الرباني چې اوس هم ما  وويني نو رانه وپوښتي : (مشرحقيارصيب څنګه دى؟)) په ځوانه ځوانۍ کې يې  په ږيره کې سپين لګېدلي دي اوس په دې خاطر چې  رازيې چاته ښکاره نشي نوخپله ښايسته  سوچه ږيره يې چې دجهاد په تاوده سنګر کې نوې راټوکېدلې وه  وخرييله  . زه خو يې له دې پرته دسپين ږيرتوب بل دليل نه وينم چې ممکن په کورکې محکوم وي . مشفق ګرم هم نه دى او نه يواځې هغه پردې رنځ اخته دى  زه  ډېرنور داسې خلک هم پېژنم چې داوسپنو نينې چېچلى او د فولادو ځنځير په ګوتو شکولى شي خوپه دې ساري ناروغۍ اخته دي ، دمينې په خام تارتړل کېږي او دخپلې مېرمنې پر وړاندې يې دتسليمۍ وسله ايښې وي . داسې کسان کم نه دي چې مېرمنې يې په رڼا ورځ پرې داسمان ستوري شمېرلى اونيمه شپه  دلمر په  وړانګو کې ذرې بېلولى شي .
تاسو ته يې وايم خوداحقيقت به له  تاسو سره امانت وي او هغه ته به يې نه وررسوئ ځکه  که خبرشوچې مايې له مظلوميته څوک خبر کړي دي  نو ممکن داځل مې ووهي_  زما منځوى ماما او مېرمن يې تېرکال دواړه يوځاى حج  ته تللي و اوس چې راستانه شوي نو ماما مې _ ښايي له وېرې_ خپلې مېرمن ته دبي بي حاجي خطاب کوي خو مېرمن يې ورته تراوسه بابى فاخره( دفاخرې پلاره )غږکوي.
کله مې چې ديونليک دابرخه ليکله نوزما داوښي زوى  نجيب الله بنګش مې هم څنګ ته ناست وو هغه راته وويل چې  حاجي صاحب  !ګوره دهغو کسانو په بحث کې  چې له خپلو مېرمنو وېرېږي  زما دکاکا نوم درنه هېر نشي .
څودقيقې موپه روانه ضرور خبرې اوکيسې وکړې يوبل ته مو دټېليفون شمېرې ورکړې اودبيا کتلو په هيله مو خداى پاماني وکړه.
له عمومي سړک څخه خيف مسجد ته تللې ټولې لارې تړل شوې وې،ماکله په دې مسجدکې لمونځ نه ووکړى،اوغوښتل مې چې دماسپښين لمونځ همدلته وکړم،دلارو تړلو حيران کړم، با لاخره طاقت رانغى دسړک دغاړې په کټارو اوپنجرو واوښتم ترمنځ څوسړکه دي،له پوليسانو مې پټ يابه پوليسانو هم ځان تېروېست اوګذشت به يې کاوه،ځان دمسجد منځ ته ورساوه،ايله ايله زوال شوى و همدلته مې دماسپښين لمونځ وکړ او جمروته روان شوم، له ملګروبېل شوى وم لاړم په ډېر ارامه مې په  لومړي  پوړ کې جمرې وويشتې که څه هم بيروبار ووخوجمرې ته ښه ورنږدې شوم اوښه په ډاډ مې وويشتې.
کله چې فارغ شوم اودجمرو بل سرته لاړم نوله  يوپوليس نه مې وپوښتل چې شيش ابي داوود ته پرکومه لار لاړشم؟هغه چې کومه لار راوښوده اوپرې لاړم نوبل ځاى ته ووتم ماګومان وکړ چې هغه  ادرس غلط راکړى خو وروسته پوه  شوم چې شيش ابي داوود شمالي اوجنوبي برخه لري، کله چې دمنى له ساحې ووتلوپه ښار کې موټر نه موندل کېدل، دبيروبار له کبله به خلک دمچيوپه څېر پرموټرونښتي وو، له موټروخلک په پښوژر رسېدل، له ډېر انتظار وروسته زه هم ديو فلاينکوچ سرته وختم،موټر له ډېر وخت وروسته له بيروبار څخه راووت او حرم شريف ته روان شو،نږدې تونل  پرمخ راغى کله چې له يوه تونل څخه راووت لږه لار  يې نه وه  وهلې چې حرم شريف راورسېد. 
موټردبيروبارله کبله ورو شوزه هم ترې په روانه ښکته شوم ترڅوچې مې له جېب څخه پيسې راوېستلې نوموټروړاندې ﻻړ کلينډريې هم نه درلود پنځه رياله مې يوې سپرلۍ ته ورکړې ورته ومې ويل چې بيا يې چلوونکي ته ورکړي خوهغه راته وويل چې ډريورپنځوس رياله غواړې حيران شوم ځکه چې  ټوله ﻻرپنځه کيلومتره يا پنځه دقيقې هم نه وه ،
دحرمينوهندار
دحج يونليک
دوه شپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
په اوبو کې سجدې
يودوکان ته وختلم جوس مې وڅښه اوداودسه دتازه کولوپه فکرشوم د مازيګرلمانځه ته ٤٥ دقېقې پاتې وې دحرم سالون کې ددارالتوحيد کانټيننټل هوټل او دمکې شرکت هوټل ترڅنګ ځمکتلې[زيرزمينۍ] ته ښکته شوم بره پرې دنارينه ووداوداسه ځايونه ليکل شوي وو خوﻻندې لوى تونل اولوى دوطرفه سرک وو له ېوچا مې وپوښتل چې دلته تشنابونه چېرته دي؟هغه ځواب راکړچې وړاندې ورشه په همدې سرک مې ډېرمزل وکړ باﻻخره په يوځاى کې له همدې تونل څخه ښي ﻻس ته لويه دروازه وه.په دې دروازه چې ورننوتم نوپه منځ کې لوى سالون اوښي اوچپ خواته لسګونه تشنابونه ووچې همدلته هم له خلکو ډک وو ما هم همدلته اودس وکړ له تشنابونونېغه بره ﻻرنه وه ماوېل راځه په همدې تونل نورهم وړاندې ﻻړشه کېدلى شي دحرم سالون ته چېرته پوړۍ ختلې وې په تونل کې نورهم  وړاندې ﻻړم  ځم 
 ځم ځم هيڅ دوتلوځاى نه راځى په تونل کې ختېځ،لوېدېځ،شمال اوسهېل راته نه ښکاري باﻻخره کوم پنځلس دقيقې وروسته تونل پاى ته ورسېديوځاى ته ووتلم ګورم چې بازار،لوړې ودانۍاوکورونه دي نه حرم ښکاري اونه منارې،په پوښتنه،پوښتنه دشاوخوا پنځلس دقيقې مزله وروسته حرم ته راغلم ايله مې جماعت ونيوه،پرﻻرشړکنده باران ونيوم. باران دومره ډېراوتيز وو چې په لږوخت کې دحرم په سالون کې اوبه ډنډاودمکې په کوڅوکې  سيلابونه وبهيدل ماتريوتجيرﻻندې چې د يودوکان مخې ته وﻻړوو لمانځه ته ځاى وموند خوهمدلته هم له باران څخه خوندې نه شوو.له ګريوان څخه ترپيڅولوند خيشت شوم.
شرکت مکه که کباړي بازار
له لمانځه وروسته مې وغوښتل چې خپلې خونې ته ﻻړشم خووېرېدم چې دماښام جماعت رانه پاتې نشي .همداسې مې وکړل په حرم کې پاتې شوم دمکې شرکت څلورم پوړته پربريښنايي پوړېووروختم داشرکت خداى خبرڅوپوړه لري،په ټولوکې دوکانونه اوسترې،سترې مغازې دي ماهم څوشيان بيه کړل خو نرخونو له آسمان سره خبرې کولې دلته هم دپيښورښاردکباړي بازار په څيردسل ريالوشى په زربيه  کېږي اوبياښکته ترسلوچې په هرڅوجوړشول .يوه سپينه جالۍ ټوټه مې خوښه شوه غوښتل مې دخپلې مېرمنې لپاره يې وپيرم ديومتربيه  يې راته دوه  زره رياله (څه باندې  پنځه ويشت زره افغانۍ يا څه کم پنځوس زره کلدارې )  وويل  په چنو،چنومې زرريالوته راښکته کړ،زمادرې متره پکاروه.مادوکاندارته وويل چې له دې جالۍ سره خواسترياﻻندې پوخ هم پکاردى.هغه خوبه هم ورسره راکوې که نه؟دوکاندارراته په تريو تندي ويل  چې نه ! درې زره رياله به يوازې دهمدې ټوکر راکوې که استراو پرتوګ ته ټوټه اخلې نودهغو  به نورې پيسې راکوې . په دوکانونوښه وګرځېدم سم دکابل دنوي ښاراوپيښوردصدرکيسه وه دکابل دنوي ښارپه سټي سنټرکې چې کوم شى په پنځه زره افغانۍ ترﻻسه کوې دښارپه نوروبرخوکې يې په دوه زره افغانۍ اخيستلى شي همداسې دپيښورپه صدرکې هم.راښکته شوم ماښام لمانځه ته يوساعت پاتې وو.ديوهوټل ددروازې کيڼ اړخ ته  چوترې ته ورته ځاى و په غزيدلوپښونه خوپه غونډوپښوپکې ځاييدم همدلته مې بوټان سرته کيښودل اوويده شوم چې سترګې مې وغړولې نوماښام ته لس دقيقې پاتې وې په دومره بيروبارکې مې ښه آرام،ډاډه اوله سکون نه ډک خوب وکړ.نه مې دجامولمدوالي ته فکرپريشان و اونه  مې  بيروبار ته اندېښنه وه خووروسته يې  شخک کړى وم.په دې ورځ مې په تاوده سعودي کې دپسرلي تازه هواولېده.
هلته له خلکو سره بله مېنه،بله جذبه،بل اشتياق،  بل فکر،بل احساس وي.هلته له سره دا اندېښنه نه وه چې که  په اوبوکې ودرېدم نوناروغ به شم يابه مې  جامې لمدې اوياپه خټواوياخيرنې شي په هماغه وخت کې چې شړکنده باران ورېده اواوبه ترپنډيوپورې راختلې وې نودبيت الله مطاف  اودحرم سلګونه جريبه سالون له خلکوډک وواوخلکوسجدې په اوبوکې کولې.
له مينې رښتونى خوند
له حج وروسته مولومړۍ جمعه وه  اودجمعې لمانځه لپاره موچمتووالى ونيوه ماغوښتل چې وختي لاړشم خوسميع دکوټې کلي [چابي] وړې وه راباندې ناوخته شوه دحاجېانوبيروبارهماغسې اوج کې و .په ډېرزحمت مې ځان دابن ﻻدن له مسجد څخه وړاندې دپول پر سرپه يو صف کې له حرم څخه ډېر لېرې ځاى کړ،تردې وړاندې حرم ته نږدې دځاى موندل دمرغۍ شيدې وې. په صف کې مې خواته يوه تورپوستې سوډانۍ وه ډېره عابده،زاهده اوارامه ښځه وه اوله الله ج سره درازاونېازڅخه دخونداخيستلولپاره يي دبدن دهرغړي بلوتوت آن[چاﻻن]کړى و .
چاره نه وه اوږه په اوږه ورسره ودرېدم له ماسره خودنارينه توب اوښځې توب فکر و خوهغه له خپل خالق سره دومره بوخته وه چې خداى ج خبرکه پوهه شوې هم وي چې خواته ېې نارينه اوکه ښځه وﻻړه ده ماله ځان سره همداسوچ کاوه چې په  هغه حديث کې چې واېي لمونځ سترګې يخوي هغه  خوهمدا لمونځ دى همدلته هغه دمجنون کيسه هم راياده شوه.مشهوره ده چې يوځل چاپر مجنون غوسه وکړه چې زه پرلمانځه وم ته ولې زما په مخ کې تېرشوې؟مجنون ورته وويل چې  آفرين پرتااو ستاپر عبادت اولمونځ .زه پرمجازي ليلا مين يم اودومره يې په مينه کې ژورډوب يم چې ته مې له سره ليدلى  نه ېې.اونه دې له لمانځه خبريم خوته چې داصلي اوحق ﻻيزال دمينې دعوه کوې اوورته په لمانځه وﻻړوې نوحضوردې دومره برابرنه ووچې زه دې وليدم.
حرا، دنوراو پلوشوغار
سباموحراته دتللوتابياونيوه دماسپښين له لمانځه وروسته څوتنه راووتو په ټکسي پسې ګرځېدو زه صرافۍ ته لاړم ،يوملګرى موډېرلوکس کروزين پسې ورغى ماته خندا راغله چې داکروزين کله له ده سره ځي ګورم چې ددواړواشارې پيل شوې مامې ملګري ته وويل ته نه وينې  چې داڅومره لوکس موټراوڅومره لوکس سړى دى داکله له موږسره ځي .هغه ځواب راکړ.ولې نه ځي نور ورسره  ته جوړشه باﻻخره په دوه سوه رياله مې  ورسره  تګ راتګ خبره وکړه.په دې خدماتوکې پرموږدثوردغره سرسري کتل اودحراغره ته وروستل اوهلته موږته انتظاراوبيرته حرم ته بيول شامل وو زه ورسره مخکې کېناستم ډريورتورپوستى ځوان  عباس احمدابن علي نومېده چې  له مکي نوي کيلومتره ليرې دعصيم اوسېدونکې و .زماملګري هم دبادغيس دقادس ولسوالۍاوسېدونکي عبيدالله،حاجي خان،غلام نبي اوحاجي وکيل وو.دمکې په پاک ښار،شنو پارکونواورڼوتونلونويې لومړى دثورغره ته وروستو،په غره کې مودانسانانوکتارونه وليدل چې يابه غره ته ختل اوياراښکته کېدل.له ليرې مودغره اوخلکوننداره وکړه له هغه ځايه حراته روان شودعزيزيه پرﻻرووتو ښي ﻻس ته مومنى، مزدلفه اوعرفات ووسړک مخامخ حديبيې ته تللى دى دحديبيې هډه په عزيزيه کې ده.دملک فيصل پرپله دالمعصم پرواټ روان يوشيطانان يا جمرې راته ښکاري.دحراغره ياجبل النوربيخ کې له موټرڅخه پلي شو.که دزړه سترګې بيناوي نوڅوارلس نيم سوه کاله وروسته هم په جبل النوريادرڼااونورپه غره هماغه ملکوتې وړانګې ښکاري،پلوشې ترې اوري، دغره په لمنواوڅوکواوس هم دنورانيت  ، هدايت ، صميميت اوشفقت  ڼا او ځلا ښکاري .دغره په لمن کې ډېر کورونه دپاکستاني  پنجابيانو، هنديانو اوبنګله ديشيانودي،دغره لمنه تريوحده ستغه اوسخت کوتل دى وروسته زينې)پوړۍ) پيلېږي،
دغره په  بيخ کې ترکومه ځايه چې موټر تللى شي دهمدې خلکودوکانونه دي ،دلته هم هماغه دود دي دشلوشى په سلوبيه شې اوبيرته شلوته راشي دلته سم دپيربابازيارت غوندې کوچيان په زوره له خلکوپيسې غواړي په عذراوزارۍ پرخلکواوبه خرڅوي خلک دومره اړاوتنګ کړي چې پخپله پيسې ورکړې دلته هم خلک بيلچه په ﻻس پرﻻروﻻړوي اوپه کندوکې خاورې اچوي کله کله يې پر کرنډۍ [ دسپنه] مساله [شګه اوسمنټ]پرکومه زينه اچولي وي اوورته وﻻړوي پيسي غواړي په هماغه ډول لکه دکابل_جلال اباد،کابل_کندهار اونورسړکونه چې له پخولو  وړاندې يې به يې  په هرڅومترۍ کې يوتن له بيلچې اوټاټکي سره دسړک پر غاړه وﻻړ اوله خلکوبه يې دسړک دجوړولوپه نوم پيسې غوښتلې. نارينه اوښځې  ،زاړه اوځوانان ټول ستړي اوخولې يې پرمخ روانې وې حراته ډېرراتلونکي   پښتانه،دپاکستان پنجابيان اوبنګله ديشيان وو،خوترکان، ايرانيان،مصريان،اندونېزيايان اوماليزيايان هم ليدل کېدل،دلته هم دپيربابادزيارت په څېرکوچنيان دپيسولپاره له  لمنې نيول کوي،يوې ښکلې انجلۍ ماته داوبوبوتل راوړاندې کړخوماورته وويل چې داخوګرمې دي،هغې ژر،ژر رانه روانه شوه،ماپه دوکان کې اوبه واخيستې خوچې له دوکان نه راووتم ګورم چې هغې ديخواوبو بوتل راوړاندې کړ.بيا مې ترې هغه هم واخيست.دحراسوري ياغارته دختلوپرمهال مويوځاى څلورشاديان [بيزوګان]هم وليدل. غار ته ترډېره پرلوړه سړک هم جوړ شوى دى اوموټر ورځي خونورهم غره ته  پر پښوختل  شته خودمولوي احمدي په وينا،غارته له  سړک پرته   [١١٧٠]پوړۍ دي. په جبل النورکې هغه غارچې حضرت رسول الله[ص]به پکې ناست وو،دمراقبې اوذکر،فکر لپاره مناسب اوله خلکوښه ګوښه ځاى دى .شاوخوايې ټول غرونه اوغونډۍ دي هلته يواځې له يوذات سره اړيکې وي. حضرت محمد[ص]هم له بعثت څخه وړاندې همدلته تفکراوتدبرکاوه.هغه وخت نه دهدايت لپاره قران اونه جبراېېل وو، داهغه وخت وو چې دجهالت تيارې دعربوپه ټوله جزيره  خپرې وې خلکوبه پخپل لاس بت جوړکړاوبيابه يې هماغه خپل پيداکوونکى،پالونکى،ساتونکى اوروزي رسوونکى باله .خلکوبه خپل دزړه ټوټې [لورګانې]ژوندۍ  ښخولې .حضرت محمد[ص] پوهېده چې داهرڅه باطل اوناسم دي هغه دحقې لارې،دبشريت لپاره دروښانه تګلارې اودريښتوني خالق اوالله ج پېژندلولپاره له خپل کورڅخه شاوخوا اوه،اته کيلومتره لېرې دغرونودلړۍ منځ کې دې غره ته خته،دڅوڅوورځوخرڅ( توښه ) به يې له ځانه سره واخيسته چې هغه به ختم شونوبيرته به راغى دحضرت خديجةالکبرى له خواچمتوشوى خرڅ به يې واخيست  اوبيرته به جبل النور ته روان شو،رسول الله[َص]حراته له تللووړاندې ريښتونې کېدونکې خوبونه ليدل رسول الله[ص]دهمدې غره په سرکې په يوغار کې ناست ووچې الله تعالى پرې خپله پيرزوينه وکړه ،خپل  استازى يې وټاکه اودرسالت دروند باريې ددهغه مبارک پر نازکو اوږو کيښود دلته چې الله[ج] لومړى کوم پيغام هغه مبارک ته وروليږه هغه په لوستلو اوليکلو[سواد اوزده کړې ]امر و دا له معارف،پوهې،رڼا،سواد،ليک اولوست سره داسلام ژورې اړيکې اوپه اسلام کې دپوهنې ارزښت ښه څرګندوى دى  .دحرا  په هغه غاراو په هغه ځاى کې  چې رسول الله [ص]به په کې کېناسته ډېر بيروبار اوسخت ټيل وو نراوښځې هڅه کوي چې هماغه  سوري ته ځان ورسوي يوله بل سره لګېدل اومښل خوعام وو.ښځې به بې سترې اوسرلوڅې شوې هرچاهڅه کوله چې درسول الله[ص] دسجدې ځاى ته ځان ورسوي اوهملته دوه رکعته لمونځ وکړي خلک کتار وو او بې نوبتې ډېره وه .دلته لمونځ کول نه سنت ،نه واجب اونه فرض دي بس يوه مينه ،له خپل ګران پيغمبرسره روحي تړاواوهغه ته دعقيدت اوپيرزوينو نذرانه وه زماپه اند دلته په دې بيروباراوبې سترۍ کې له لمونځ کولو څخه دلمونځ نه کول غوره دي خوبياهم طاقت رانغى په همدې بيروبارکې مې ځان ور ورساوه اوهملته مې دوه رکعته لمونځ وکړ
غارټيټ اولوړقدى انسان پکې پر ولاړه لمونځ نشي کولى.
 زموږ ملګري غلام نبي ددې بې سترۍ په ليدلوتوبې ووېستې اوويل يې چې وېرېږم الله[ج] ددې بې سترۍ له امله پر موږداغر وانه ړوي عبيدالله وويل که دثورپه غارکې هم همداډول ټيل اوبې ستري وي نوزه خونه ورځم.نراوښځې ديوبل په غېږکې وو يوه ځوانه ښځه مې وليدله چې څوتنوله ﻻسونواوڅوتنوله پښو ونيوله ،دغارله خولې اوبيروبارڅخه يې ووېسته اولوړې تيګې ته يې وخيژوله .دسعودى حکومت دثوراوحراپه غروکې کارنه دى کړى نه يې دختلواونه يې دراښکته کېدلولپاره کومه اسانتيارامنځته کړې. زماپه باورښايې ﻻمل يې داوي چې حرااوثورته تلل دحج برخه نه ده اوسعودى حکومت دلته ورتلل ضرورنه،ـ بلکې آن بدعت يې بولي. که دلته تګ راتګ اسانه شي نوبيابه   دحج ديومنسک په څيردلته هم تګ  ضرورګڼي که څه اوس هم تقريبا ټول حاجيان ورځي ماډېرې زړې ښځې اوبوډاګان وليدل چې دې غره ته ډېرپه زحمت ورختل دغره پرسرکانتينونه ووخو قيمتې پکې ډيره وه هملته مو چاى وڅښه ورو،ورو راښکته شو ﻻندې استاد عباس احمدخفه و اوويل يې چې ځنډ مو وکړ رښتياهم ماښام ودلمونځ ځاى موداستاد خوښې ته پريښود.
حرا ياجبل النور دحرم شمال ختيځ ته واقع دى دسمندرله سطحې څخه ٦٢١متره اودځمکې له سطحې ٢٨١متره لوړدى، دې غره ته پوړۍ اګزازي يامنحني ډول دي ځکه يې دپوړيوشمېرډېردى اوورختل په اوسط تګ يوساعت غواړي. دغره په سرکې شمال ته يوه دروازه ياعماره ده چې د دووتيګوپه منځ کې ورته ﻻرده ددې دواړو تيګو په منځ کې فاصله په عرض ٦٠ سانتي متره ده اونراوښځې هڅه کوي چې په همدې ٦٠ متره مسافه کې له يوبله مخکې شي ددې تيګوترمنځ فاصله په اوږدو درې متره اولوړوالى يې دوه متره اوپه وروستنې برخه کې يونيم متر ده خلک په همدې ځاى کې په دې ډول لمونځ کوي چې يوبل پسې ودريږې،رسول الله[ص] همدلته ناست ووچې العلق سوره [اقراباسم ربک الذى خلق] پرې نازل شو.اوله وحي وروسته يوځل حضرت محمد[ص] حضرت جبراييل همدلته دهغه په اصلي بڼه وليده .
له حراڅخه دجمروپه ﻻر راووتلودملک عبدالعزيزپه تونل حرم ته راروان شو  دبيروبار له کبله تونل بند و خودسالنګ اويادرونټې دتونل په څېر په کې دچازړه نه تنګېده ځکه چې سپين پړق   اوايرکنډيشن چالان وو پرون له جمروڅخه پر پښولاړو خونن موټرپريمانه وو اودحرم حرم چيغې يې وهلې زه په مخکينۍ څوکۍ داستاد عباس احمدسره ناست وم دلاربندۍ په همدې شېبوکې مې ورته فکرشوچې ټول ورون يې لوڅ وو ماورته وويل استاده پرتوګ کش کړه عورت دې ښکاري خوهغه راته  وويل چې دوى يواځې همدا اوږد کميس اغوندي اوپرتوګ ورسره نه اغوندي خولمن يې پخپل ورانه راکش کړه کله چې لارخلاصه  شوه اوله تونل څخه  ووتو نودحرم په برج موسترګې ولګېدې پاوباندې اوه بجي وې اودماسخوتن لمونځ تيار واواذان وشو دباب بلال سره موځاى ونيوه نفل مو وکړل څودقيقې وروسته  اذان وشواو جمعه ودرېده
دحرمينوهندار
دحج يونليک
دري شپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
دنيستمنۍ اوشتمنۍ مسابقه
سعودى شتمن هيواد دى خودلته هم دشتمنۍ په وېش کې توازن[انډول]په پام کې نه دى نيول شوى دلته هغه دالفت صاحب خبره يود وينې له فشار اود وينې دډېرښت له امله مري اوبل دوينې دکمښت له امله ، الفت صاحب بې له شکه دلوړوخيالونو اوژوروفکرونوخاوند و.هغه پنځوس شپېته کاله وړاندې په افغانستان کې هم دې غميزې يادپانګودوېش په کارکې دانډول نه شتون اوددې غميزې ناوړوپايلوته متوجه و په سعودي  کې ددې ناانډولۍ ګراف وروستي حد ته رسېدلى دى  ، يوتن به دميلياردونوډالروخاوندوي بل به په خاوروکې ژوند کوي ،ديوپر پيسوبه دلوېديځ بانکونه ډک وي اوبل به وچې ډوډۍ ته حيران وي .همدااوس دلويديځ بانکونه دعربانوپرپيسو څرخي ،پيسې دعربانواوصنعت،تخنيک، سوداګرۍ اوپرمختګ پرې دغربيانو روان دى غربيان هم کله کله ددوى له حماقتونو اوعياشۍ څخه ناوړه استفاده کوي پر يواوبل نوم يې شتمني کنګل کړي، شاوخوا دوه کاله وړاندې مې واورېدل چې امريکادعربي متحده اماراتودشيخانو ،اميرانواوشاهزويانوڅخه شاوخوا اوه سوه ميليارده ډالرپه يوه اوبله پلمه کنګل کړل. دلوېديځ په بانکونوکې دعربانودپانګواوپيسوساتل ددې ﻻمل کېږي چې عربان دلوېديځ مريان شي ،ځکه چې  پخپله يې خپل لاس دهغوى تر تيګې لاندې کړى دى . که دوى دلوېديځ هره روا اوناروا غوښتنه ونه مني نوميلياردونه ډالريې کنګل کېږي .عجيبه ده پيسې اوشتمنې هم ددوى ده اومريان هم دوى دي.
په سعودي کې دابن لادن اوجاحظي  په نوم دوه شرکتونه دشتمنيو  دانحصاردوه ښې بيلګې دي دادواړه کورنۍ  دومره شتمنې دي چې حساب يې له دوى هم غلط دى. خوبل  خوابيا دهمدې هيواد اتباع دحرمينوشاوخوا اودمکې اومدينې په کوڅو کې پرځمکه ناست اوګدايې کوي .دحرم شريف په شاوخواکې په هره ﻻراوهره کوڅه کې دګدايي ګرو  کتارونه ليدل کيږي. ځينې سوالګرريښتياهم معيوب وي اوځينوبيادګدايۍ اوخلکودپام،عاطفې اوشفقت دجذبولولپاره خپل لاس اوپښه تړلې  ، پربدن يې مصنوعې ټپونه جوړکړي وي اوداسې زمينه يې برابره کړې وې چې دهرچازړه ورباندې سوځي  داسې  مې هم واورېدل چې دسعودي  له ګاونډيو هيوادونو اوآن له سوډان اونوروافريقايې هيوادونوهم سوالګر په پټه اوښکاره دحج په موسم کې دګدايۍ لپاره راځي .داسې هم شوي چې سعودي چارواکيو څوڅوځله بهرني سوالګرپه ډله اييز ډول نيولي اوله هيواده يې و ېستي وي خوډېرژرپر يوه اوبله ﻻر راستانه شوي دي. داسوالګرکله انسان دومره مجبورکړي چې دپيسوله ورکولوپرته يې چاره نه وي، کله کله خپل ټپونه اومعيوبيت دومره جدي ونيسي چې انسان په عاطفي محکمه کې دپيسو په ورکولومحکوم کړي .دسعودي پوليس يې هم مخه نيسې خووس يې نه رسېږي. ځينوسوالګرو په نورو ژبو هم دسوال الفاظ ياد کړي دي: (( حاجي بابايک ريال،حاجي بابا يک ريال)) اوازونه کوي ځينې کوچنۍ انجونې سړي پورې ونښلي ځينې موپخپلوسترګو وليدل چې دخلکودتېروېستلولپاره يې لاسونه په څنګلواوپښې هم په ورنوکې قات کړي اوتړلي وي
حجرالاسود
دفقهې په کتابونوکې مې دحجرالاسود په اړه ډېرڅه لوستي اوله حاجيانواورېدلي  ووخولاهم ددې تيګې په اړه له سهووسره مخ وم ماګومان کاوه چې داتيګه به دبيت الله له ديواله څومتره لېرې په مطاف کې ايښې وي .په لومړي طواف کې هم پرې پوه نشوم .په دوهمه ورځ مې ځکه پوښتنه وکړه چې دښکلولوتلوسه يې راسره وه  يوملګري مې له لېري راوښود.په يادمې نه دي چې په لومړي ځل به مې کله اوپه څووم طواف کې ښکل کړى وي خودتلوسې اواشتياق غوښتنه مې داده چې په مکه کې زمادشتون په دوهمه يادريمه ورځ  به مې ښکل کړى  وي
دحجرالاسودښکلول هيڅ وخت هم اسانه کارنه دى په ځانګړې توګه دحج په ورځوکې خودژوند په بيه تمامېږي .حجرالاسوددبيت الله په جنوبي کونج کې  دملتزم اودکعبې دروازې ترڅنګ ايښى دى  دلته دومره بيروباروي چې دطواف مخه يې نيولې وي که دحج په ورځوکې څوک دحجرالاسودښکلول وغواړي  نوچې ځوان اوتکړه هم وي اودحجرالاسود يومترۍ ته ځان ور ورسوي  نوهمدايومترفاصله به  کله کله په دوه ساعتونوکې هم لنډه نه کړي، کله خوداسې هم کېږي چې ديوچالاس هم حجرالاسودته ور ورسېږي خوچې دټيل څپه پرې راشي دومره لېري يې بوځي چې بيايې ورته ورتلل څوساعته غواړي.
زه يوماسخوتن له لمانځه وروسته ورنږدې شوم يوه عربه ښځه هم ورته ډېره نږدې شوې وه، ټيل يې کاوه اوځان يي وررساوه .پوليسو منع کوله خو هغه چېرته منع کېدله ،د ليوني په څېريي جنګ کاوه خوله يې هم اچوله، دې ته خويي پام هم نه و  چې دا ښځه ده  اوځان بايد له پرديو نارينه وو وساتي مامخکې هم د حجراسود دښکلولو شرعي حکم بيان کړ،په داسې حالاتوکې چې  ښځه بې حجابه شي اويا ځان اونوروته د مرګ اودرانه زيان يقين وي ښکلول يې آن د حرمت حالت ته رسېږي  . ما هېڅ ښـځه هم نه ده ليدلې چي حجراسود ته تللې وي اوبېرته پټ سرراغلې وي ،زه پوهېدم چې د حجراسود له ښکلولو څخه يې نه ښکلول ښه دي خوبياهم طاقت نه راته .پنځه ځله مې دمرګ په قبلولو،  جنګ اوټېل ماټېل ښکل کړى دى. دحجرالاسود د ښکلولوپه برخه کې يوستره ستونزه داده چې ددې تيګې بهرنۍ برخه چې په اسانه شونډې ور رسېږي پوښل شوې ده  .هرڅوک مجبوردي چې سر ورننباسي اود ننه يې ښکل کړي .يوځل پرې زما اود يوې ښځې جګړه شوه ،هغې زما مخه نيوله اوغوښتل يې چې خپله ورنږدې شي اوماد هغې، بالاخره  موږ دواړه ټېل راووېستلو،دېخوايې راباندې ډېرې پټکې او غوسې وکړې.
 ځينو خلکو بيا له بل تکتيک څخه کاراخست ، که ددوى کوم ملګري به داتيګه  نه وه ښـکل کړې نو څلور پنځه تنه به يوځل اويوځايي ورغلل نوروبه خلک ټېل وهل اويوبل ته به يي لاسونه ورکړي وو اوده ته به يې لاره جوړوله ،زموږسره يوڅوتنه هراتي پياوړي اومست ځوانان وو ، هغوى به هم همدا کارکاوه ،هغوى به په ټوکه ويل چې که هر‌څوک دحجرالاسود ښکلول غواړي  نو موږته دې زر رياله راکړي  موږيې وررسوو .د حجرالاسود ښکلول څه کم ارزښته خبرنه ده ،خلکوبه ورته  په حرم کې شپې تېرولې، اسانه وخت اود بيروبارد کمښـت دشېبولپاره به په حرم کي پاتې کېدل، يوځل د حج له مراسمو کوم شل ورځې وروسته د حرم د خادمانوديوتن سرګروپ ( شاهد)سره دحرم په دريم پوړ  کې ماسخوتن ناست وم چي ګرځنده تيليفون يې وشرنګېد، يودوست يې له پاکستان څخه په تيلېفون کي ورته ډېره سپارښتنه کوله ورته  ويل  يې چې هغه فلاني حاجي راته له مکې معظمې څخه   ټېلېفون وکړ اوډېرخفه و، ويل يې چې له اخترنه  تراوسه ډېرکوښښ کوم خونه يم توانيدلى چې حجرالاسود ته ځان وررسوم ،هغه له شاهد څخه وغوښـتل چې  ورسره مرسته وکړي او حجرالاسود ته يې ورسوي خوشاهد ورته وويل چې بله هره مرسته ورسره کولى شم خوداکارنه شم کولى ځکه چې يوخوهلته د بيروبارله کبله  موږ هم نه شو ورنږدې کېدلى اوبل داکار حکومت  هم منع کړى دى که هرپوليس اويا د حرم خادم يا کارکوونکى  په دې کارونيول شو  نو د سعودي حکومت ورته سزا ورکوي، ته ورته ووايه چې خپله کوښـښ وکړي.
 حجرالاسود دکعبې په جنوبي ګوټ کې د مطاف له سطحې يواعشاريه لس متره پورته ايښودل شوى ،اوږدوالى يې ٢٥سانتي متره اوپلنوالى يې تقريبا ١٧سانتي متره دى . رسول الله ص لا په نبوت نه و  مبعوث شوى چې دمکې اوسېدونکيو کعبه ودانه کړه خود حجرالاسود په ايښودلونه جوړېدل هرقام غوښـتل چي داوياړ خپل کړي د ابواميه مخزومي دقبيلې  يوتن سپين ږيري پيشنهاد وکړ  چې  سباسحر  هرڅوک ‌وخته له نورو وړاندې  له باب بني شيبه څخه کعبې ته راغى نود هماغه پرېکړه د تطبيق وړده .سبا سحرخلکوکتل چې د حضرت محمد ص د تندي رڼا راښکاره شوه حضرت محمد ص له درايت او کفايت څخه کارواخست تيګه يې پر څادرکيښوده دهرقوم يوتن استازى يې راوغوښت  اودڅادريوه يوه پيڅکه  يې ورکړه اوتيګه يې دکعبې دېوال ته نږدې کړه بياهغه [َص]په خپلومبارکولاسونوهغه واخيسته اوپه خپل ځاى يې کېښوده اوپه دې توګه يې د قومونو ترمنځ د سترشرمخه ونيوله .
رسول لله ص فرمايي چې حجرالاسود  له جنت څخه راغلې تيګه ده .
تاريخ پوهان وايي چې کله حضرت ابراهيم ع کعبه ودانوله ،د کعبې ديوال لوړ  شو او حضرت ابرا هيم ع نه وررسېده نوالله ج دا تيګه له جنت څخه راولېږله چې هغه[ع] پرې ودرېږي اودېوال ته ورورسېږي.
تاريخ پوهان وايي چې داتيګه به پخپله دکارپه وخت کې د ابراهيم ع ترپښولاندې تاوېدله
دا تيګه يوه ټوټه وه  خو دقرامطه وو په وخت کې  اوله هغې وروسته داسې پېښې وشوې چې ددې تيګې ښکاره برخه ماته شوه اوکوچنۍ ټوټې ترې بېلې شوې لويه ټوټه يې دخرماپه اندازه ده.قرامطه  داسمعيلي باطني شيعه ډله ده چې  حجرالاسود  يې په ٣١٩هجري کال مات کړاوپه ٣٣٩هجري بېرته ترميم شواودسپينوزروپوښ ورکړل شو دا اته واړه هماغه ټوټې دي چې دحجرالاسودپه منځ کې ايښودل شوي اوښکلول يې سنت دي. دتيګې اوپوښ اونورو برخوښکلول سنت نه دي. سعودي  حکومت  د[١٤٢٢ه]په ربيع الاول کې  داتيګه اوپوښ له سره ورغوه اوډېريې ښکلى کړى دى. يوځل دماسخوتن لمانځه په وخت کې پرې دبرېښنا دګروپ رڼاپريوتې وه دسپينوزرودې پوښ دې رڼا ته داسې انعکاس ورکړى و چې ما ګومان وکړ   له حجرالاسود څخه سپين راډونه راتاو  دي.
درواياتوله مخې، دې تيګې لومړى تک سپين رنګ درلود خوداچې هرګنهګاراوبې ګناه ښکلوله دانسانانودګناه له کبله ددې تيګې رنګ تور واوښت. امام مجاهد وايي کله چې حضرت عبدالله ابن زبير کعبه د ودانولوپه نيت ورانه کړه نوماوليدل چې دحجرالاسود دمنځ رنګ سپين  و رسول الله[ص]فرمايي  چې داتيګه به دقيامت په ورځ دهغه چاشفاعت وکړي چې ښکل کړې يې وي حضرت عايشې[رض]دبيروبارله کبله ددې تيګې له ښکلولوډډه وکړه .حضرت عمررض چې يوريښتونى، مجاهد،موحد،فاروق اوانقلابي خليفه و ددې لپاره چې خلک دحجرالاسودپه احترام کې افراط اومبالغه ونه کړي نوداتيګه يې مخاطبه کړه .ورته يې وويل: زه پوهيږم چې نه چاته ګټه رسولى شي اونه نقصان يوه تيګه يې که رسول الله[َص] مې نه واى ليدلى چې ته يې ښکل کړې يې  نو مابه هيڅکله هم نه وې ښکل کړې .
واړه لګيا ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
 
نهه بجې سحرمې خالد ته فون وکړهغه په ١٥٣مه ودانۍ کې اوسېده. له ده سره زموږکليوال هم ووپه جروال کې درې لويې او څوپوړيزې ودانۍ خواپه خوا دي .دا ودانۍ افغان دولت کرايه کړې وې،دلته ٤٥٠٠تنه افغانان اوسېدل بعثې هم په کې دفتردرلود .خالد لومړي  پوړته راغى ماورته وويل چې له قاري زمري سره مې مخ کړي هغه هم راسره روان شوقاري زمرى په اوم پوړکې اوسېده ،لفت يابريښنايي زينې هم خرابې وې. قاري زمرى مې له ځان سره ملګرى کړ اواتم پوړته دطالب اخونزاده خونې ته ورغللوپه دې خونه کې له طالب اخونزاده [اخونزاده صاحب ددې کرښوله ليکلوڅواونۍ وړاندې وفات شو انا لله وانااليه راجعون]پرته زموږ دکلي ملک معلم صاحب ميرزمان،سميع الله اوصابر هم اوسېدل دوى له ځان سره خپلې مېرمنې هم راوستې وې چې هغوى په بله خونه کې اوسېدلې، دامهال ددوى پوښتنې ته زموږ بل کليوال غلام دستګير اوزموږ دتره زوى شېر هم راغلي ووڅوشېبې موپه پرديسۍ کې دکلي کورخبرې اوټوکې ټکالې وکړې پاوباندې يوولس بجې لمانځه ته روان شو
معلم صاحب ميرزمان زما ملګرى دى ،تکړه  ويښ   اخلاقي اوهغه دچاخبره مخ ماتي زامن لري  په پيښورکې هم په کمپ کې څوارلس کاله يوځاى اوسېدو. طالب اخونزاده زما له پلاره  هم ډېر مشر و  خوزما ملګرى و ښه شوقي ځواني يې  تېره کړې وه په بډه بېره کې زموږ دجامع مسجد موذن ووخوږغږيې درلود اوخوږ او اوږد اذان يې کاوه يوځل په بډه بيره کې چې دادمسجدموذن وودمسجد او دمسجد دلاسپيکرواک او اختيارهم له ده سره و ،نه پوهېږم په څه خبره مې  ورسره ورانه شوې وه ورته مې وويل چې  لاسپيکرراته خلاص کړه چې خلکوته مسايل کوم هغه هم لاسپيکرراته پرانيست اومايک يې زما قدته برابرکړهغه وخت به زه ايله د ١٢کلونووم په لاسپيکرکې مې مسايل پيل کړل طالب اخونزاده ،اخونزاده وه خلکوورته عقيدت اوپرزوينې درلودلې دم اودعايې پرې کوله اوماورپسې راواخيسته داسلام له نظره مې  د نسب موضوع راوسپړله، دى راته ناست و  اوماپه لاسپيکر کې  ويل چي په اسلام کي ميا اواخونزاده نه شته دى سيد، ميا اوخونزاده يې لاڅوک دي په اسلام کې د بهترۍ معيار شخصي تقوا ده هرڅوک چي  متقي وي که جټ او جولا هم وي  نو هغه بزرګ دى دم او دعا بايد پرهماغه وشي په دې خاطرد چااحترام مه کوئ لاسونه يې مه ښکلوئ  ،دم اوتعويذ پرې مه کوئ چې ګوندې هغه  اخونزاده دى ،دنوح ع او دهغه دکافر زوى، دحضرت ابراهيم ع او دهغه د کافر پلار ،دحضرت رسول ص اود هغه دکافرتره کيسې مې وکړلې چې ګويا هرڅوک دخپل عمل مسؤول دى، ما دده پرضد خبرې کولې دى راته ناست و  لاسپيکر  يې هم راته چالان کړى دى، مسايل مې چې بس کړل نو همدومره يې راته وويل چې زړه دې يخ شو .
  اخونزاده صاحب اوس مهال ډېر کمزورى اود څواتياکالووو اوس د کمزورۍ  له  امله حرم ته لمانځه ته تللى هم نه شي لمونځونه په خپله خونه کې کوي دحج په ورځوکې غلام دستګيردومره مرسته ورسره وکړه چې څوک يې د خپل پلارسره هم نه کوي هلته هر‌څوک ځان ته حيران وي له بل سره مرسته سخت کار دى او لوړ  عزم غواړي اوبياله کمزورو اوپه نورو متکي خلکوسره، خوغلام دستګير دا همت وکړ  چې اخونزاده صاحب يې په ويلچر(دناروغانو بايسکل )کې کېنولى منى،عرفات اومزدلفې ته وروست دجمرود ويشتلو،د طواف زيارت او قربانۍ کاريې ورته اسانه  .زما له  ماما حاجي حبيب الرحمن استاذ سره په خونه کې يو کونړى  سپين ږيرى اوسېده چې  اوس دجلال اباد په اکمالاتي بيز کې اوسېږي زوى يې هم ځوان مولوي دى او اوس د حج په معلمينوکې راغلى دى ، ماما مې وويل چې دامولوي له  موږ سره نږدې ودانۍ کي اوسېږي وروسته بياما داځوان مولوي وليده واقعاً چې تندرسته اوښـکلى سړى و د وخت په تېرېدوراته څرګنده شوه چې ده کولى شول  چې خپل پلار له ځان سره په يوه ودانۍ کي خوپرېږده آن په يوه خونه کې مېشت کړي خو دده د خدمت له کبله يې  ونه غوښتل چې پلاريې ورسره نږدې وي دا سپين ږيرى يوه مياشت زما ماما ته پر شاوو په مزدلفه اوعرفات کې مې ماما دې مولوي صاحب ته فون وکړ  چې پلار دې نور  ستړى او له پښوپاتې دى او زه يې هم ستړى کړم، راشه او مرسته ورسره وکړه هغه ورته په خوله  ښه کړي و  خونوريې خپل فون بندکړى و دوه ورځې  زنګ هم نه  ورته، په دريمه ورځ چې په شيطانانوکې پلار  اوزوى سره مخ شول نو پلاريې ښه د زړه له  خلاصه ښکنځلې
 ورته وکړې  او ورته يې وويل چې د حج په دې مقدسو ورځواو مقدسو ځايونوکې يې ښې پرېمانه  ښيراوې ورته کړې دي.  ‌‌‌‌‌‌
دحرمينوهندار
دحج يونليک
څلور شپېتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
 
دلته دوه مخونه ٥٥ او ٥٦ نشته
 په زوره امين ويل، په امام پسي قرائت ويل کېږي ځينې يوازې لمونځ کوونکې هم په زوره قرائت[قرائت باالجهر]وايي رفع اليدين شته خوهيڅ بل ته بد نه ګوري اونه ورته کافرياګمراه وايي. داکارونه داسلام دنشئت اوصدور په ځاى کې اودخداى په کورکې کېږې خوټول يوبل زغمي اومذهب يې حق بولي خوپه افغانستان اوپاکستان کې بيا په همدې خاطريوبل کافراو مباح الدم بولي اودزرګونو خلکووينې دهمدې مذهبي اوفرعي اختلاف له امله تويې شوې؟؟
دلته زړونه او فکرونه يوخوجامې بېلې بېلې دي، دافريقاداوسېدونکيودنارينه اوښځينه وودجاموپه رنګ کې ډېرتوپيرنه ليدل  کېږي دواړه توره ياخړه ګلداره ټوټه اغوندي ځينې افريقايان دخپلوجامو په څېرله رنګه ټوکرڅه جوړپټکى هم په سروي کله کله خويې دنارينه اودښځينه ووتوپيرهم نه کېږي دلته په زړونوکې ټګي نشته دپاکۍ اوصداقت خاوره ده. يوشخص له لمرين او ګلورين  بدن  سره هم غږيدلى شي، دلته داسې ښکلې هم ليدل کېږې چې دځمکې پرسرحورې ګڼل کېږي  اودصورت له پلوه داسې بدرنګ هم ليدل کېدل چې خلکو ته يې په ليدلودېوان وريادېږي خوهېڅوک دچاپه ښکلا اوبدرنګۍ کارنلري اونه ښکلاکوم امتيازلري.
په پېښور کې دسيدجمال الدين افغان په  لېسه ، او وروسته  بيا دحضرت عمر فاروق  رض په دارالمعلمين کې زموږ يوانقلابي استاد مولوي  عبدالظاهر چې دښاغلي مجاهد مشرانجنيرحکمتيار استاد هم وو او په رښتيا چې روڼ اندى او نوښتګر عالم وو موږ ته ويل چې داپه داستانونو او افسانوکې چې دديوانو اوښاپيريو نکلونه او کيسې راځي  زما په اند دا ديوان به تورپوستي سوډانيان  او داښاپيرۍ به ترکانې انجونې وي.
 دځينوتورپوستوښځوپر مخ اوږده،اوږده دچاقودتيغ په اندازه داغونه ووپه لامل يې پوه نشوم ډېرې ښځې په لمانځه کې تورک نه کوي يوه هندۍ ښځه دتهجدوله وخت څخه هم وړاندې لمانځه ته راغلې وه اوپه لومړى صف کې يې  ځاى نيولى ووخوتي خوره کوچني يې لمانځه ته پرېنښوده اوپه لومړي صف کې هم دجماعت له لمانځه څخه پاتې شوه. 
 جنة المعلى
داتاريخي هديره دحرم شريف ختيځ ته په څه باندې يوکيلومتره واټن کې ديوې غونډۍ [چې اوس ډېره هواره شوې ده] جوړه ده په دې مقبره کې ډېرصحابه اوتابعين خاوروته سپارل شوي دي. ددې هديرې په اړه رسول الله[ص]فرمايي چې داڅومره ښه هديره ده ځينې وايي چې ددې هديرې تر څنګ پرته غونډۍ معلی نومېږي اوله همدې امله داهديره هم په همدې نوم ونومول شوه
يومازيګرمې چې له لمانځه وروسته طواف وکړ ماماته مې زنګ وواهه دواړه ملګري شواوجنة المعلی ته روان شوجنت المعلى جروال ته د وتلي تونل په سهيلي خوله کې دلوړواودنګو ودانيوپه منځ کې پرته ده معلى غونډۍ چې داهديره ورته منسوبه ده دهديرې شمال ختيځ ته پرته ده داهديره ديوې سپينې څلورديوالۍ په منځ کې پرته ،اوږدوالی يې شاوخوانيم کيلومترياپنځه سوه متره اوپلنوالی  يې سل متره دی چې ټول مساحت يې پنځه ويشت جريبه راځي موږيې شمال ته پر غځېدلي سړک ورغللوداسړک دغونډۍ په لمن کې  اوهديره ترې ټيټه ده  
 دلته دهديرې څلوردېوالې هم ډېره لوړه نه ده اوټوله هديره ترې ښکاري موږچې ورغلوپه همدې وخت کې  يې له شمالي ديوال څخه پنځه مړي دښخولولپاره راوړل، دازمونږلپاره ښه چانس و چې په جنت المعلى کې دښخولوپه اړه دعربود دود اودستور ننداره له نږدې وکړو. په دې خاطرچې ننداره موښه کړي وي له دېوال پرراوتلې تيګه موپښه کيښوده اوددېوال سرته وختلواوهملته دتدفين مراسموته نږدي کيناستودپوليسووېره هم راسره وه خو،ښه وه دامهال نه ليدل کېدل  دعربودمړي ښخولومراسم مې ډېرخوښ شول ډېراسانه،ساده اولنډ و.په دې ډول چې په جنت المعلى کې قبرونه ديوې نقشې له مخې کتارجوړشوي دي. دقبرمنځ پوخ  اودېوالونه يې له پخوخښتوجوړشوي په سريې ددې لپاره چې ونه نړېږي بيمونه اچولي دي دمړي دښخولولپاره قبرونه تيارپه ګوته شوي دي په هديره کې مړي ديومهالوېش له مخې ښخېږي اوپه ترتيب هرقبرته دنوبت له مخې وړل کېږي دهرمړي دقبرنمبراوبرخه ليکل کېږي ځکه چې ددې هديرې دمستخدمينودويناله مخې، په دې قبرو کې مړى تريوکال زيات نه پرېښودل کېږي ځينې بياوايي چې کال وروسته ددې مړوهډوکي  را وېستل کېږي اوبل چېرته وړل کېږي اوځينوبياويل چې په همدې قبروکې داسې کيميکل ياکيمياوي مواد ايښودل کېږي چې په يوکال کې دننه دننه دمړي هډوکي هم خاورې اوقبراوزګارشي دښخولولپاره راوړل شوي پنځه واړه جسدونه په تذکروکې ايښودل شوي اوله پنځوواړوسره ټول څلويښت تنه هم نه وو جنازې شايدپخواشوې وې هره تذکره دقبرترڅنګ کيښودل شوه ،قبرونه لږژوردي هرقبرته کوچنۍ زينه ايښودل شوې وه دوه تنه ورښکته شول مړى يې هم ورښکته کړ لاندې يې کېښود بېرته راوختل دقبرپرسرسيمنټي تختې کيښودل شوې لږسرګړى دتختوپه قاتونوکې کېښودل شو،ديوې لاسي کراچۍ په اندازه شګه پرې واچول شوه، له ځمکې سره برابر يا دنيمې لوېشتې په اندازه له ځمکې لوړ هملته په ولاړه لاسونه پورته او دعا وشوه،دې کار ټول پنځه دقيقې وخت هم ونه نيوه،خلک بېرته روان شول، وروسته راته غلام دستګير وويل،چې په دې مازيګر په حرم کې د ١٣تنو جنازه وشوه ، ښايي ٨نورمړي يې بل چېرې ښخ کړي وي .
 دمړو ښخولو دمراسمو له  نندارې چې فارغ شو نو هديرې ته دننوتلو په فکر کې شو مخامخ مو ډېر خلک وليدل چې هديرې ته راننوتل ،دروازه مو وموندله،دهديرې سويل لوېديځ لورته وه ،موږهم ورغللو په لويه دروازه  ورننوتلو، ښې خواته ودانۍ وه، هرڅوک ددې ودانۍ له لارې هديرې ته ننووت،په ودانۍ کې څو خونې، دهديرې بشپړه نقشه ،څوځايه سکرينونه،چې په هديره کې دلګېدلوکمرو تصويرونه او ټوله هديره پکې ليدل کېږي ،په دې ودانۍ کې لوى سالون دى چې دواړو خواووته يې څوکۍ پرتې دي، په  يخچالونوکې پريمانه يخې اوبه موندل کېږي ،دننه هديره کې څو سايه بآنه جوړ شوي دي.
په هديره کې له سهيل څخه قطب (شمال)ته سړک چې په څلورو برخووېشل شوى، همدا راز له ختيځ څخه لوېديځ ته هم لوى سړک دى.
دهديرې ختيځې خواته له يوې بلې هديرې کټاره راتاوه وه، ده ددې کټارې شمال ته يوه تکه شنه ونه ولاړه ده او ددې ونې لاندې په اسلام کې د لومړنۍ او په نړۍ کې د ترټولو غوره مېرمنې ام المومنين حضرت خديجة الکبرا قبر دى،خديجة الکبرا  د حضرت رسول اکرم  ص لومړنۍ مېرمن، دهغه ص د ژوند دستونزمنوشېبوملګرې، دهغه د زړه تکيه،ارام ،اطمئنان اوسکون وه، هغه لومړنى انسان وو چې پر حضرت محمد ص يې ايمان راووړ اودهغه رسالت يې تصديق کړ،د رسول الله ټوله اولاده او ورثه له همدې مېرمنې څخه ده، رسول الله ص له نورو مېرمنو هم بچيان درلودل خوهغه ژر وفات شوي دي  يواځې د حضرت خديجة الکبرا د لور حضرت فاطمة الزهرا بچيان او لمسيان پاتې دي چې نن سبا د ساداتو په نوم يادېږي.
دحضرت خديجة الکبرا د قبر څنګ ته څوک نه ورپرېږدي خو ٦٠يا اويا مترۍ ته يې دکټارې خواته هرڅوک ورځي، دحضرت خديجة  الکبرى قبر هم  د نورو قبرونو په څېر له ځمکې سره برابر او له نورو قبرونو سره يې توپيرنه کېږي،په دې لويه  هديره کې ددې جليل القدره صحابيې له قبر پرته پريوبل قبر هم ونه نده راشنه شوې.
مادهند د راجستان ايالت په اجمير کې د خواجه غريب نواز اوپه ډهلي کې د سيدنظام الدين اولياء مزارونه او ددې مزارونو پر سر حيرانوونکې ودانۍ ،ګنبدې له تصور وتلې لګښتونه او افراطي حرکات هم ليدلي دى، او دحضرت خديجة الکبرى مزار هم .سړى حيران شي چې په مسلمانانوکې دا دومره خرافات او شرکيات څنګه رامنځته شول؟
جنت المعلى په نقشه برابره قبرونه يې کتار او منظم دي په  څوبرخووېشل شوې ده په يوه برخه کې يې چې شاوخوا نيم جريب به وه ما قبرونه وشمېرل  ١٨x١٨=٣٢٤قبره   و.
خلک هديرې ته ورتلل دعاګانې يې کولې خو پوليسوچاته اجازه نه ورکوله چې خرافات وکړي،خاوره واخلي يا نور بدعتونه ترسره کړي.
دهديرې دلويې دروازې ترڅنګ د مړو د وينځلو ځاى ،نارينه اوښځينه ووته بېلې بېلې بيت الخلاوې او د اودس پاک ځايونه وو،دمړو وينځلو پر يوه خونه يې ليکلي وو(مغسلة الاموات الخير يه بجامع المهاجرين بمکة  المکرمةهاتف ،٥٤٠٤٠٠٠.
دجاد الاسلام په نوم يوه بنګله دېشي چې ځان يې هلته دبنګله ديشيانو په مدرسه کې استاد معرفي کړ راته وويل چې دلته يواځې سعوديان ښخوي او بهرنيان او دحج مړي اوه اته ميله لېرې  دشرييه په نوم ځاى ته دښخولو لپاره وړي ، شاهد وويل چې سعودي دلته وفات شوي حاجيان خپلو هېوادونوته نه ورکوي اوهمدلته دغزې دسړک   ترڅنګ هديره کې يې خاوروته سپاري .هغه وويل چې دالويه هديره ده ،مړي په نقشه ښخوي اوله خاورو سره دمړي د ژر خاوره کېدلولپاره کېمياوي توکي ګډوي.
له هديرې سره نږدې مسجدالجن دى،له جنت المعلى څخه د مسجدالجن منارې ښکاري خو نور مسجد لوړ پوړيو ودانيو پټ کړى دى، دامسجد په هغه ځاى ودان شوى چې رسول الله پکې پيريانوته وعظ اونصيحت کړى اوهمدلته يې ورسره لمونځ کړى دى، مسجدالجن کوچنى ، دوه پوړيزه اوډېرښکلى مسجد دى،موږ چې ورننوتلو نو داوخت په حنفي مذهب کې نفل لمونځ مکروه وي،خوموږله شوقه پکې نفل وکړل،په مسجدکې سور رنګ ،ښکلې او ګران بيه غالۍ پرته وه چې ټوله يوه غالۍ ښکارېده،دجنت المعلى اومسجدالجن د زيارت کوونکيو ډېره برخه ايرانيان دي.
ثورغار
کله چې حراغارته تللو نو ډرېور دثور دغره ترڅنګ تېر کړو،هلته مو دانسانانو لوى کتار وليد چې غره ته خوت،دحرا غره موږ ستړي کړو خداى شته چې ثور غره اوغارته مې ډېر زړه نه کېده بل  مهم دليل دا و چې ثور ته ختل په حرم کې په جماعت زموږ دلمانځه د فوت کېدو لامل کېده ،ثورته ختلو  خلکو هم راته ويل چې داغر د حرا په پرتله ډېر لوړ اوستړى کوونکى دى  خوله دې ټولو سره، دامې هم نشو زغملى چې ثور غار او په ډېروسختو شېبوکې د رسول الله ص پناه ځاى ونه وينم، بالاخره يوه ورځ سحر زه او هزاره توکمى شيخ معصوم علي ،تاجک توکمى  ګلاغا يا حاجي نادر د ثور دغره په لور وخوځېدو ،ثور غره ته مو مزل دملي وحدت دمظاهرې په هيله پيل کړ،نعمت الله مو د ټوډي موټر چلوونکى شو، او دڅو لويو او ښکليو پار کونو ،چوکونو،اومارکېټونو له وهلو وروسته يې دغره لمن ته راوستو، دثور دغره لمن ته ترډېره حده موټر ورځي له موټر ه ښکته  شو او هغه مو رخصت کړ.
ثور غره ته ختلې لار ټوله له تيګو جوړه پراخه زينه ده خو دا زينه دحرا د زينې په څېر له سيمنټو جوړه نده، اونه هماغسې ستوغه او سخته ده.
پرلاره موديوکانټين ترڅنګ دمه وکړه چاى او اوبه مو وڅښلې دلته دهرڅه بيه دوه چنده وه ديوه پياله چاى بيه هم دوه رياله وه چې د ٢٦افغانيومعادل کېږي.
دلته مې له يوه ترکي سره بحث  وکړ ،د وزيرستان د واڼه  اړونددشګۍ اوسېدونکي سيدغلام سره مې هم کيسې وکړې، هغه راته وويل چې:په وزيروکې احمدزي، شادي خېل ،ذلي خېل ګنګي خيل تازي خېل قومونه شته او دى پخپله شادي خېل وو،هغه زياته کړه چې ٢٦مه يا٢٧مه ورځ ده چې دانګوراډې درباط خوله مرغه سيمې ته ٦٠٠تنه امريکايان او دافغانستان ملي اردو ځواکونه راغلل اوله ٣٠٠تنوطالبانوسره ونښتل ،امريکايانو ٢٨الوتکې هم راوغوښتلې اوسخت بمبار د يې وکړ،د هغه په وينا ،په دې جنګ کې افغان امنيتي ځواک او امريکايان ټول ووژل شول او ٧٨تنه طالبان هم شهيدان شول ،سيدغلام د بهرنيانودې تلفاتوته پخپله هم خوښ و  او ويل يې چې دکلي اوسيمې خلک يې هم خوښ دي او دايې له امريکايانوسره په تېرو لسو کالوکې تر ټولو سخته جګړه وبلله.
دلته هم دلارې جوړولو په نوم دحراغره په څېر څوځايه چنده ټولېده، د چندې په ټوکرۍ کې چينايي ين اواندونيزيايي روپۍ هم وې په يوه نوټ يې ليکلي وو
Bank indonisia:٥٠٠٠
 limaribu rupiah
يواندونيزيايي راته وويل چې داڅلور سعودي رياله کېږي.
ثورغار دثور غره په څوکه کې له شمال ختيځ څخه لوېديځ لورته پروت دى، اوله شمال ختيځ څخه ورته د تيګو په منځ کې تنګه کوڅه ده چې ايله  به دوه تنه پکې ځاى شي دغار اوږدوالى به درې متره وي خوله يې وړه ده خو وړاندې يا دپاى برخه کې به يې پلنوالى دوه متره وي چې دوه درې تنه پکې کېناستلى شي .دغار په خوله کې مخکې له دې چې غارته ورشي يوه شا وخوا پنځه ،شپږ متره وچې ويالې ته  ورته ژوره  لارده،، په دې وياله کې او له ويالې بهر څومتره وړاندې دخلکودوه کتاره ولاړ دي او په نوبت غارته ورځي په کتار کې ودرېدل او نوبت ته ايسارېدل ډېروخت غواړي اوله ماسره کله دومره حوصله وه ،هلته په کتارکې ولاړو افغانانو راسره مرسته وکړه،دغار په خوله کې يې ځاى راکړ ،په اسانه او ژر ورننوتلم غار ټيټ دى په ټيټه  به ورننوځې په ناسته به پکې ځې اوپه ناسته به ترې راوځې خو په همدې لنډ اوتنګ غار کې هم دغار په وروستۍ برخه کې يوتن عکاس له کمرې سره ناست وي اورنګه او فوري عکسونه وباسي، له ماسره ډيجيټل کامره وه ،مبايل مې هم عکسونه اخستل دغار دننه اوله غارڅخه بهر دثور له غره موښه ډېر انځورونه واخستل، دثور غار ډېر لوړ دى  ، له څوکې يې ټوله مکه په ځانګړې توګه حرم شريف ،عرفات،منى ،دفهد ماڼۍ  اومزدلفه ښکاري ،مکه اوس هم وچه او سوځنده  ده ، په ځينې ځايونوکې اوس کوچني پارکونه جوړ شوي چې له دې څوکې څخه ښکاري،ددې غره ختيځ اوسوېل ته د شمال اولوېديځ په پرتله آبادي او کورونه کم دي.
دغار په خوله کې يې ددې غره لوړ والى ١٦٥٠متره  ښودلى خو ښکاري چې داڅوکه تر دې اندازې ډېره لوړه وي.
دلته هم ډېرې کوترې شته دي خو ددوى داړتياوړ دانه ورته نه اچول کېږي دپيسودګټلو لپاره يې هملته يو اوښ خېژولى دى چې  رنګه زين او کجاوه لري، په رنګه ټوټو يې رنګين کړى دى لومړى خلک په زينه پر اوښ سپرېږي او بيا يادګاري عکسونه وباسي.
دلته هم خلکو دافغان مجاهدينوپه څېر په غره کې ځانونوته ځايونه جوړ کړي اوهملته  چاى ،مشروبات ،بسکټ اونورخوراکي توکي پلوري همدلته يوه ونه هم شنه شوې ده،خلکودلمانځه لپاره ځايونه هم جوړ کړي دي.
موږدشنبې په ورځ د ١٤٣١کال دذوالحجې په ٢٨مه ثور غارته ورغللو غره ته ختلې لار زينه وه ډېره سخته نه وه خوبياهم موږ  ته سخته وه ګلاغا ډېر چاغ ،شيخ معصوم علي هم بد نه و  او زه هم هغه ٢٤کاله پخوانى، ١٣کلن کوچنى مجاهدنه وم چې دهوسۍ په څېربه پرغرو ختلم زه ١٣کلن وم چې دجهاد جذبې اودشهادت مينې له کوره راوتښتولم اود مور اوپلار له اجازې پرته يې دځاځيو، خرچتل سپين جماعت،ازرې ،بزرګانې،کږې وږې ،شينواريو،چکړي او خوردکابل  پرغرونو وخېژولم، دکابل دبګراميو داوسېدونکي شهيد قاضي محمدعمر د جبهې مجاهدين شاهدان دي چې زه هم په جرئت اوهم په مزله اوغره ختلوکې له ټولو تکړه وم، دشالوزان  څوکې ته څو وارې پورته شوى يم   دکږې وږې او شالوزان دغرونو څوکې ته له بېخه اته، اته ساعته لاره ده، خوزه ورته وارخطانه وم ځکه چې  تکړه او فعال وم  خواري اومزدوري مې هم کوله کورته مې خس او خاشاک هم راوړل لوبې اوسپورت مې هم کاوه خونن داسې نه وه نن زه هم ستړى ستړى کېدم.
زه تر ډېره په دې اند وم چې زه خوتکړه او پر غر ونو ختلى يم په مزله کې به  له ټولو وړاندې وم، دجهاد پرمهال به مې ان د خپلومجاهدو ملګرو چانټه او وسله مې هم ورته وړله خودا اټکل مې دولس کاله پخوا هغه مهال ناسم وخوت چې له خپل خواږه ملګري مولوي اظهار الله سره چې هغه مهال دسرحدي لوا قوماندان و  ( دا زمرى اوس په پاکستان کې د ګيدړانو دچل او دوه مخې پاليسۍ قرباني او اسير دى )دڅڅوبي په کنډاو ورختلم زه ،محترم مولوي اظهار الله (زه هم ورته دعاکوم او له تاسودرنو لوستونکيو هم هيله لرم چې د خلاصون لپاره يې دعاوکړئ)اوملګري يې کنډاو ته روان شومافکر درلود چې زه به له ټولو وړاندې دغره سرته وخېژم خوله بده مرغه چې دافکر مې ناسم وخوت، داځل اظهار الله دهوسۍ په څېر وخوت په غره کې پورته روان دى او مجاهد ملګري يې ورپسې دي ، خوزه له ټولو  وروسته يم، مګر په ثور غره کې داسې نه وو هلته ټول بې خونده وو خوبياهم له ګلاغا او شيخ څخه زه ښه وم.
دثور دغار غوڅه برخه زيارت کوونکي افغانان ،هندوان،اوپاکستانيان دي يو تور پوستکى،څو ترکان او څوتنه چينايان او اندونيزيايان مې هم وليدل.
داهغه غار دى چې کله دمکې کفارو دحضرت رسول الله ص د وژنې تابيا ونيوه نو له رفيق غار حضرت ابوبکر صديق رض سره يوځاى دې غره ته وخوت اوهمدلته پټ شو،کفارو دى تعقيب کړ، داغار دثور په غره کې دى او ثور غر دلته يواځېنى غر ندى ،بلکې دګڼوغرونو او غونډيو له منځه يوغر دى ،هغه وخت دمکې نفوس او ابادي هم دومره نه وه،سړى حيران شي چې  په دومره غرونو او غونډيوکې دکفاروپلچيانو څنګه دا وموند اوبيا ددې غره په لسګونو غارونوکې همدا غر ؟ لکه په ګوګل کې چې سرچ وکړي خوبيا الله ج خپل نېک بنده ګان په خپل ډېرکمزوري مخلوق لکه غڼه اوکوتره هم ساتي ،غڼه دلته ځالې جوړوي او تارونه غځوي اوکوترې هګۍ اچوي اوکله خپل غټ غټ دښمنان لکه نمرود هم په ډېر کمزوري مخلوق (ماشي)وژني.
ځينې خلک په همدې تنګ سوري کې چې بهر ورته سلګونه خلک په تمه ولاړ وي هم په ناسته  لمونځ کوي. همدې لوړغره  ته چې کله کله ورته د ځوانانو سپينې وتښتي ډېرې زړې ښځې او زاړه سړي هم ور خېژي خو ثور غره ته ختل نه فرض،نه سنت ،نه واجب اونه هم دحج کوم منسک دى، خوماوليدل چې ځينې خلکوبه زړې ښځې په شاکړې وې اوپاس به روان وو،کټ مټ لکه دماهيپر دخليفه بابا زيارت ،پاس موښه سيل وکړمکه معظمه موښه وکتله لمونځ مو وکړ بېرته ښکته روان شو پرلاره مو دمې ته ناستو پر دوه ځوانانو سترګې ولګېدلې ديو پر جاموپه لګېدلي پټۍ (استودي کارويلا،اندونيزيا)ليکلي ووترڅنګ يې ودرېدم ورته مې وويل نوم دې استودي کار ويلادى؟ويې ويل هو ورته مې وويل داندونيزيايې ؟ ويې ويل هو،ماورته وويل ډېرښه زما ورور يې؟ هغه راته وويل چې ته پاکستانى يې؟ ماځواب ورکړ چې نه افغان يم په خندا شو ويې پوښتل طالب؟ ماورته وويل: (هو، مجاهد طالب) هغه خوښ اوپه خنداشو ملګري يې وويل چې زه طالبان خوښوم ماته يې د تائيد او شاباس په توګه غټه ګوته نيغه کړه څوڅوځله يې ډېر ښه وويل بيايې پرغاړه د چاقو په څېر لاس تېرکړ ويې ويل چې ټول امريکايان داسې (حلال)کړئ.
په خندامو خداى په اماني ورسره وکړه.
غره ته له دموسره په يونيم ساعت کې پورته شو  اوپه يوساعت اولس دقيقوکې له دمو سره راښکته شو،لاندې موپه شل رياله ترحرم پورې موټر کرايه کړاو دولس نيمي بجې را روان شو.