چين د بهرنيو زده کوونکو تر ټولو لويه سرچينه ده

د  چين د  رسمي شمېرو له مخې چين تر ټولو زيات زده کوونکي د زده کړې لپاره بهر ته استولي دي. له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۱۲ پورې ۲.۶ ميليونه چينايي زده  کوونکي له چين څخه  بهر زده کړې کړې دي. يوازې په ۲۰۱۲ کال کې ۳۹۹۶۰۰ تنه زده  کوونکي د زده کړو لپاره له چين  څخه بهر تللي دي. دغه زده کوونکي د دولت په لګښت، د کارځای او يا شخصي لګښتونو زده  کړې کوي. ۷۴٪ چينايي زده کوونکي چې بهر ته تللي، په امريکا، کاناډا، اسټراليا، جاپان  او  برتانيه کې زده کړې کوي. له بهر ته تللو زده کوونکو څخه ۷۲.۳۸٪ يې تر فراغت وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.