
د افغانستان او پاکستان
لپاره د امريکې ځانګړي استازي (جېمز ډوبېنر) دامريکې په سفارت کې په يوه
مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل، چې د
افغانستان او امريکې تر منځ امنيتي
تړون بايد د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين تر پيل دمخه د څو اوونيو د ننه لاسليک شي. ده
همداراز ټينګار وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید
رڼې وي او په ترڅ کې له امنيتي تړون څخه تبليغاتي مسأله جوړه نه شي.
تر دې وړاندې د
امريکې ولسمشر بارک اوباما هم له ولسمشر
کرزي سره د ټېلېفون له لارې دا خبره کړې وه، چې امنيتي تړون بايد تر اکټوبر مياشتې
پورې نهايي شي. ولسمشر کرزي د امنيتي تړون پر سر خبرې په دوحه کې د طالبانو د دفتر
تر پرانيستل کېدو وروسته وځنډولې، خو
وروسته يې وويل چې لومړی بايد د افغانستان شرطونه ومنل شي او بیا به تړون لاسليک
کېږي.