پنځه تنه پوليس د امريکايی الوتکو په بمبارۍ کې ووژل شول

امريکايي ځواکونو په افغانستان کې منلې ده، چې د  پنجشنبې په ورځ يې د يوه هوايي بريد  په ترڅ کې پنځه تنه پوليس په سهوه کې وژلي دي. د ناټو ځواکونو يوه وياند ويلي، چې د پنجشنبې په ورځ طالبانو په ننګرهار کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی و او  افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه، چې سهواً د پوليسو پر پوستې بمباري وشوه او له امله يې پنځه تنه پوليس ووژل شول. وياند د پېښې له امله بښنه غوښتې ده او  د وژل شويو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.