
يو امريکايي
بريدمن په افغانستان کې د دوو ملکي افغانانو پر وژلو ګرم وبلل شو. په شمالي کارولينا کې يوې محکمې پر بريدمن (کلينټ لارنس) باندې تور
ولګاوه، چې د تېرکال په جولای کې يې په کندهار کې د دوو موټر سايکل سپرو د وژلو
امر ورکړی و. تمه کېږي چې نوموړی به په شلوکلو بند محکوم شي.