
پرون د ننګرهار
په شېرزاد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو
او افغان پوليسو تر منځ خونړۍ نښته وشوه،
چې په ترڅ کې يې په لسګونو پوليسو او
طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته. د ننګرهار د امنيتي سرچينو له خولې، پوليسو د يوه
قومي مشر د ژغورلو لپاره په شېرزاد ولسوالۍ
کې پراخ عمليات وکړل، خو په بېرته ستنېدو
کې طالبانو کمين ورته نيولی و او بريد
يې ورباندې وکړ. د ننګرهار د امنيې قومندان مرستيال معصوم خان هاشمي د پېښې
د پخلي تر څنګ وايي، چې په دغه نښته کې ۲۲ تنه پوليس وژل شوي خو ادعا کوي چې له
طالبانو نه يې ۶۰ تنه وژلي او هغوی يې په بشپړه توګه مات کړي دي. د ننګرهار والي وياند احمدضيا عبدالزی هم ورته ادعا کوي او وايي چې پوليسو د
عملياتو پر مهال ۱۶ تنه طالبان ووژل، خو
په بېرته ستنېدو کې بريد ورباندې شو او ۲۲ پوليس ووژل شول او پر وړاندې يې ۶۰ تنه
طالبان وژل شوي.
طالبان بيا په
بريد کې د لسګونو پوليسو د وژلو ادعا کوي او له خپله اړخه د پنځو طالبانو وژل کېدل
مني.