
د خوست په ټولو عدلي او قضايي ارګانونو کې د قضاياوو د ثبت نوى او عصري سيستم فعال شو، ځايي مسوولين وايي چې پدې سره به دغه ارګانونه وکولی شي، ټولې هغه پېښې، په ښه صورت ثبت او څېړنه يې وکړي چې دوى ته راځي، او مهمه يې دا چې له دې وروسته به بې ګناه كسان زندان ته لاړ نه شي او يا نه به هم كوم مجرم د پيسو او واسطو په مرسته له زندانه خوشى شي. نور حال په همدې موخه جوړو مراسمو كې د خوست والي عبدالجبارنعيمي دغه سيستم ځكه هم ياد كړ چې له فعاليدو وروسته به د ډېرو اسانتياوو ترڅنګ، د چا دوسيه نه وركه او نه به هم کمى او زياتی پكې وشي، او دا هغه ستونزه ده چې په عدلي ارګانونو كې يې فساد ته لاره جوړه كړې، د خوست د استيناف محکمې رييس عبدالتواب وايي چې د قضاياوو د ثبت سيستم، چې په کمپيوټر او انټرنټ سمبال دی، د خوست په دوولسو قضايي او عدلي ارګانونو کې فعال شو اوله دې سره به د مجرمينو دوسيې ثبت کيږي او د اړتيا پر مهال به په خوست او د افغانستان په اړوند ادارو کې كتل كيدى شي، او بله دا چې پدې سره به د بې ګناه كسانو بندي كيدو مخه ونيول شي اونه به مجرم د پيسو او واسطو په مرسته له زندانه خوشى شي.
د خوست څارنوالۍ ريس محمدشعيب ثابت وايي چې د دې سيستم په فعاليدو سره به په عدلي او قضايي ارګانونو کې ټول هغه فساد له منځه ولاړ شي، چې دا مهال شتون لري، ځكه د يوه مجرم دوسيه به له لومړي تر اخره پورې په ټولو ادارو کې تعقيبږي.
عام ولس دې ته خوښ دى چې كه په ريښتياهم دا كارپداسې ډول چې وويل كيږي فعال اوچارې يې د عدل او انصاف سره سمې پرمخ يو ړل شي، د ولس ترټولو ډېرې هغه ستونزې به له منځه لاړې شي چې د بي انصافه او پيسوپه بدل كې د پريكړو له امله په ټول هيواد كې ورسره مخ او د دولت اعتبارته يې درون زيان اړولى دى.