والي: په کندوز کې د۲۰۰۰ تنو غيرمسوولو وسلوالو ملاتړ کوونکي په کابل کې دي.

 محمد انور جگدلک والی قندز
د کندوز والي محمد انور جګدلک وايي، چې د۲۰۰۰ تنو غيرمسوولو وسلوالو ملاتړ کوونکي په کابل کې هغه لوړ پوړي چارواکي دي، چې په راتلونکو ټاکنو کې هم کانديدان دي.
نوموړي د ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د دغو چارواکو نومونه نه دي په ډاګه کړي خو وايي: کچېرې د کورنيو چارو وزارت هغه ژمنه تر سره کړي، چې ۳۵۰ سيمه ييز پوليس په دغه ولايت کې په دندو وګمارل شي، دوی به پر دې وتوانيږي، چې دغه غيرمسوولې ډلې بې وسلې کړي. د ده په وينا، چې يو شمېر چارواکي او سیاستوال غواړي، چې د افغانستان په راتلونکې کې مطرح اوسي او له همدې امله غواړي، چې د نفوذ لپاره داسې وسله والې ډلې ولري.