د ايټاليا پخوانی لومړی وزير برلوسکوني په ۴ کاله بند محکوم شو.

 ډاکتر محمد مرسي
 د ايټاليا پخوانی لومړی وزير سېلويو برلوسکوني، په مالي چارو کې د فساد له امله، په ۴ کاله بند محکوم شوی دی.
برلوسکوني، چې اوس ۷۶ کلن دی، د زيات عمر د درلوده په خاطر په کورني توقيف باندې محکوم شوی، چې کور يې هم يو لوی قصر دی.
په دې وروستيو کلونو کې برلوسکوني پر زياتو جرمونو تورن شوی لکه، مالي فساد، له کم عمره نجونو سره پر جنسي اړيکو، په محکمه کې د دروغو شهادت ورکول او داسې نور.
سېلويو برلوسکوني د 1936ز کال د سپټمبر په 29 مه نېټه، د ايټاليا د شاهي نظام په مهال  د ميلان  Milan  په ښار کې زېږيدلی دی. نوموړی ايټالوی سياستمدار او بزنس من يا تاجر دی.
برلوسکوني درې ځله  د ايټاليا لومړی وزير ټاکل شوی (او يا يې دې مقام ته ځان رسولی)؛ له 2004 ز کال نه تر2005 ز کال پورې، له 2001 ز کال نه تر 2006 ز پورې، له 2008 ز کال نه تر 2011 ز پورې. نوموړي همدا راز د ايټاليا د بهرنيو، روغتيا او اقتصاد وزير په توګه هم دندې درلودې.
 
برلوسکوني په 1993 ز کال کې د ((ايټاليا پر مخ ))) ( Forza Italia) ګوند بنسټ  کېښود. دی همدا راز  د ايټاليا د لويو  پانګوالو له ډلې هم دی. د فوربس مجلې په يوه ګڼه کې، نوموړی د نړۍ 118 لوی  پانګوال بلل شوی او پانګه يې 7.8 ميليارده ډالره اټکل کيږي.