
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې، چې پر يوه پوسته باندې شوې، څلور تنه پوليس وژل شوي دي.
د ننګرهار والي وياند احمدضیا عبدالزي،تيره ورځ خبري رسنيو ته ويلي، چې پېښه د شپې مهال د جلال اباد تورخم په لويه لاره بټي کوټ کې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې د پوليسو پر پوسته باندې د طالبانو لخوا بريد وشو او پوليسو د ناټو د هوايي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه. د نوموړي وياند په وينا، د ناسمو مالوماتو په وجه ناټو ځواکونو د پوليسو پر پوسته بمباري کړې او ۴ تنه پوليس په کې وژل شوي. نوموړي همداراز طالبانو ته د مرګ ژوبلو د اوښتلو خبره هم کړې خو کومه شمېره نه ده په ډاګه شوې.