روسيې اېډوارډ سنوډن ته موقته پناهندګي ورکړه.

\"\"
 په مسکو کې د عفو نړيوال سازمان رييس سرګيې نيکيتين، د مسکو دغه ګام ستايلی، چې د سي ای اې يوه پخواني مامور اېډوارډ سنوډن  ته يې پناهندګي ورکړه. نيکيتين د ريا نووستي سره په مرکه کې ويلي، چې د پناهندګۍ د ورکړې مساله مثبته ارزوو.
تيره ورځ د امريکا د جاسوسۍ د پروګرامونو بربنډونکی اېډوارډ سنوډن په دې وتوانيده، چې له روسيې نه موقتي پناهندګي تر لاسه کړي. نوموړي د پناهندګۍ د ترلاسه کولو وروسته، سمدلاسه د ويکيليکس د ويبپاڼې له استازې سارا هاريسون سره په ګډه، د مسکو د نړيوال هوايي ډګر شرېمېتوه نه په يوه ټکسي کې سپاره او له سيمې ووتل.
د روسيې د قوانينو پر بنسټ، هغه څوک چې په دغه هېواد کې موقته پناهندګي تر لاسه کړي، کولی شي ځانته کور ونيسي او په دنده وګمارل شي.
په دې وروستيو کې امريکا پر روسيه باندې ډير فشار راوستی و، چې سنوډن امريکا ته وسپاري خو بريالي نشول. ښايي دغه ګامونه د امريکا د هغه چلند په بدل کې د غچ اخستلو په موخه هم اخستل شوي وي، چې د پوتين د نوماندۍ پر مهال، د امريکا لخوا ورته خنډونه جوړيدل.