
د امريکا سنا، د بارک اوبا هغه وړانديز منلی، چې ميرمن سامانتا پاور به په ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفيرې په توګه دنده ولري.د رويټررز خبري اژانس د رېپوټ له مخې، ډيری سناتورانو د دغه وړانديز لپاره مثبتې رايې ورکړي دي.
ميرمن پاور چې ۴۲ کال عمر لري، پخوا يې په سپينه ماڼې کې دنده درلوده او همداراز يې د خبريالې په توګه هم کار کړی. د نوموړي يو کتاب (( د دوزخ يو مشکل)) د پوليتزر ادبي جايزه هم وړې ده.