په تاجکستان کې د روسانو د اډې د شتون تړون به تمديد شي.

 مسکو
د روسيې او تاجکستان جمهور رييسانو ولاديمير پوتين او امامعلي رحمان تر منځ، په روسيه کې د پوتين په استوګنځي کې ليدنه وشوه. داوړه خواوو تر منځ د پراخو همکاريو تر منځ پر دې هم سلا وشوه، چې د روسانو پوځي اډې د شتون موده به تر ۲۰۲۵ ز کال پورې تمديد شي.
د موافقې له مخې، په راتلونکي مني کې به د تاجکستان د پارلمان لخوا د دغه تړون د تمديد لپاره به هوکې هم ترلاسه شي.
روسيې د دغه تړون په بدل کې ژمنه کړې، چې تاجکستان ته به د ۲۰۰ ميليونو په ارزښت وسلې او مهمات ورکوي.
وروسته په يوه خبري کنفرانس کې امامعلي رحمان وويل، چې روسيه به په تاجکستان کې د برېښنا څلور بټيو چارې هم تر سره کوي. پوتين په دغه خبري کنفرانس کې ويلي، چې دواړه هېواونه به د ترهګرۍ سره د مبارزې او د قاچاق په مخنيوي کې هم همکاريو ته دوام ورکړي. پوتين زياته کړه، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله، چې له افغانستان نه د ناټو ځواکونه بهر کيږي، په دې هکله هم د دواړو هېوادنو لخوا ګډ پلان او تګلاره جوړ شوي.
\"\"