
د مسکو پوليسو وروسته له هغې، چې په يوه بازار کې يو پوليس ووهل شو، تر ۱۴۰۰ کسانو زيات مهاجرين نيولي دي.
په دغه مهاجرينو کې ۱۲۰۰ تنه يې ويتناميان او پاتې کسان د منځنۍ اسيا او قفقاز اوسيدونکي دي. پوليس وايي، چې نيول شوي کسان په ناقانونه توګه په مسکو کې ميشت وو.
درې ورځې مخکې، د مسکو په يو بازار کې پوليس هڅه کوله، چې يو داغستانی ونيسي، خو ده او خور يې دغه پوليس تر وهلو او ټکولو لاندې نيولی.ولاديمير پوتين پر پوليسو نيوکه کړې، چې ولې د خپل همکار ننداره کوله، چې کله وهل کيدو.