د امريکا لخوا پر ايران نور بنديزونه هم لګول کيږي.


 د ايران د اټومي پروګرام د دوام له امله، د امريکا کانګرس پتيلې، چې پر دغه هېواد باندې نور بنديزونه هم ولګوي.
امريکا غواړي، د ۲۰۱۵ ز کال تر پايه، د ايران د تيلو پر صادراتو او خرڅلاو باندې په بشپړه توګه بنديز ولګوي. د دې تر څنګ به په ايران کې پر ساختماني او د کانونو د استخراج پر چارو هم بنديزونه وضع شي.
طرح د امريکا د سنا لخوا جوړيږي او د جمهور رييس بارک اوباما تر لاسليک وروسته به قانوني بڼه غوره کړه.